کور / هراړخیز / موږ، سوسیلیزم او کپیتلیزم/دوهمه برخه

موږ، سوسیلیزم او کپیتلیزم/دوهمه برخه

ددې لړۍ تېره برخه پر دې پته ولولی http://larawbar.com/details.php?id=25973


په تېرو خبرو کې کپیتلیزم او سوسیلیزم ته ما د اقتصادي تیوریو نوم ورکړ او سیاسي هغه مې ځینې ایسته کړ؛ لامل یې دا دی چې، کله چې زه د اقصادي تیوري نوم اخلم، موخه مې ورڅخه د یو داسي سیستم یادول دي چې هغه د ژوند ډول او غوښتنو ته د ځواب لپاره رامینځته شوی وي، کېدای شې زه ورته اقتصادي تیوري ووایم او یو بل ورته سیاسي، خو حقیقت دادی چې ، که یې سیاسي وبولې که اقتصادي نظام، خو تشریح به یې بیا هم په یو ډول ټکو کې کوې؛ خو د اقتصادې تیوري نوم ورکول، کره دی.
۱) کپیتلیزم:
………………………………………


کپیتلیزم یا پانګوال نظام، نن ورځ د بل هر نظام په پرتله ډېر دود نظام دی. د پانګوال نظام له مخې، پیداکوونکي توکي(ځمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه اوترلاندي زېرمي یې،پانګه،کارګراوماشینونه) شخصي مال شمېرل کېږي. په دې نظام کې، هم د تولید توکي د خلکو مال شمېرل کېږی او هم ورڅخه ګټه وټه بېرته ددوی ترمینځ وېشله کېږي. په دې نظام کې، د ټولنې د رفا لپاره، د تولید توکي او د کار څرنګوالی یې او ورڅخه ترلاسه شوې ګټه، ټول د خلکو، کمپنیو او شرکتونو مال دی. دولت اړ نه دی چې د یوه پروګرام او یا یوې کړنلارې له مخي دا هرڅه کنترول کړي . ددې نظام لوی توپیر له سوسیلیزم سره دادی چې، په سوسیلیزم کې د تولید بنسټیز توکي د دولت له خوا اداره کېږي او ورڅخه راپیدا شوې ګټه هم باید د خلکو ترمینځ د یوه میکانیزم له مخې داسې ووېشله شي چې شتمني د څو خلکو له لاسونو ووزي او په خلکو په مساوي توګه ووېشله شي.
راځئ ددې نظام د ځانګړتیاؤ په کتلو سره ددې نظام په ماهیت لا ښه وپوهېږو:
مهمي ځانګړتیاوي:
……………………………..
ــــ په سوداګریزو او پانګیزو چارو کې د دولت نه مداخله
ــــ د عرضې او تقاضا طبیعې قاونون
ــــ ګټه؛ اساسي محرک
ــــ پانګواله سیالي
ــــ شخصي ملکیت
ــــ نه مساوات
ــــ بې روزګاري
ــــ د نرخونو ټاکل
لومړۍ ځانګړتیاــ په سوداګریزو او پانګیزو چارو کې د دولت نه مداخله:


په پانګوال نظام کې، دولت په سوداګریزو چارو کې لاسوهنه نه کوي، د خلکو، کمپنیو او شرکتونو پانګونې، د پانګونې ساحې، سوداګریزي چاري او نور هرڅه د خلکو په خپله خوښه ترسره کېږي. په سوچه پانګوال نظام کې خلک ددې حق لري چې خپله پانګه په خپله خوښه، هرچېري چې وغواړي، ولګوي. سوچه پانګوال نظام، د دولت د هرراز مداخلې مخالفت کړی دی. هېره باید نه شي چې نن ورځ سوچه پانګوال نظام شتون نه لري، د نړۍ د هر هېواد اقتصادي نظام د سوسیلیزم او کپیتلیزم ګډ رنګ خپل کړی دی. ځکه خو نن ورځ هیڅ داسي هېواد نه شته چې د سوداګریو چارو لپاره قانون او رولونه ونه لري، دولتونه هم وخت په وخت په سوداګریزو چارو کې لاسوهنه کوي، قانونونه جوړوي، کنترولوي یې او ترڅارنې لاندي یې نیسي. خو ددې ټولو خبرو سره سره، په لویدیځ پانګوال نظام کې، سوداګریزو چارو ته ډېره ازادی شتون لري، ددولت مداخله په نادرو حالاتو کې لیدله کېږي.


