کور / سياسي / د « ژړ خطر» پوتنشیال او د« سپین خطر» واقعیت( لومړۍ برخه)

د « ژړ خطر» پوتنشیال او د« سپین خطر» واقعیت( لومړۍ برخه)

    يوه ورځ په ازاد دایره المعارف کی د یوی ځانګړی موضوع پخاطر سرګردانه ګرځیدم چی سترګی می د « ژړ خطر » پر سرلیک ولګیدی . زه چی له ډیر وخت راهیسی ددغی خبری په فکر کی وم ، نو می هغه پرانیست او دچا خبره یو ځل پری تیر شوم . امریکا او د لویدیز ځینی هیوادونه چی په راتلونکی کی ددی خطر نه ډار لری، سر د اوس نه یی د بباوو په توګه خلګو ته ور پیژنی نو هغه ( سپین خطر ) چی همدا ګړی ددوی په مټ روان دی ، هم پکار ده چی پام ورته واړول شی . په هر حال ، ددغی سرچینی نه می لاندی کرښی سره را غونډی کړی اود خپل نظر په پام کی نیولو سره یی چی دامهال ورځ تر بلی ګرمیدونکی موضوع ده ، تر لوستونکو پوری یی رسوم :


         « ژړ خطر » دا هغه اصطلاح ده چی داسیایی د مخ پر چټکی ودی او لسونو لخوا یی لودیز د ځان دپاره د خطر د پوتنشیال په توګه یادوی . دا اصطلاح دلومړی ځل دپاره د ( پول لیرویا بولی ) پنامه یوه فرانسوی ژورنالیست لخوا په نونسمه پیړۍ کی وکارول شوه اود « ویښ شوی ختیز » تر نامه لاندی یی په یوی لیکنی کی یاددونه تری کړی ده چی هلته یی په ځانګړی توګه دچین او جاپان هیوادونو ته ګوته نیولی ده . دغه په فرانسه را زیږیدلی اصطلاح ده چی وروسته یی و نورو امپریالیستی او پرمخ تللو هیوادونو ته لکه جرمنی ، د برټانیی امپراتوری ، امریکا او نورو ته چی په ختیز کی یی  راز راز ټاکلی ګټی درلودی ، لاره وموند . په وروسته کی د جرمنی امپراتور (  دویم ویلهیم   ) دا اصطلاح خورا زیاته کاروله او دده له برکته یی په اروپاکی وټولنیز- سیاسی قاموس ته ورننوته .


  دامهال نوموړی اصطلاح یواربیا د « اسیایی پړانګانو » په شکل د چین اولسی جمهوریت د بیساری چټکی ودی سره سر راپورته کړی دی ، خو زما په اند یی داځل توپیر پدی کی دی چی هغه وخت یوازی  لودیز دخطر ددغه پوتنشیال نه سر ټکاوه ، ولی اوس روسیه هم چی وروسته به یی یادوونه وشی د ظاهری دوستۍ سره سره تری نه تر ټولو په ډار کی ده او زه فکر کوم ښایی په لیرلید کی همدغه خبره ددی لامل شی چی روسیه به دچین له ډاره ځان د امریکا او لودیز غیږی ته واچوی .


       د چینایانو کډوالی تر ډیره وخته یوازی د امریکا په هاوایی ایالت چیری چی  اسیایی وګړی دریمه برخه جوړوی او کالیفورنیا کی چی اسیایان  ۲،۵ ٪ دی محدوده وه . په امریکا کی ډیرۍ چینایان ، جاپانیان او کوریایان  په دودیز ډول د چایناټاوون پنامه په تړلو ګیتو سیموکی ژوند کاوه چی په حقیقت کی دنژادی توپیر ښی بیلګی وی او ډیر وختونه نوموړی کسان د « سپینو امریکایانو » لخوا په ډله ایزه توګه وژل کیدل . د برټانیا په ډیرو مستعمره هیوادونو کی لکه کاناډا او استرالیا کی د ۱۹ پیړی تر نیمایی پوری دغه ته ورته حالت روان وو .


        جاپانی خطر ( ۱۹۷۰ ـ ۱۹۸۰ اتیایم کلونه )  :


  د تیری شلمی پیړۍ په اویایمو او اتیایمو کلونو کی د جاپان چټکی تخنالوژیکی او مالی پرمختیا لودیز اقتصاد پوهان و دی اړ ایستل چی د جاپانی  خطر اصطلاح رامنځته کړی . مګر د ۱۹۹۰ کلونو را پدیخوا په نړیوال اقتصادی ډګر کی د چین د رامخته کیدو سره سم جاپان دخپل اقتصادی موقف دلاسه ورکولو سره مخامخ شو او ورسره جوخت یی د خطر ډار هم مخ پر کمزوری کیدو شو .


