کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د بن لادن تر مړيني وروسته امنيتي تدابير سخت سوي

پښتونخوا: د بن لادن تر مړيني وروسته امنيتي تدابير سخت سوي

د پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کي د پوليسو تګ راتګ ډېر سوى او ځاى ځاى د شکمنو کسانو تلاښۍ هم شروع سوي دي.
د پېښور د پوليسو يوه چارواکي اعجاز خان د جيو ټلوېزون ته وويل چي امنيتي تدابير يې سخت کړي، د دولتي ودانيو او پوځي چوڼۍ پر شاوخوا يې څارنه په دې خاطر ډېره کړې، چي د احتمالي حملو مخنيوى وکړي.