کور / تازه خبرونه / د پنځو زونونو لوبډلې پښتونخوا ته ځي

د پنځو زونونو لوبډلې پښتونخوا ته ځي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلې او د ١٩ کلنو لوبډله راتلونکې اونۍ د خيبر پښتونخوا پېښور ښار ته سفر وکړي.
دغه سفر به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اپريل په ٢٥مه چې د ثور يا غويي مياشتې له پنځمې نېټې سره سمون خوري، پيل او د راتلونکې مى مياشتې چې د ثور مياشتې ٣١مې سره سمون خوري پاى ته ورسېږي.
په دغه سفر کې د ختيځ زون د سپين غر، د شمال د آمو، د سويل د بُست ، سويل ختيځ د مسک عينک او د مرکزي زون د بند امير زون لوبډلې شاملې دي.
د زون لوبډلې او د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبډله به د پېښور ښار په ارباب نياز سټيډيوم (لوبغالي) او ددغه ښار په جمخانه لوبغالي کې خپل منځي تمرينات ، درې ورځني او يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
د يادونې وړ ده چې دغو لوبډلو سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم سفر کوي چې د زونونو په بېلا بېلو لوبډلو وېشل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وايي چې له دغه سفر او لوبو څخه موخه داده، چې نوي لوبغاړي د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره يو ځاى لوبې او تمرينات وکړي او د هغوى له تجربو څخه ګټه پورته کوي.
هغه زياتوي چې ددې سفر په پاى کې به د افغانستان کرکټ بورډ وکولى شي، چې تکړه او وړ لوبغاړي د افغانستان الف او ملي لوبډلې ته راجذب کړي.
نسيم الله دانش په پېښور کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د خپلو لوبغاړو د تشويق په موخه ددغو سياليو نندارې ته ورشي .
نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د تمريناتو ، درې ورځني او يو ورځنيو لوبو لپاره په معيار برابر لوبغالي نشته، ځکه دوى خپلې لوبډلې پېښور ته لېږي .
هغه وايي چې په هېواد کې دننه د ځينو معياري لوبغالو د جوړولو چارې روانې دي چې په روان لمريز کال کې به يې چارې پاى ته ورسېږي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي چې دغه سفر د پاکستان د کرکټ بورډ او دپېښور ښار د مسوولينو په مرسته او همکارۍ ترسره کېږي .
د نوموړي په وينا، د پېښور ښار د پوليسو مشر د افغان لوبغاړو د بشپړ امنيت او د اوسېدنې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړى دى.