کور / تازه خبرونه / د خوست والي ته ستاينليک ورکړل سو

د خوست والي ته ستاينليک ورکړل سو

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ستري محکمې د رئيس له خوا په يوه ستاينليک ووياړل سو.
د خوست له ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د افغانستان د ستري محکمې رئيس (قاضي القضات) پوهاند عبدالسلام عظيمي ځکه د خوست والي ته دغه ستاينليک ورلېږلى چي په دې ولايت کي يې د عدلي او قضايي ارګانونو سره د ځانګړي علاقمندۍ له مخي همکاري کړې ده.
خبرپاڼه وايي دغه ستاينليک د ثور پر شپږمه نېټه په د خاصو مراسمو په ترڅ کي ښاغلي نعيمي ته وسپارل سو.