کور / تازه خبرونه / پکتيکا: ځانمرګي بريد ملکي کسان وژلي

پکتيکا: ځانمرګي بريد ملکي کسان وژلي

د پکتيکا ولايتي مقامات وايي د برمل ولسوالۍ په بازار کي يو ځانمرګى بريد سوى چي له امله يې درې تنه ولسي کسان مړه او يوولس ټپيان سوي دي.
چارواکي وايي ځانمرګي ځان په بازار کي چاودلى او ټول قربانيان يې ولسي وګړي دي.
دغه حمله پر داسي مهال کېږي چي طالبانو سر له نن څخه د نن بدر په نوم د عملياتو د شروع خبر ورکړى، ناټو د طالبانو تبليغاتي جنګ بللى، خو افغان حکومت وايي دوى هم د عملياتو مخنيوي ته لازم تدابير سنجولي دي.