کور / هراړخیز / دکندهار (تلوکان ) ملا محمدحسن دنقشبنديې طريقې پيرو وو

دکندهار (تلوکان ) ملا محمدحسن دنقشبنديې طريقې پيرو وو

داسلامي شعائرو په نظرکښي نيونه سره هرمومن مکلفيت لري چي داسلامي عقيدې دبنستيزو اصولوپه سرته رسونه کښي تل ديوي لايحې يامقررې په تطبيق دهماغه عقيدي پلي کول دځان دنده وبولي ددې دندي دسرته رسېدو لپاره له اسماني قانون څخه وضع سوي مقررات د شريعت په نوم ياديږي . چي مسلمان يې ديوه حاکم چوکاټ په توګه بايدومني ،عملي يې کړي او ځان ترې اګاه کړي په نه عملي کيدويې ګنهکار اوپه انکار دشريعت کفر وارديږي ځکه نوهرمسلمانان مکلفيت لري چي اسلامي عقيده له ځان سره په بشپړ ژوندانه کښي ديوه حتمي اساس په توګه ومني چي دې ته شرعي اساس ويله کېږي داسلامي شعائرو ترچتر لاندي دنفس دتذکيې لپاره بله لاره ده چي طريقت بلل کيږي اوبېلي بېلي لاري لري دطر يقت مکلفيت هغه وخت حتمي دى چي يو مومن ، موحد مسلمان دشرعي ټولو اصولوپه نظر اوعمل کښي نيولو سره داسلامي اساساتو دعملي ډګرتر څنګ دروحانيت يا معنويت جهان ته پناه وروړي دمعنوي ياروحانيت جهان چي په معاصرو اوشرعي اساساتو کښي دتصوف په نوم ياديږي هر مومن مسلمان چي دا لاره تعقيبوي اړدي چه دشرعي علومو اساسات عملا اونظراً مد نظر ونيسي چاچي شرعي اصول مدنظرنه وي نيولي طريقت يې په نه څه شميرل کيږي خوکله چي ترشرعي اصولو وروسته څوک دطريقت يا تصوف جهان ته ورځي دهغه اصلي مرکز ته رسيدل څو پړاوه لري خبره چي دطريقت ده نوداسلامي تصوفوپه اړوند ډير ي دلاس نيوۍ طريقي سته خو مشهوري يې دنقشبنديې ،قادريې ،چشتيې اوسهرورديې طريقي دي په افغانستان کي ترډيره دتصوفو پيروان دنقشبنديې اويا قادريې طريقي پيروان دي ،دا چي دنقشبنديې طريقي پيلامې اړوند دتاريخي اولاس نيوي لاسوندونه موجوددي چي ددې نقشبنديې طريقي پيلامه داسلام دلمړي خليفه اميرالمومينين حضرت ابوبکر صديق رض څخه را پيل ده خو دلته موږ ددې طريقي پر تاريخچه نه ږغيږو بلکه ددې طريقي ديوه خليفه په اړوند ليکنه لرو داخليفه دکندهار د پوټي ميا نورمحمد صاحب مُريد ملا محمد حسن اسحاقزي دتلوکان دى دملامحمدحسن اخند په اړه سره تردې چي په تير کال کښي دکندهار داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له اړخه دهغه دژوندانه وخت اوزمان ،پيژندني، استوګني اوځوځاتو په اړوندسيمينار جوړ اودرنوليکوالويې په اړوندڅيړنيزي مقالي اوويناوي واورولي په نوموړي سيمينارکي دهغه دطريقت اوتصوفو په اړوندعام فهمه او عمومي تصوفي مسائل هم مطرح سوه دطريقت په اړخ کښي دهغه پراساسي رشته نه کوم بحث وسو اونه هم مطرح سوه چي دطريقت په ښاخو کښي نوموړي دکومي طريقي پيرو وو صرف پرهغه ځاى چي دنوموړي د همدې رشتې پراساس زما قرانمل سره ځيني قلمي سندونه دهماغه وخت موجودوه چي دښاغلي بابي صاحب په غوښتنه مي همالته په شفاهي ډول بيان کړل وروسته دښاغلي زلمي هيواد مل اواستادحبيب الله رفيع لخوا دا يادونه وسوه دهغه دټاکلي لاس نيوي په اړوند يوه ليکنه وکړم چي ايا نوموړى په کومه تصوفي طريقه پسي تللى دى ؟
1. دنوموړي مرشدان څوک دي ؟
مخکي له دي چي دنوموړي په اړه وږغيږو اړيو چي دنوموړي د سلسله يي مرشدانو په اړه معلومات ولرو .