  ننۍ ډار – چینایی خطر :


 چینایی خطر (  China threat  یا   Chinese danger) اویا هم ژړ خطر ( Yellow Peril ) – دا دهغو منفی پایلو ګډه مانا ده چی دشلمی پیړی په پای او یوویشتمی پیړی په پیل کی دنړۍ بیلابیل هیوادونه ځانونه د چین د بیساری چټکی اقتصادی او تخنالوژیکی ودی لخوا په خطر کی وینی  . زما په نظر دا ډار دهغی مقولی عملی پایله ده چی ( سیاست د اقتصاد شیره اوزبیښلې بڼه ) بولی .                                                                                                                                           


       د چین د زیاتیدونکی رول زڼۍ  هغه ریفورمونه ول چی د ۱۹۷۰ کلونو په پای او د ۱۹۸۰ کلونو په پیل کی د دیان شاوپن لخوا منځته راغلل . ددی ریفورمونو له مخی خصوصی ملکیت ته اجازه ورکړل شوه او دچین سرحدونه پرانیستل شول . ددی سره سم په خارجی سیاست کی هم داسی  بدلون راغی چی دنوموړی اقتصادی سیاست ټینګ ملاتړ یی کاوه . په لومړی سر کی دچین وده دنورو هیوادونو دپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کیده ، ځکه چی ددی لاری ارزانه مال ترلاسه کیدی او دچین وبازارته دنورو پرمختللو هیوادونو لاسرسۍ پیدا شو . خو داچی ګټه هیڅکله هم وړیا نه ترلاسه کیږی نو ډیر ژر ددی ګټو دسکی بل مخ را څرګند شو . ان په ۱۹۹۰ –یمو کلونو کی ځینو څیړونکو په بیلابیلو برخو کی د چین د ګټو څخه و رانژدی کیدونکی خطر ته پام واړاوه .


       د چینایی خطر لاملونه :


  امریکا او دنړۍ نور صنعتی او پرمختللی هیوادونه په بیلابیلو برخو کی دچین نه دخطر څخه په ډار کی دی چی زما په اند ددغو ټولو خطرونو ریښی د چین د اقتصادی ودی نه اوبه اخلی . ددی خطر اساسی لاملونه په لاندی ډول یادوی :


   ۱ – اقتصادی خطر :  همدغه خطر زه دنورو ټولو هغو خطرونو چی امریکا او لویدیز ورنه ډاریږی ، مور ګڼم . 


  د ۱۹۸۰ – یمو کلونو له پیل نه دچین اقتصاد په نړیواله توګه بیسارۍ  پرمختګ وښود چی کلنۍ جګوالی یی تر ۱۰٪ پوری ورسید . دی چټکی ودی په ۲۰۱۰ کال کی چین د اقتصادی وړتیا له مخی د نړۍ دویم هیواد وګرځاوه . ددغه جګوالی لاملونه بیا د چین پراخ دموګرافیک امکانات ، کلتوری ځانګړتیاوی چی د زده کړی اوزیار دود ورسره وو  یادولای شو . داسی فکتورونه هم دیادوونی وړ دی چی ځینی لویدیز څیړونکی یی بی انصافه رقابت بولی  ، لکه :


 الف –  د اقتصاد ملاتړ کوونکی دولتی سیاست : چین د نړیوالی ازادی سوداګری د امکاناتو څخه په خارج کی د خپلو تولیداتو په مټ د بازار داشغال په موخه فعال کار اخلی چی ورسره سم په خپل داخلی بازار کی په بیلابیلو ډولونو د خارجی تولیداتو او احتمالی رقیبانو د راتلو مخه نیسی .


  ب –  اسعاری سیاست : چینی دولت د لسګونو  کلونو په اوږدوکی دخپلو پیسو – یوهان ارزښت ډیر ټیټ ساتلی چی داکار دچینایی مالونو دصادراتو په زیاتیدو کی مرسته کوی . د ډیرو سوداګری انډیوالانو د وار وار غوښتنی سره سره دوی دخپلو پیسو د ارزښت ولوړولو ته پام ندی اړولی .


 ج – دمعنوی او فکری ملکییتونو غلاکول : چین پدی تورن دی چی د نورو هیوادونو د پوهی لاسته راوړنی او اختراعاتو څخه غیرقانونی ګټه پورته کوی .


 د – پر زیرمو باندی کنترول لګول .                                                                                                    ه – د پرمختللو هیوادونوټولنیز اقتصادی بازار تهدیدول .


