کور / هراړخیز / په هند کي د افغان محصلينو سرخلاصی ليک

په هند کي د افغان محصلينو سرخلاصی ليک

دعلم او فرهنګ دلارې فرهنګی دوستانو !
تر سلامونو وروسته ، په دې ورځوکی په هند کې موږ ته ګونګسی را رسیدلی دي چي ښاغلی رهین یوځل بیا خپله پښتون – افغان ضد خونړۍ توره دیوه هیواد پال افغان فرهنګی په برطرفۍ وځلوله . استاد خالق رشید له کلونو راپه دیخوا په هند کی په داسې لوړو علمي اوفرهنګی اوصافو سره دافغان اوافغانستان په نامه دنده ترسره کړې چي افغانان خو لاڅه کوئ چي هند یان هم دده په فرهنګی هلوځلو ویاړي. یو یونیم کال هغه مهال چي افغان دښمنه رهین په سفارت کی ناست و اوپښتانه محصلین یوازې په دې خاطر چي له خپلې ژبی اوخپل فرهنګ څخه یې ننګه کوله دده په اشاره دشمالی ټلوالې په محصلینو باندې داسې وډبول شول چی کیسې یې تراوسه دمحصلینوپه منخ کې ژوندئ دي ، په هم هغو شپوکې داچی ددغو کړو وړ انګیزه د رهین اوفرهنګی آتشې له دفتره پیل کیده ښاغلی خرم چي پرهغه مهال د اطلاعاتو وزیر و له استاد رشید څخه هیله وکړه چي دی باید په هند کې دغه فرهنګی دنده هم ترسره کړي ، هغه دغه دنده سره له دي چي دده دعلمي مقام په انډول ډیره وړه وه د یادو شویو ستونزو دمخنیوي په خاطرومنله او دنهرو پوهنتون له علمي چا پیریاله دسفارت دغه لنډ اوتنګ او متعصب چا پیریال ته راغی او هغو ستونزو ته یې دپای ټکي کیښود چی ترده دمخه دلته دافغانانو په تیره پیا دپښتنوپه وړاندې ترسره کیدې. رهین وزیرشو هغه ته په هند کي دفرهنګی کارونو اهمیت په تما مه مانا معلوم و ، ده استاد رشید هم پیژند اودهغه دعلمي اوفرهنګی نفوذ ساحه او وړتیاهم ورمعلومه وه . خو له هغه سره یی د یوې پاڼې کاغذ په اندازه هم مرسته هم ونه کړه ، زموږ فرهنګیان اوهغوی چی دفرهنګی مشاورپرنامه پرارګ کي ناست دي هغوی هم نه یوازې داچی په هند کی یې داستاد رشید سره په فرهنګی برخه کي مرسته ونه کړه بلکه دوی هم درهین له دریځ سره خپل یووالی وښود. اوپرهغو ټولو کړو چې دفرهنګ په برخه کې استاد رشید ترسره کړي وو او یایی کول خوله پټه شول .
ګرانو دوستانو ،
،موږ په هند کي افغان محصلین نه غواړو خبره اوږده کړو یوازې دومره وایو چی دغه خبره افغان ولس مشر ته ورسوي چی دی دیوه افغان مشر په توګه دفرهنګ په برخه کې په دی توانیدلی اویا یی فرهنګی مشاورینودا خبره ورته کړې ، آیا دی په دغه برخه کې لکه دنورو برخو په شان دملت خادمان اوخاینان پیژني که نه ؟ اوس رهین د استاد رشیدپرځای هند ته بل څوک دفرهنګ آتشي په توګه معرفی کړی ، موږ په دغه برخه کی له ټولو افغانی خپرونو څخه هیله کوو چی له ولس مشر اونورومسوولینو اوترټولو دمخه په هند کي دافغانستان اوسنی فعال او په ملی ارزښتونو مین سفیر چي عملآ په دغه برخه کې دهرڅه شاهد دی څخه پوښتنه وکړئ چي داکار ولی شوې او دا باید توضیح کړي چې ددغه ټکی ترشاه څه عامل اوڅه انګیزه اوڅه ګناه پرته ده ؟
په هند کي دبیلابیلو پوهنتونودمحصلینو استازي په ډیر درناوي له افغان حکومت څخه هیله من دي چي په دغه اړه موږ ته یوازې دا ووایی چی دا کارښاعلی رهین ولي ولسمشر ته وړاندیزکړی اود ولس مشر دلیل په دغه اړه څه دي چی دیوه غرضي اوفرهنګ دښمنه وزیرخبره یې منلی اودیوه وړاومستحق افغان په ځای یې بل څوک چي باوردی دغه ځای به کله هم ډک نه کړي ټاکلی دی ؟
په درناوی