کور / تازه خبرونه / د بن لادن د مړيني په باب د نړۍ د سياستوالو نظريات

د بن لادن د مړيني په باب د نړۍ د سياستوالو نظريات

وروسته له هغه چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اوسامه بن لادن د مړيني خبر اعلان کړ، د نړۍ د ټولو مطبوعاتو پام دې موضوع ته راواووښت.
د انګلستان صدراعظم وويل د بن لادن مړينه به په ټوله نړۍ کي نېکمرغي راوړي.
د امريکا پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش وويل د بن لادن په مړينه د محکمې د عدل او انصاف پرېکړه عملي سوه.
د امريکا پخواني ولسمشر بيل کلنټن وويل د بن لادن مړينه ټولي نړۍ ته د سولي او امن پيغام ورکوي.