کور / هراړخیز / معیار

معیار

شپه ناوخته وه، غوښتل مې ویده شم، تلویزیون د کتو څه نه لرل. د وروستي ځل لپاره مې د ریموټ کنترول تڼۍ یو په بل پسې کیکاږلې، کانالونه سر په سر واوښتل، یو اشنا تصویر ښکاره شو، ریموټ مې په میز کیښود. خپرونه سهارنی وه، اوس تکرار خپریده، خو ورسره لیکل شوي نه وه. نطاق څرګند شو، په شعر يې پیل کړه، خوند يې راکړ، ويې ویل:


– نن په خپرونه کې داسې میلمه لرو چې تاسو ټول يې پېژنی، ټول عمر يې د هېواد مطبوعاتو ته خدمت کړی، د افغانستان راډیو او بیا ورپسي تلویزیون يي د سترګو په وړاندي زیږدلي دي. د ژوند څلويښت کاله يې په دي لار کې عبس کړي. نوم يې نه اخلم، تاسو يې خپله پیژنی، هر چاچې وویل، جایزه لرې.


میلمه په پرده څرګند شو، پیژندل شوې څیره و. د تلفون زنګ راغی، د میلمه نوم يې واخست، د جایزې مستحق وګڼل شو، تیلفون بند شو، ونه ویل شول چې جایزه به له کومه اوکله تر لاسه کوي؟ میلمه مننه وکړه، لیدونکو ته يې خپلې لومړنی خبرې وکړي.


بیا زنګ وشرنګید، نطاق غوږۍ پورته کړه. مخاطب لورې میلمه او کوربه دواړه وستایل، شته دندې يې د دوی له استعداده کمې وګڼلې. اړوند وزارت يې ګرم کړ، د استعدادنو وژونکی يي وباله. تیلفون بند شو، نطاق غوږۍ کیښوده، مننه یې وکړه، میلمه يې وپوښت:


– د اوسنیو صوتي او انځویزو رسنیو په هکله څه وایاست؟


ملیمه اوږد اسویلی وویست، وې ویل:


– تلویزیونونه ډیر دي، خپرونې پریمانه، خو معیار نشته. نطاقان مطالعه نکوي، پوهه نلري، کنترول نشته. خط له مخې نشي لوستی، د وطن په جغرافیه ندي خبر، په خبرونو کې غورولايت ته (غؤر) وايي. دا په نطاقې کې کفر دی. ادبې خپرونې يې ناقصې دي، شعرونه غلط لولې……..


نطاق خپل ګنجی سر د تائد په علامه وخوراوه، پوښتنه يي وکړه:


– ښه نطاق باید څه ځانګرنې ولري؟


میلمه د چایو پیاله پورته کړه، ويې ویل:


– ښه اواز، فصیح غږیدل او روان لوستل. سواد باید ولرې.


چایو نه يې غړپ تیر کړ.


میلمه او ګوربه یو شی مشترک لرل، په سر ختلې سپوږمۍ. نطاق پوښتنه وکړه:


– رابه شو ظاهري جوړخت ته، قواره په نطاقې کې رول لري؟ مثلآ: د پوستکې رنګ، ډنګر یا چاغتوب او یا هم د سر ویښتان؟


میلمه د خبري په رمز پوه شو، د چایو پیاله يې په میز کېښوده، د واره يې وویل:


– نه – نه، قواره اصلآ مهمه نده، تاسو وګورئ، زه مثال درکوم، د دنیا له ټولو بد رنګ نطاقان  سي-ان-ان سره دي، له هغو بدرنګ په بې بې سې کې کار کوي، ځینې خو يې داسي تور او بد رنګ دي چې ډوډی ورسره نه خوړل کیږي، خو ډير ښه نطاقان دي.


دې خبرو نطاق ته خوند ورکړ،خوله يې له خوشحالي ویړه شوه. د خپرونې د پای شیبې شوې، نطاق له میلمه مننه وکړه، د وروستي پیغام يې ورته وویل. ملیمه ځان راټول کړ، کمرې ته يې مخامخ وکتل، داسې لکه ماته چې سترګو کې ګورې، ویې ویل:


– څه خاص پیغام نه لرم، دومره وایم چې خدای دي زمونږ وطن ارام کړې، سوله دې خدای راولې، چې خلک ارام ژوند وکړي. جنګونه ختم شي، نفرت ختم شي او …….


نطاق يې خبر کې ورولوید،


– امین، په همدې هکله شاعر څه ښه ویلي:


دا کم خو زمونږ ژوند د محبت لپاره هم دی


نفرت ته یم حیران چې‎ وزګاریږي خلک څنګه


لفظونه اشنا ښکاره شول، چیرته مې اوریدلي وه. په ذهین مې فشار راوړ. یو غږ مې ترغوږ شو، فرهاد دریا و، ویل يې:


دا ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی


حیران يم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه؟


میلمه ریښتیا ویل، معیار نشته،  کنترول نشته.
پای