کور / سياسي / “درېیمه لار” که دوسطیت او اعتدال لار ؟

“درېیمه لار” که دوسطیت او اعتدال لار ؟

( وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا ) 


څه موده وړاندې مې د ” درېیمه لار ” تر سرلیک لاندې یوه لیکنه ولوستله ، چې د افغانستان د سیاسي غورځنګونو ویش پکې په لاندې ډول شوی دی :


 ” کیڼ لاسی غورځنک، لومړۍ سیاسي لاره (لومړی قوت): د افغانستان د خلکو دېموکراتیک ګوند (خلق او پرچم)، شعله جاوېد  .اسلام پالی غورځنګ، دویمه سیاسي لاره (دویم قوت) : سازمان جوانان مسلمان افغانستان (اخوانیان)                     .
ملتپالی غورځنګ، درېیمه سیاسی لاره (درېیم قوت): د افغان ملت ګوند، صدای عوام، مساوات ( او یو شمېر په اصطلاح بې پرې روښانفکران چې یا یې د ګوندي کېدلو سیاسي وړتیا او زړه نه درلود او یا ورته د درېیم قوت یا درېیمې لارې سیاسي ګوندونه وړ سیاسي سازمانونه نه ښکارېدل، خو د سیاست په ډګرکې ښکته پورته کېدل” . )


كه څه هم چې د ليكنې په لړ کې د درې واړو سیاسي قوتونو او لارو افراط او تفریط په ګوته شوی ، خو د لیکنې بڼه په دې دلالت کوی ، چې د افغانستان دسیاسي ستونزې د حل لپاره ليكوال ” درېیمه لار ” خوښوي ، اولږ تر لږه هڅه کوي چې د درېیمې لارې لارویانو ته د افغانستان په تیرو دریو دردناکو لسیزو کې څه نا څه برائت ورکړي ،او د درېیمې لارې لارویان یوې نوې سیاسي ایدیالوژۍ او نوي سیاسي ترکیب ته راوبولي ، او د یوه نوی (ملي سیاسي ګوند )جوړولو ته اړتیا ویني  .


د لیکوال د تعریف سره سم د درېیمې لارې لارویان ملي ارزښتونو ته تر خپل ادیالوژیکو او سیاسي باورنو ډیر ارزښت  قایلیږي  ، او ملي ارزښتونه ته درناوی ئې تر ټولو لوی شعار دی  ، او په دې هکله لیکوال صادق هم دی ، ځکه چې د درېیمې لارې  لارویانو د سیاسي مبارزې په لړ کې همدا شعار پورته کړی دی ، خو که د افغانستان د دریو دردناکو لسیزو پیښو ته ځغرنده نظر  وکړو ، د درېیمې لارې لارویان نه یوازې خپل شعار ته متعهد پاتې نه شول ، بلکې د لویدیځ  د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته ئې  په بربنډه توګه غاړه کیښوده ، او د لویدیځ د استعماري کړیو څخه ئې په رسمي توګه د افغانستان د سیاسي کشالې د هواریدو د پاره غوښتنه وکړه ، چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ارزښتونه نافذ کړي ،  او له هماغه مهاله په افغانستان کې  د لویدیځ په  لاس په جوړشوی حکومت کې مضمحل شول  ، آن تر دې چې په افغانستان کې د درېیمې لارې مشريزه ډله د افغانستان ملي دود او دستور ته هم درناوی نه کوي ، او په ډیر افتخار د لویدیځوالو کلچر ته متعهد شوی دي ، په رسمي مجالسو او محافلو کې د غربیانو په څیر لباسونه اغوندي  ، او ملي ارزښتونو ته ئې د درناوي شعار هم څنګ ته پریښود .


