کور / تازه خبرونه / مشرانو جرګه: د دفاع وزير دي استعفاء وکړي

مشرانو جرګه: د دفاع وزير دي استعفاء وکړي

د افغانستان د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کي د افغانستان د ملي دفاع له وزير جنرال عبدالرحيم وردګ څخه د استعفاء غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې غړيو وويل ښه به دا وي چي جنرال وردګ په آبرومندانه توګه له خپلي استعفاء وکړي.
د مشرانو جرګې وروسته له هغه د دفاع وزير د استعفاء غوښتنه کوي چي پرون پر دې وزارت باندي د ځانمرګو له خوا ډله ايزه حمله وسوه.
مشرانو جرګې وويل هغه وزير چي د خپل وزارت د انګړ امنيت نسي ساتلاى، د افغانستان دفاع به څنګه وکړي.