حضرت ميا عبدالحکيم صاحب چي په نانا صاحب هم مشهور دى د غر غښتي پښتنو کاکړانو دسنټياوو له پښې دي او اوس دکاکړو دخراسان په غيږ کي لورلايې ته څيرمه په(( تلوچاټلي))کښي يې زيارت اوخلګ يې خلوت ته دفيضاتو اوبرکاتو دمراد دتر لاسه کيدو لپاره ورځي چي البته دا تر لاسه کول له ده نه غواړي بلکه دده روحانيت الله ته دوسيلې په توګه وړاندي کوي
نوموړي په افغانستان کښي دجمهوري نظام دلمړي بنسټګر حاجي ميرويس نيکه ددورې معاصر او هوتکي دربار ((نارنج ماڼۍ))ته څيرمه يې دطريقت دربار درلود يو متنفذ شخصيت اودڅلوروتصوفي طريقو مرشد او خليفه وو. په دې اړوند دپټي خزانې مؤلف محمد هوتک بن داؤد وايي : (مياعبدالحكيم قدس سره العزيزكه څه هم په اصل دكندهار ښار ساكن دى مګر په مياشتو ورك وي له كوره او سياحت كا او په حضور دبزرګانو (دطريقت دمرشدانو)حاضريږي او په ګوښو كي په عبادت بوخت وي))• سره تر دې چي دميا استوګنه ځيني درنو محقيقنو صرف لس کلونه له ((۱۱۴۰ تر ۱۱۵۰ ))پوري په کندهار کي تخمين كړيده اټکل کړى دى ولي دمحمد هوتک دتيري ادعا پراسا س نوموړى په وروسته پسي ترډېره دکندهار استوګن دى •
درواياتوپربنسټ چي دهوتکي دربارډير اسلاف يې دطريقت مُريدان وه ورسره تر څنګ يې دمريدانو اوخليفه ګانو لړۍ دپښتنو تر ډيرو سيمو غزيدلې وه .چي دنو موړي ميا عبدالحکيم صاحب په نوم دهغه ديوه شاګرد منظومه قصيده سته .•جي دهغه په نوم په خطي ډول) هم ذکر سوې ده
چي په دې کښي دارواښاد ميا عبدالحکيم ((نانا صاحب )) او هغه دمريدانو او خليفه ګانو لاس نيوى هم په همدې طريقه کښي دي چي له جملې يې دهمدغي نقشبنديه کړۍ دوه تنه مُريدان په هماغه وخت کي دميانورمحمد په يوه نامه موجود دي صرف ددواړو تر منځ يو توپير دى چي دنامه دپاى ضميمه يې ديوه دا په ((نورزي او دبل دا په ((داوي )) سره کېږي ، چي وروسته يې ددې طريقي خليفه توب همدوره دواړو پرغاړه اخيستى دى ددې دواړو سلفودشهود اولاس نيوي په مورد يوه بله نقشبنديې طريقي سلسله ددې ليکني له ليکوال سره ده چي دتاريخي ليکني پراساس دنوموړو نورمحمد نامو خليفه ګانو په عصر پوري تړاو لري ده ددي سلسلي په پيلامه کي تر ((بسم الله الرحمن الرحيم )) وروسته څو دعاوي بيا اسماالحسنى اوبيا وروسته دنقشبنديه سلسلي لړ له حضرت ابوبکرصديق (رض)څخه راپيليږي ددوه ــ ددوه نيمو مترو په امتداد په احمدشاهي عصرد کښي استاد کل البلاد احمد شاهي ملا محمد سليمان اخندزاده کاکړ ونامه ته درېږي ددې سلسلې دپرله پسې والي له مخي سليمان اخندزاده داحمدشاهي عصر ي نوموتى څوک تير سويدى دا سلسله چي په نستعليق ښکلي نايې قلم خطاطي سويده دلوړدرشل احمدشابابا اوتيمورشاه دراني دمعاصرخطاط مرزاګل محمد زمينداوري په لاس ليکله سويده پدې سلسله کښي دپاى له خوا څخه دسليمان اخوندزاده له نامه څخه لوړ لمړى اسم دميا نورمحمد داوي تر هغه لوړ دميانورمحمد صاحب نورزي او تر هغه لوړ بيا دلاس نيوي لوړ څوک ميا عبدالحکيم دى هغه ميانورمحمد صاحب دنوموړي ناناصاحب لاس نيوى