کور / هراړخیز / موږ، سوسیالیزم او کپیټلیزم

موږ، سوسیالیزم او کپیټلیزم

نژدې هرچادسوسیالیزم اوکپیتالیزم نومونه اورېـدلي دي اوهرڅوک ورڅخه خپل تعبیرلري،ډېری په لنډه توګه په دې انددي چې ګواکي سوسیالیزم دپخواني شوروي اتحاددسیاسي اوپوځــــــــــــــــــي پالیسیونوم ؤ اووروستی هغه دامریکااولوېدیځ.
اصلاسوسیالیزم (ټولنوالي/اشتراکیت)اوکپیتالیزم(پانګوالي)دمعیشت دډول ددؤسترونظامونونومونه دي چـې په هر یوه کې دژوندله غوښتنوسره په سمه توګـــه دمخامختیاهڅه شوېده.
پوښتنه داده چې بشر ولې ددې نظامونو جوړولو ته لستوڼي بډوهل؟:


لکه څنګه چـې څرګنده ده اقتصـادنن سبادیوهېواددملاتیرجوړوي،دیوهېواداقتصاداودژونددکـــــــــــــــــچي لوړتیاهغه دوه شیونه دي چې په راوروستیوپېړیوکې په ځانګړې توګـــه له صنعتي انقلاب راوروسته دخپل ارزښت دلوړتیاوروستۍ پوړۍ تـــــه رسېدلي دي؛هرسړی،هره کورنۍ اوپه پای کې هرهېواد هڅـــــــــه کوي خپلې اړتیاوي دشونتیاؤتروروستي بریده پوره کړي،خوله بله پلــــــــــوه دخلکودژونددکچې لوړتیاددوی هیلي اوغوښتني ورځ تربــــــــلي ډیري کړېدي. دتېري ورخي هیله دنن په اړتیااودتېري ورځي اړتیادنن پـــــــــــه غوښتني بدله شوېده.پرون چې به موږکوموشیونوته عیاشۍ شیونه ویل هغه دنن په ورځنیوبنسټیزواړتیاؤبدل شویدي.


راځۍ په دې هم وپوهېږو چې اخردااړتیاوي څنګه پوره کېږي؟


ټول هغه شیونه چې داړتیاؤ دلاسته راړلوپه موخه کارول کېــــــــږی دپیداکوونکوتوکو(the factors of production)په نوم یادېږي. پیداکوونکي توکي ځمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه اوترلاندي زېرمي یې،پانګه،کارګراوماشینونه دي.


په زړه پوري داده چې که له یوې خوادخلکواړتیاوي اوغوښتني ورځ تربلي ډېرېږي له بله پلوه دنړۍ دنفوسوشمېر هم خوراګړنــــــــدی مخ پرډېرېداروان دی مګرپرړاندي یې پیداکوونکي توکــــــــــــــــي (ځمکه اوترلاندي زېرمي یې اوپه کارپوه کارګر)په هماغه چټکتیا مخ پرکمېداروان دي؛ دې حالت دنړۍ ځواکونو،هیوادونواوآن وګړوترمنځ دټکراوسیالۍ ډګرته لارهواره کړېده. نن ورځ هرځواک،هرهېـــــــــــــــواد اوهروګړی نه یواځي دخپلواړتیاؤدپوره کولوپه ټینګه هڅه کــــــــــــــــې دي،بلکه غواړي دراتلونکومخ پرډېرېدونکواړتیاؤځواب هم ووایې. دپام وړ ټکی دادی چې داهاندوهڅي سالمي ندي،بلکه نړۍ یې پـــــــــه ډېروېروونکي حالت کې غورځولې ده، دنړۍ داوسني مهــــــــــــــــــــال اخ وډب،جنګ جګړې اوستونزي دسیالیوپردې وېروونــــــــــــــــــــــــــــــــکي چورلیزڅرخي،بیاهم له بده مرغه اوزموږاوستاسودتشو(نیمګړتیاؤ)له امله افغانستان هم په دې ګرداب کې راګېره بېړۍ ده چې حالــــــــــــت یې دنورو بېړیوپه پرتله دډېري ژوري اندېښنې وړدی.


دمفهوم دساده والي لپاره راځۍ وګورودیووګړي په توګــــــــــــــــــــــــــــــه زمااوستاغوښتني څه دي:


دوړخوراک،پوښاک اوڅښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاک ترڅنګ څنګ سم اوسېدنځای،وړدنده،ســـــــــــــــــــــــــالم جاپېریال،خپلواکه اوپه امن کې اوسېدنه،دروغتیا،پوهني اوروزني ،لوبواوساتېري اولېږدرالېږد وړ اوارزانه اسانتیاوي اوښایې په لسګونه نوري؛په لوړه کچــــــــــــــــــــه کې دکورنۍ،ټولني اویوه هېوادغوښتني هم له همدغه ډول څخه دي.


پیداکووني توکي خوپه ښکاره بایدوکارول شـــــــــــــي ترڅوزموږ اړتیاوي ځواب شي خو پوښتنه داده چې داپیداکوونکي توکي به څنکه ،په کومه اندازه، څه وخت اودکومي اړتیالپاره ترټولو لــمــــــړی کارول کېږي، اوورسته له کارولو به څنګه ځان ډاه کوو چې هرڅه پر سم لوري روان دي؟


دې پوښتني اوددې ډول ډېري نوري داسي پوښتني دي چې ورته ځواب یې دیوې پوهې (علم) په مرسته ویل کېږي چې دې علـــــــــــــــــــــــــــم ته اققصادیاEconomicsویل کېږي.په بله وینادیادوشــــــــــــــــــــــــویو غوښتنوسمي پوهېدااوورسره په سمه توګه دمخامتیاپوهي تــــــــــــــ-ه اقتصادویل کېږي.


هرهېوادپه ځانګړې توګه سترځواګونه په دې لټه کې دي ترڅودې پوښتنوته تر ټولووړځواب وویلای شي، په همدې موخه له صنــــــعتي انقلاب راوروسته دداسي څونظامونودجوړېدوهڅه وشـــــــــوه اوکېږي ترڅودسیال هېوادله نظام څخه څو ګامه وړاندي اوبریالی وي.لوېديځ خپلي اړتیاوي،وړتیاوي اوتشي په پام کې ونېولي اودیوه نظـــــــــــــــــام دجوړولوتکل یې وکړ چې پایله یې دنن ورځي کپیتالیزم یاپانګوال نظام دی، په همدې توګه ختیځوهېوادونوچې په سرکې یې روسیه وه هم ورته هڅه کړېده اودیوه نظام بنسټ یې جوړکړ چې نن یې دسوسیالیــــــزم په نوم یادؤ. کمونيزم ترډېره سوسیالیزم دی خوداسي یوڅوټکي شتــــه چې پربنسټ یې ورته بېل نوم کېښودل شویدی.


سوسیالیزم اوکپیټالیزم څه ډول نظامونه دي؟
ددواړوترمینځ کوم ډول توپېرونه شتون لري؟
ایابریالي دي؟
نیمګړتیاوي یې څه دي؟
ولي ورسره حساسیت شتون لري؟
موږباید په کومه سترګه ورته وګورو؟
ددې پوښتنودځوابولولپاره هیله لرم راسره و اوسئ.
نوربیا……