کور / تازه خبرونه / وحيد عمر: د بن لادن د مړيني خبر څېړو

وحيد عمر: د بن لادن د مړيني خبر څېړو

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر خبريالانو ته ويلي چي افغان حکومت د دې خبر د جزياتو پر څېړلو کار کوي او وروسته به په دې باب خپل دريځ څرګند کړي.
وحيد عمر د آزادۍ راډيو ته ويلي چي ممکن ولسمشر کرزى خپله په دې باب يوه خبري کنفرانس ته وينا وکړي.
د امريکا ولسمشر باراک اوباما د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د مړيني خبر رسماً تايېد کړى.
بايد وويل سي چي د افغانستان ولسمشر حامدکرزي څو ځله ويلي چي وو چي د القاعدې مشران په افغانستان کي نه ، بلکي په پاکستان کي دي.