يې کړى دمناري ميانورمحمد صاحب دى ددې ميانورمحمد نورزي دمقبرې په ماجر کښي دوختونو لويه مناره ولاړه وه په اغلب ډول په ١٣٦٤ لمريز کال کښي دکندهار ښار په جنوب کي دمجاهدينو دټکولو په موخه شورويانو((روسي او کيوبايي سرتېرو)) قوه ورغله چي څوورځي وروسته دقوماندان شهيدحاجي عبدالطيف ،قوماندان حاجي محمد شفيق مشهور په حاجي اسدالله ، قوماندان ملامحمد اسماعيل ، قوماندان شيرين ،قوماندان ملا بور جان دجبهو اوګروپونودمقاومت په پايله کښي دروسانو قوه بيرته ماته سوه ددې قوې اومجاهدينو ترمنځ دجګړي پر مهال دذاکر شريف له غونډۍ څخه دزرهدار توپ په وسيله نوموړي دميا نورمحمد نورزي وسرته ولاړه مناره وويشته سوه اوبيا چپه سوه. دمخکي يادوني پربنسټ چي ياد ميانورمحمد دلاس نيوي سړى مخکي ياد سوى سړى ميانورمحمد داوي دى
کوم چي نوموړى دکندهار ددامان اوښارصفاترمنځ په پوټي نومي سيمه کښي پروت دى په يوه عصرکي دنژدې سره اوسېدني او بيا يوه اوبل ته دلاس نيوي په موخه دميا عبدالحکيم ، ميانورمحمد نورزي ، ميانورمحمد داوي او سليمان اخندزاده تړاو څر ګند سو چي نوموړو دمرزا ګل محمد زمينداوري دخطي ليکل سوي سلسلې پراسا س دنقشبنديې طريقې سره تړاو سره درلود خو داچي دلته دمقالې خبره دتلوکان دملا محمد حسن له يادو سوو اسلافو سره تړاو څرګند سي لاندي ليکنه کوو
په کندهار داوسنيو معاصرو شاعرانو له جملې ديوه بل ملا حسن اخند او دده تر منځ مو تفکيک کړى وي دلته يې يادونه هم ضروري ده :
چي دملاحسن اخوند په نوم شاعر سته هغه هم دطريقت تر څنګ دپښتو ژبي پياوړى محلي شاعر دى چي دکندهار يوه ځوانيمرګ سندر غاړي عبيدالله کندهاري يې ددغي لاندي مشهوره غزل ويلې ده .
((که بد خوي زما نه واي دوږخ نه ورکشولم ، ني زه کبابولم))
نوري غزلي او يو شعري غونډ ځيني پاته دى نوموړي چي په معاصره يا روانه پيړۍ کي تير سويدى دنيوي کلونو په عمر يې له دنيا پورپرې کړى دى دکندهار ښار دمنزل باغ دوراهي په جنوب استقامت دمحمد افضل خان لودين دکاروان سراى شاته داوبو دزيابرپرلوديزه غاړه يې دزامنو کور دى چي حاجي عبدالظاهر اووفي الله نوميږي اوس ژوندي دي ددې ملاحسن اخوند تاجک ژوند ته په بله مقاله کښي که فرصت وو وخت به ورته ځانګړى سي دتلوکان ملا حسن اخوند
دکندهارداولسي اوپېژندل سوي شاعرارواښاد سيدعبدالخالق ((صادق)) له يوه شعره څخه چي وايي :
ننګوم به ملاحسن دتلوکان دتلوکان
په وليانو کي لري نامو نښان نامونښان


دمرحوم ملا حسن اسحاقزي له نامه سره داسي اشنايې څرګندوي لکه هغه چي اوس هم دکندهار دتلوکان په سيمه کښي ژوندى وي خو دهغه له مړيني ١٨٦ کلونه تيريږي
،دتلوکان دملاحسن اخوند چي دطريقت تر څنګ دا ملاحسن هم دپښتو اوفارسي ژبولرونکي ديواني شاعر دى ، نوموړى پخپل وخت کښي دکندهار ولايت اړوند دپنجوايې اولسوالۍ دتلوکان دسيمي اوسيدونکى چي مقبره يې هم دهمدې سيمي په هديره کښي ده دهغه ديوه پښتو مشهور شعرله ليکو ښکاري چي نوموړۍ دپوټي دميانورمحمد صاحب داوي هم سبقه يالاسنيونکۍ وو.
