کور / تازه خبرونه / هندوستان: ايالتي وزير له الوتکي سره ورک دئ

هندوستان: ايالتي وزير له الوتکي سره ورک دئ

د هندوستان د ارون آنچل پردېش ايالت وزيراعلى دورجي کهاندو له خپلو څلورو ملګرو سره د شنبې د ورځي راهيسي ورک دئ.
د ارون آنچل پردېش مقامات وايي وزيراعلى د شنبې په ورځ سهار لس بجې له توانګ څخه په څرخکه الوتکه کي سپور سو او بايد يونيم ساعت وروسته ايټانګر ته رسېدلى واى، خو شل دقيقې وروسته يې الوتکه د هوا د خرابوالي له امله له رادار څخه ورکه سوه.
د ارون آنچل پردېش ايالت والي جي جي سنګ په لومړۍ ورځ وويل چي وزيراعلى او ملګري يې د بوتان هيواد په يوه خوندي سيمه کي کښته سوي دي، خو وروسته چي د بوتان حکومت دغه خبر رد کړ، والي هم پر خپلو خبرو پښېمانه سو.
د هندوستان حکومت وايي د سټلايټ په ذريعه يې د وزيراعلى د څرخکي لټون پيل کړى دئ.