کور / هراړخیز / مناسب خوب څنګه وکړو؟ (لومړۍ برخه)

مناسب خوب څنګه وکړو؟ (لومړۍ برخه)

سرچينه : العربية بين يديک

ژباړن : عطاء الله محمدي

خوب د هر ژوندي موجود دپاره په هماغه کچه ضروري او مهم دئ په کومه کچه چي هوا او اوبه ورته ضروري او مهمي دي او د هر ژوندي موجود د پايښت دپاره يو مهم او ضروري عمل خوب دئ چي بايد هر ژوندى موجود پر خپل ټاکلي وخت او ټاکلي کچه ورڅخه برخمن سي هر ژوندى موجود که انسان ، حيوان او که مرغه دئ د شپې په رارسېدو سره خپل خوب ترسره کوي او دراتلونکي ورځي دپاره د خپلو چارو په بشپړولو کي ور څخه کار اخلي او هر ژوندى موجود بايدخامخا خوب کولو څخه په کومه کچه چي ورته اړتيا لري برخمن سي او د دې ضرورت د نه پوره کېدو او نه برخمن کېدو په صورت کي د ژوندي موجود بقا ناشونې ده او دا د هر ژوندي موجود صفت دئ چي بايد خوب وکړي او ورڅخه برخمن سي خو يوازي او يوازي الله پاک جل جلاله دئ چي دا صفت چي خوب کول دي نه لري او نه بيديږي لکه الله پاک جل جلاله چي پخپل سپېڅلي کتاب قرانکريم کي فرمايي (الله لا اله الا هوالحي القيوم لاتاخذه سنة ولانوم) خو دالله پاک جل جلاله څخه ماسيوا نور ټوله ژوندي موجودات دا صفت لري او خوب کولو ته اړتيا لري لکه څنګه چي مو مخکي يادونه وکړه چي هر ژوندى موجود بايد خوب ولري اوهغه هم پر ټاکلي وخت او ټاکلې کچه سره نو کوم کسان چي په خوب کولو کي کومه ستونزه لري د بېلګي په توګه خوب چي د يو کس دپاره په کومه اندازه او په کوم وخت کي ضروري وي نه پر هماغه وخت او يا نه په هماغه کچه تر سره کولاى سي نو د ډېرو خطرو سره به مخامخ کيږي لکه د ورځي په جريان کي د لږ کار په تر سره کولو سره د ډېر کار په کچه ستړيا په ورځنيو چارو کي خستګي او همدا ډول نوري ستونزي ځکه چي خوب وبدن ته راحت ، ارامتيا ، هوسايي او نوري ګټي ور په برخه کوي او کوم کسان چي په خوب کولو کي کومه ستونزه ولري نو څرګنده خبره ده چي دلوړو يادو سوو ستونزو سره به مخامخ کيږي ځکه چي د خوب کولو په وخت کي د انسان دبدن ډېرى غړي کار پرېږدي عضلې غوړيږي د زړه حرکتونه نسبتًا د ويښتيا وحالت ته کرار سي نو چي په همدي وخت کي دا ټوله د بدن برخي ارامي او هوساوي او د راتونکي وخت دپاره ځان چمتو او اماده کوي او تر ټولو د اهميت وړ خبره داده چي عصبي نظام (جهازالعصبي) چي د ويښتيا په صورت کي کومه ستړيا ورپېښه سوې وي تر خوب کولو وروسته خپل عادي حالت ته راستنيږي او دا ټولي کړني تر ډيري کچي د شپې دخوا په خوب ترسره کولو کي ترسره کيږي او دشپې خوب کول نسبتًا تر بل هر وخت پر ځاى او مناسب کار دئ لکه د همدي خبري په هکله چي الله پاک جل جلاله فرمايي چي ما خوب ستاسو دپاره راحت ،شپه مي ستر او ورځ مي ستاسو دروزي پيدا کولو لپاره پيدا کړي دي ( و جعلنا نومکم سباتا و جعلنا الليل لباسا و جعلنا النهار معاشا) نو د پورته ذکرسوو اياتو څخه داسي څرګنديږي چي شپه د خوب دپاره او ورځ د کار کولو يا روزي پيداکولو دپاره ده خو په اوس وخت کي ځني ځوانان د ورځي په جريان کي بيديږي او دشپې په جريان کي کار کوي او ويښ وي چي په همدې خاطر چي دوي د ورځي کار (چي الله پاک ورځ د کارکولولپاره پيدا کړي ده) په شپه چي ( الله پاک د خوب او استراحت لپاره پيدا کړې ده) بدل کړى دئ نو ېي په کارو کي برکت او د چارو نتيجې يې بشپړي او ډاډمني نه وي ځکه چي د کار او استراحت يا خوب وختونه ته يي تغير ورکړى دئ او په چارو کي برکت او نتيجه يي هغه وخت بشپړه او ډاډمنه وي چي پر خپل وخت چي ورځ ده ترسره سي او دخوب څخه ګټه هغه وخت ترلاسه کېداى سي چي پر خپل وخت چي شپه ده او په لوړ ذکر سوي ايات کي هم ورته اشاره سوې ده ترسره سي .او په تېره بيا د شپې وختي بيدېدل او سهار وختي راکښېنستل ډېره اغېزمن وي لکه د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم چي فرمايي چي (بُوْرِکَ لِاُمَّتِيْ فِيْ بُکُوْرِهَا) او همدا لامل دئ چي ډېر پلرونه د زامنو د ناوخته بيديدو څخه سر ټکوي او په ځانګړې توګه د رخصتيو په شپو او ورځو کي خو داسلام ستر لارښود نبي پاک عليه السلام به د شپې وختي بيدېدئ او سهار به وختي راکښېنستى او ډېر مسلمانان همدا سپېڅلې طريقه عملي کوي د شپي وختي بيديږي او دشپي په اخيري وخت کي راکښېني او دتهجد لمونځ اداکوي چي همدا يادونه په قران کريم کي داسي سوېده چي (کانوا قليل من الليل ما يهجعون) نو په همدې خاطر يې په ورځنيو چارو کي برکت او پايلي يې ډاډمني وي.