دایو منل شوی حقیقت دی ،چې په لومړي ګام کې تر هر څه وړاندې علم او فرهنګ د انساني ټولنې د  نیکمرغۍ او بدمرغۍ باعث ګرځي ، اوهمدا راز د ملتونو د لوړ او ځوړ زمینې برابروي . هر هغه ملت چې د یوه داسې علم او فرهنګ په چاپیریال کې وده وکړي او لوی شي ،چې د الهی سپیڅلې چینې څخه علم اود ژوندانه عملي تګلاره ( دوسطیت او اعتدال لار) چې د اسلامي نظام حقیقي وصف دی ، زده کړي  ، لکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند پرمهال څو محدودو کسانو الهي وحي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونه زده کوله او په فوري توګه ئې د ژوندانه په چارو کې نافذوله ، نو به هرو مرو د مادي او معنوی لحاظه یو سوکاله ، نیکمرغه ، متمدن او پرمختللی ملت وي ، څرنګه چې هغه مهال د اسلامي نظام تر سیوره لاندي مسلمان ملت تر ټولو نورو ملتونو متمدن ، پرمختللی او سوکاله ملت ؤ ، او ټولې هغه مجودې امپراتورۍ ئې نسکورې کړې ، چې دبشري غلطو نظریاتو او فلسفو پر بنسټ را منځ ته شوې وي او په ملتونو ئې حکومت کاوه .


 وسطیت د اسلامي نظام ځانګړی خصوصیت دی ، الله تعالی د بشریت دسوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د وسطیت او اعتدال لار غوره کړې ده . سره لدې چې وسطیت د اسلامي امت له نښو څخه یوه نښه ده ، خو ځینې سیاسي او مذهبي حرکتونه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره ورنه غلطه ګټه  هم پورته کوي او د وسطیت په نامه غلط ارزښتونه او افکار تبریروي ، حق پر باطل باندې پټوی او د داسې مقاصدو لپاره ئې توظیفوی ، چې ظاهر ئې دین او باطن ئې دنیا وي ، او په دې توګه وسطیت د افراط او تفریط تر منځ خپل مصداقیت له لاس ورکوي . څرنګه چې د افغانستان په دریو دردناکو لسیزو کې هم ځینو اسلامي حرکتونو او شخصیتونو په خپلو سیاسي دریځونو کې د دې لپاره چې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې مطرح وي ، د وسطیت له لارې څخه د افراط او تفریط لوری ته کاږه شول ، او په خپل سیاسي تګلاره کې ئې د وسطیت لار پریښوده او ددعوت او اصلاح جنډه ئې ټیټه کړه ،او په خپلو شخصي مصلحتونو پسې سرګردان شول .. لدې ځایه موږ په زغرده توګه ویلای شو ، چې د افغانستان او ټولې نړۍ د اسلامي او غیر اسلامي هیوادنولپاره د ( وسطیت او اعتدال لار) پکار ده ، ټولې نړۍ ته د اسلامی نظام غیږ پکار ده ، هغه لار چې د اسلام د دښمنانود ناوړه دسیسو او د ځینو بې لارو مسلمانانو د افراط او تفریط  له کبله بدنامه شوې ده ، هغه لار چې د انساني ټولنې لپاره ئې داسې بې ساره نظام جوړ کړی ؤ ، چې تاریخ اوس هم د هغه نظام په عدالت او مساوات باندې شهادت ورکوي ، دغه راز نظام ( د وسطیت او اعتدال لار ) ته ځکه تر هر بل وخته نن سخته اړتیا لیدل کیږي، ځکه چې نن ټول بشریت د استعمار د لیوان څخه بې زاره شوی او په چیغو چیغو د اسلامي نظام غوښتنه کوي ، آن تر دې چې نن د لویدیځ ځینې مفکرین او روشنفکران هم د اسلام په عدالت او وسطیت باندې اعتراف کوي ، نن د لویدیځ مشهور لیکوالان تر دې سرلیک لاندې لیکي : (د اخوانیانو څخه مه ډاریږي ) .


