کور / تازه خبرونه / بريدکوونکى: په تورخم کې د ځانمرګو پنځه کمپونه شته

بريدکوونکى: په تورخم کې د ځانمرګو پنځه کمپونه شته

د ډېورند کرښې په ها خوا په تورخم کې د ځانمرګو برېد کونکو پنځه ټرېنګ کېمپونه دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان سېمه کې د سخي سرور په زیارت کې یو ناکامه ځانمرګی برید کونکی چې د پنځلس کلو دی، عمر یې نوم دی او په فدایي مشهور دی، وه وییل چې پلار یې په کراچۍ کې په یو کارخانه کې کار کاوه چې په کارخانه کې د یوه بم د چاودنې له امله مړشویدی.

د پلټنې په وخت کې عمر وه وییل چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د طورخم اوسېدونکې دی او د جنوبي وزیرستان په مرکز وانا د نور پبلک سکول د لسم ټولګي زده کونکی دی. عمر په دې ښونځی کې یې له طالبان سره لیدلي او د طالبانو مرکز ته یې بېولې دی، چې بیا هلته د فدايي په نوم مشهور شو. امیر (چې عمر ته یې نوم ندی معلوم) به عمر ته ټرېنګ ورکاوه.

د نیولو نه وروسته په روغتون کې علاج کونکې ډاکټرانو له عمر نه وه پوښتل ، تاولې دمره ستونزې وګاللې، ستا یو لاس لمېنځه ولاړ، او ټول بدن دې له ټپونو بېحاله دی؟ عمر په جواب کې ورته کړه ، دا ستونزې مې یوازې د جنت د ګټلو په خاطر ګاللې دي.

ځانمرګي برید کونکی عمر وايي چې ده ته یې امیر وه وییل چې زیارت ته تلونکي خلک د امریکایانو نه غټ کافران دي، د امنیتي چارواکو په وینا، عمر په پشتو لهجه کې ګوډه ماته اوردو وییله خو په څېره یې هیڅ د وېرې نښې نه معلومیدې.
په نښتر روغتون کې ډاکټرانو وه وییل چې عمر کله په هوښ راغې نو وه یې وییل چې باید په جنت کې واي، هغه دا هم وه وییل چې تاسو خو زما ژوند ژوغورۍ خو کومو خلکو چې زه رالېږلی یم، هغوی به ما هېڅ ژوندی پرې نږدي، د روغتون د ډاکټرانو مطابق د نوموړي روغتیا حالت ګړۍ په ګړي د تشوېش وړ دی.

د ډېره غازي خان یو چارواکي وه وییل چې سبیل ته نږدې یو ځانمرګي برېد کونکي نوم اسماعیل وه چې هغه هم په فدايي مشهور وه، نوموړی زیاتوي، هر هغه کس چې ټرېنګ تر لاسه کوي فدای ورته وییل کېږي.

تر ټولو چې ډېره خطرناک خبره دا ده، چارواکي وايي چې عمر منلې ده چې په تورخم کې پنځه ټرېنګ کېمپونه جوړشویدي، د ټرېنګ کېمپونه په اړه یې نور څه ندي وییلي خو وايي چې د هغې ځای ټرېنر یې د سنګین خان په نوم دي، سنګین خان د ټرېنګ په اړه د طالبانو د تحریک د مشرانو هدایات او مشورې اخلي.