 ز – مالی پوتنشیال او د طلایی اسعار زیرمه کول : د ۲۰۱۰ کال تر جون میاشتی پوری دچین دطلایی اسعارو زیرمه ۲،۴۵ تریلیون امریکایی ډالرو ته ورسیده چی له برکته یی کولای شی د نورو هیوادو په وړاندی ورنه دتهدید په توګه کار واخلی .


         ۲ – د جنګی وړتیاوو لوړول :  چین همدا اوس په نړۍ کی ترټولو ستر اردو لری چی ۲،۵ میلیون تنه هلته په بالفعل خدمت بوخت او نژدی یو میلیون نفر هم په ریزرف کی لری . چین همدارنګه په پرله پسی ډول  خپل اردو موډرنیزه کوی . چین سره لدی چی دخپلو ګاونډی هیوادونو سره بی شمیره سرحدی جنجالونه لری خوبیا یی هم مستقیمی شخړی ته لاس ندی اچولی ، مګر په ۱۹۹۰ – ۲۰۰۰ کلونو کی یی څو ځلی خپلی سرحدی دعوی دسیاسی لارو څخه مطرح کړیدی . د یادونی وړ ده چی په نژدی راتلونکی کی دچین لخوا څخه دعملی جنګی خطر وړاند وینه نه کیږی . داځکه چی چینایی واکداران اوس له هر څه نه زیات خپل دهیواد اقتصادی پیاوړتیا ته ډیره پاملرنه کوی او غواړی چی د اقتصادی متودونو په مټ نړیواله هژمونی تر لاسه کړی .


           ۳ – دموګرافیکی پرمختیا : د ۱،۳ میلیارد تنو وګړو په درلودلو سره چین دنړۍ تر ټولو ګڼ شمیره نفوس والا هیواد دی . د وګړو دکمولو هغه سیاست چی یوی کورنی ته یوازی دیوه ماشوم دزیږولو حق ورکوی ، په ۱۹۸۰ – ۱۹۹۰ کلونو کی یی وکړای شول چی تر یوی ټاکلی کچی د وګړو دجګوالی چټکتیا را ټیټه کړی ، مګر د۲۰۰۰ کال را پدی خوا دا سیاست په ډیر جدیت سره نه تعقیب کیږی چی دا کار ددی لامل شوی څو د وګړو دزیاتیدو چټکوالی بیا لوړ ولاړ سی . دچین په دننه کی د وګړو دا ډول ډیروالی خلګ اړباسی چی دچین نه و نورو هیوادونو ته کډه وکړی . دغه کډوالی هم پخپله یو ډول خطرونه رازیږولای شی ، دبیلګی په توګه په اندونیزیا ، مالیزیا ، استرالیا او نورو ځایونو کی ددغو چینایی کډوالانو پربنسټ چینایی ضد شخړی را پیدا شویدی . په چین کی کور دننه چینایان دهغه هیواد غیر چینایی اولسونه چی دچین لخوا تر اشغال دمخه یی خپل مستقل حکومتونه درلودل ، یو په بل پسی اسیمیلیشن کوی یا په بله خبره په ځان کی یی حل کوی ، مثلا د تبت ، یوګور ، ارومچی او نورو قومونو وګړی .


        د بشر دحقوقو څخه تیرۍ :  


امریکا ،  لویدز او دبشر دحقونو ځینی نړیوال سازمانونه  د چین دولت پدی تورن کوی چی پخپل هیواد کی دبشر دحقونو څخه سر رغړوی . هر کال د څو زرو تنو اعدامول  ، دځینو سیاسی ازادیو محدودیت  او داسی نور که څه هم دچین داخلی خبره ده ، خو امریکا او لودیز یی هغه  څه بولی چی دبشر دحقونو تر پښو لاندی  کول دی . دوی وایی چی دا ډول قوانین کیدلای شی ددی لامل شی چی خارحیان  هم په چین کی د ورته جرم پر وخت  په اعدام محکوم شی . 


په ۲۰۱۰ کال کی کله چی دبشر دحقونو یوه مبارز چینایی لیو سیاو بو  ته دنوبل جایزه ورکول کیده ، دچین لخوا څخه بایکوټ لودیروالو او امریکا په کلکه وغانده او دنړۍ میډیا ډیر پری مصروفه شوه . د چین دفشار له مخی دا کار د روسیی په ګډون د  ۱۷ نورو هیوادو لخوا هم بایکوټ شو چی لودیزوالو ته په زړه پوری خبره نه وه.


د لومړۍ برخی پای
نوربیا