وسطیت د دوه متضادو اړخونو د منځ په مفهوم  هم نه دی ، بلکې د اعتدال او توازن مفهوم پکې نغښتی دی ، دانساني ټولنې  په هر ډول دنیاوی چاروکې اعتدال او توازن ساتل ، که هغه د دین معامله وي او که د دولت ، که هغه د سیاست معامله وي او که د اقتصاد ، که هغه د قانون مساله وي او که کومه ټولنیزه مساله ، یعنی په ټولودیني او دنیوی چارو کې په اعتدال او وسطیت باندې تکیه کول د اسلامي نظام له خصوصیتونو څخه یو خصوصیت دی .  


که له حقیقت څخه سترګې پټې نه کړو ،د اسلامي خلافت له  ړنګیدو نه راپدیخواه ، کومه بدمرغي او تباهي چې نن د نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې ګڼ شمیر ملتونه ورسره لاس ګریوان شوي دي ، که هغه مسلمان ملتونه دي او که نا مسلمان ملتونه ، که هغه مترقي او متمدن ملتونه دي او که وروسته پاتې او بې وزله ملتونه ، که هغه شتمن ملتونه دي او که بې وسه نا داره ملتونه .. ډیره لویه او خطرناکه بدمرغي او تباهي ده ، دغه تباهي نن ټول بشریت تهدیدوي ، او داسې ښکاري چې بشریت ئې د تباهي دکندې غاړې ته رسولی وي .


د دغې بدمرغۍ او تباهۍ سره د نړۍ ملتونه ځکه لاس ګیروان شوي دي ، چې له یوې اوږدې مودې څخه په دغه ملتونو باندې داسې فرهنګ او تمدن مسلط دی ،او ورباندې حکومت کوي ، چې یوازې د مادیت په چاپیریال کې ئې وده کړې او لوی شوی دی . د دغه فرهنګ او تمدن ټول نظریات او عملي تګلارې دبشري قوانینو په غلطو ارزښتونو او اصولو باندې ولاړې دي ، او د الهي قوانینو سره هیڅ راز تړاو نه لري . د دغه فرهنګ او تمدن فلسفه ، علوم ، اخلاق ، اقتصاد ، سیاست ، قانون ، ټول له غلط مصدر څخه سرچینه اخلي ، او هغه چارې چې د ټولنې په جوړښت او تشکل کې اغزمنې وي ،ئې  د بې لارۍ لوری ته روانې کړې دي  . دغه تمدن او فرهنګ په یوه داسې چاپیریال کې وده کړې ده ، چې د تاریخ په اوږدو کې دالهی سپیڅلې چینې څخه محروم پاتې شوی چاپیریال دی ، او یوازې ئې د مادیت په اصولو او ارزښتونوباندې تکیه کړې ده  .


نو ځکه نن افغانستان ته او د ټولې نړۍ اسلامي او غیر اسلامي هیوادنو ته د ( وسطیت او اعتدال لار) پکار ده ، ټولې نړۍ ته د اسلامی نظام غیږ پکار ده ، هغه لار ورته پکار ده چې د اسلام د دښمنانود ناوړه دسیسو او د ځینو بې لارو مسلمانانو د افراط او تفریط  له کبله بدنامه شوې ده ، هغه لار ورته پکار ده ، چې د انساني ټولنې لپاره ئې داسې بې ساره نظام جوړ کړی ؤ ، چې تاریخ اوس هم د هغه نظام په عدالت او مساوات باندې شهادت ورکوي ، دغه راز نظام ( د وسطیت او اعتدال لار ) ته نن  تر هر بل وخته سخته اړتیا لیدل کیږي،ځکه چې نور بې وزله ملتونه د استعمار له جبر او ظلم څخه بې زاره شوي دي ، او لدغه جبر او ظلم څخه د ژغورلو لپاره تر وسطیت او اعتدال بله ښه او غوره لاره نشته . 


والله الموفق .