کور / تازه خبرونه / پكتيا- والي د ځدران ميشتو ولسواليو ستونزي له نږدي وكتي

پكتيا- والي د ځدران ميشتو ولسواليو ستونزي له نږدي وكتي

سلاكار وزير او د پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد او ورسره پلاوي یې له ځدران ميشتو ولسواليو ليدنه وكړه

پكتيا والي د بيا رغاوني پروژته په اشاري سره وويل ډير ژر به د خوست او ګرديز سړك چاري بيا پيل شي خو دا ځل به د پخوا په څير نه وي بلكه يو با مسئوليته شركت ته به وركول كيږي

همدرد وويل سږ كال ډير ښه پروګرامونه د ځدراڼ ميشتو ولسواليو لپاره په پام كي لرو چي تاسو دري ولسواليو لپاره ۹ بابه ښوونځي ، ۸ كلنيكونه ، استينادي ديوالونه ، له موسي خيلو څخه تر مركز د شواګ ولسوالي پوري ۸ كيلومتره سړك ، له غوركۍ نه تر خدي بابا پوري ۱۵ كيلومتره سرك ، له وزي ځدراڼ نه تر لندي لاك پوري ۳۵ كيلومتره سرك ، له ګردي څيړئ څخه تر لنډي كوتل پوري ۶۰ كيلومتره سرك به انشاالله سږ كال پيلوو

همدا رنګه پكتيا والي وويل چي د ځدراڼ ميشتو ولسواليو كي چي تر دي مهاله د ملي پيوستون پروګرام نه دي پلئ شوي ډير ژر به پيل شي

ښاغلي همدرد په خپلو خبرو کې له ټولو د ځدراڼ ميشتو مشرانو څخه غوښتنه وكړه چي خپل بچيان د علم په زيور سينګار كړي

د پکتیا والي په داسې وخت کې ژمنې کوي چې ولس او د چارو کارپوهان وايي چې دولتي چارواکي هر ځل ژمنې کوي، خو د ژمنو د عملي کولو په پیل یا کلونه اوړي او یا هم بیخي نه عملي کیږي.