کور / تازه خبرونه / ډاکټر زلمى: پر دفاع وزارت په حمله کي امريکا او پاکستان لاس لري

ډاکټر زلمى: پر دفاع وزارت په حمله کي امريکا او پاکستان لاس لري

په مشرانو جرګه کي د زابل ولايت وکيل ډاکټر زلمى وايي پر دفاع وزارت په پرونۍ حمله کي د پاکستان آى ايس آى او امريکا لاس لري.
نوموړي وويل امريکا غواړي له دې لاري افغان امنيتي ځواکونه کمزوري وښيي او ځانته د دايمي اډو د جوړېدو پلمه پيدا کړي، ځکه يې دغه حملې ته د پاکستاني استخباراتو په مرسته لاره هواره کړه.
ډاکټر زلمي له آزادۍ راډيو سره په خبرو کي د دفاع وزير بې ګناه وباله، خو د مشرانو جرګې نورو غړيو بيا له دفاع وزير څخه د بې کفايتۍ په خاطر د استعفاء غوښتنه وکړه.