کور / تازه خبرونه / کندهار: د شپږمي ناحيې ملک ووژل سو

کندهار: د شپږمي ناحيې ملک ووژل سو

د کندهار د امنيت آمر فضل احمد شيرزاد وايي وسله والو طالبانو د محمدسرور په نوم د شپږمي ناحيې ملک وژلى دئ.
نوموړي خبريالانو ته وويل چي وسله وال طالبان نن سهار په دې پلمه ورغلي وو چي د تذکرې دپاره د ملک امضاء ترلاسه کړي.
وسله والو طالبانو هم د ملک محمدسرور وژل تايېد کړي او وايي هغه يې د بدر د عملياتو په ترڅ کي وژلى دئ.
محمدسرور چي د خاله په زوى مشهور وو، د تنظيمي جنګو پر مهال د استاد سياف په ګوند پوري اړوند د قومندان عبدالحليم د يوه ګروپ قومندان وو.
نوموړي د ٢٠٠٥ کال په پارلماني انتخاباتو کي له کندهاره ولسي جرګې ته ځان کانديد کړى وو.