دنوموړي دشعر څخه يومنځنى بيت په لاندي ډول څيړو .
لڅي پښې مي درباط پر پوټي وسوې
خپل اشنا په تش نظر نه راته ګوري
دلته دلڅو پښو کلمه ديادوني وړده ،دنوموړي دشعر ځيني علاقه مند کسان دلڅو پښو پر ځاي سپيني پښي يادوي معنى داچي: سپيني پښي مي ………………
دلڅوالي په پرتله سپين واله دعشق ، عاشقۍ شاعرانه رنګينۍ او ظرافت سره دسروکار درلودلو په اړوند څه شاعرانه رنګيني اونازکخيالي رامنځ ته کوي اونازکخيالي دشعر په خاندان کښي د نارينه ؤ په پرتله وښځينه يا نوخطانو رنګينيانو ته ډيره راجع کيږي خو کله چي موږ دمرحوم ملاحسن اخوندشخصيت او طبعه دلاسته راغلو مدارکو له رويه مطالعه کړو دميانورمحمدداوي په ١٢٠٧ هجري قمري• او ملا حسن دتلوکان په ١٢٤٥هجري قمري کال •کي مړ چي دنوموړو دمړينو دنېټو تر منځ هډو (٣٨ کاله تفاوت را ځي خو دا چي نوموړى ملا حسن اخند دمړيني پر مهال ٦٨کلن دى دلته له ورايه څر ګندېږي چي دواړو په يوه عصر کي ژوند سره کړى او دميانورمحمد داوي دمړيني پر مهال ملا حسن دتلوکان ٣٠ کلن و
چي دلاس نيوي پرمهال نوموړى ڼکئ يا مراحق نه بلکه پوخ ځوان باله سي او په دې سره دسر خبري ته په را ګرځېدو دسپينو پښو په عوض لڅي پښې يوه منطقي خبره ده چي دنوموړي بيت په يادونه سره دسپينو پښو اصطلاح تر سوال لاندي راځي او دا مدرک په لاس راکوي چي نوموړي پخپل شعر کي سپيني پښي نه دي يادي کړي که دسپينو خپړو يا پښو په تعويض که دهغو دلڅوپښو پر يادونه اسرار وکړو يو منطقي لاره ده ، مرحوم ملاحسن اخند ملنګ طبيعته اومريد سړى ؤ طبعي ده چي دا ډول خلګ دمحبوب ،خليفه ،اويا مشر په وړاندي دشکسته نفسۍ او خوارځواکۍ په څرګندولوسره تل ځان کښته احساسوي ځکه نو داسي کلمات خپل محبوب ته وايې چي :
دحسن زړګى هغو معشوقو يوو وى
چي مدام تر نقاب لاندي سترګي توري


په پورته بيت خپل مر شد ته داحترام په خاطر د(هغو) په غايب جمع ضمير سره يادونه کړې او خپل ځان يې دمفرد ضمير په يادونه خوارځواکى څرګند کړىدى په پورته لمړي نيم بيتي کي دخپل معشوق ديادوني پراساس دا مدرک تر لاسه کوو چي هغه دميانورمحمد داوي لاس نيوى کړى دى دا چي مياصاحب دنقشبنديې پيرو او دنقشبنديې لاس نيوى يې درلود ملاحسن دتلو کان دهغه دمريدى پرتعقيب دهمدې نقشبنديې طريقې پيرو وو


په درنښت
غريبک کتابتون کندهار