کور / تازه خبرونه / لويه څارنوالي: د ټولو ولايتونو رايي له سره شمېرل کېږي

لويه څارنوالي: د ټولو ولايتونو رايي له سره شمېرل کېږي

د افغانستان لويي څارنوالۍ ويلي چي د هيواد د ډېرو ولايتونو د پارلماني انتخاباتو رايي شمېرل سوي دي او پاتي هغې به هم بيا وشمېرل سي.
د لويي څارنوالۍ وياند امان الله ايمان آزادۍ راډيو ته وويل چي په دوو اونيو کي به د کابل په ګډون د ټولو ولايتونو د رايو د بيا شمېرني چاري بشپړي سي او عدلي ارګانونه به يې په هکله فيصله وکړي.
لويه څارنوالي وايي له سره د رايو شمېرل ښايي د ولسي جرګې پر اوسني ترکيب باندي تاثير وکړي، چي له امله به يې ځيني وکيلان له ولسي جرګې و ايستل سي او ځيني نور به يې پر ځاى راسي.
لويي څارنوالۍ وروسته له هغه د پارلماني انتخاباتو د رايو بيا شمېرل پيل کړل چي معترضو کانديدانو د انتخاباتو کمېسون د رايو په شمېرلو کي په درغليو تورن کړ.