دوهمه ځانګړتیاــ د عرضې او تقاضا طبیعي قاونون:


عرضې او تقاضا ته د ازاد بازار د ځواکونو نوم ورکول کېږي، دا هغه ځواکونه دي چې له امله یې د بازار په چلند کې انډول رامینځته کېږي. پانګوال نظام دا قانون د یوه اصل په توګه منلی دی. تر دې نظام لاندي، د بازار ستونزو ته ځواب ویل ددې طبیعي قانون طبیعي چلند ته پاتي کېږي.
د بیلګي په توګه: فرض کړئ، افغانستان کې سږ کال د غنمو کمښت محسوس شو، غنم ډېر قېمته شول خو بازار ورڅخه بیاهم خالي ؤ. دې ستونزې ته د حل په توګه داقانون اسانه حل راوباسي: دا چې کرونده ګرو د مارکیټ شتون محسوس کړ نو راتلونکی کال به، مثلا، د وریجو په ځای ډېری خلک غنم وکري او په دې توګه به د عرضې او تقاضا ترمینځ انډول رامینځته او د بازار ستونزه به حله شي. دا بېلګه خو په کرکېلي کې وه چې یو کال وروسته ورته حل راوزي، خو په صنعتي چارو کې، د توکو د عرضې او تقاضا ترمینځ انډول په ورځنۍ توګه او ډېر ګړندی د سوداګرو او پانګوالوپه لاس ځواب کېږي او ستونزي حل کېږي.
دریمه ځاګړتیاــ ګټه؛ اساسي محرک:


د هېواد پرمختګ او د خلکو هوسایۍ د رامینځته کول لوی محرک ځاني ګټه شمېرل شوې ده. که هرڅوک د خپلې ګټي لپاره هلي ځلي وکړي او خلک ازاد پرېښودل شي چې د سوداګریزو چارو له لاري چې څومره هم کولی شي ګټه لاسته راوړي نو، د ټولي ټولني په کچه به د خلکو عاید لوړ لاړ شي ا و د ټولني په هره برخه کې به پرختګ رامینځته شي. د کپتیلیزم لاره تلونکي استدلال کوي چې، کله چې د خلکو ګټه ورڅخه وانه خیستل شي او پرېښودل شي خپله ګټه وکړي نو ددوی فعالیت ډېر ګړندی او موثر وي، ځکه چې دوی خپله ګټه په نظر کې نیولې وي او خواري ډېره کوي. برعکس؛ که چېري دوی کنترول کړل شي او دوی وپوهېږي چې که ګټه وکړم هم نو زما به نه وي، نیمه به یې په بله خوا ځي او یو بل داسې چاته به ځي چې هیڅ خواري یې نه ده کړې؛ بیا نو دوی هغومره هڅاند او راستکار نه وي او نه په شوق کار کوي، فعالیت یې کمېږي او د هېواد په کچه د پرمختګ په اندازه کي کمی مینځ ته راځي.
څلورمه ځانګړتیاــ پانګواله سیالي:
کپیتلیزم خلک ازاد پرېږدي او په بازار کې په سوداګریزو، وټه ییزو او پانګیزو چارو کې د سیالۍ رامینځته کولو ته لار برابروي. ددې کار په کولو سره به خلک وهڅېږي چې یو له بل سره د سیالۍ له لاري خپل کاروبار ورغوي . د سیالۍ په رامینځته کولو سره ویل کېږي چې هرڅوک به د خپل کار اندازه د څومره والي او څرنګوالي له مخي ورځ تر بلي ښه کړې او په لوړکچ کې به د هېواد پرمختګ ته لاره هواري کړي.
پنځمه ځانګړتیاــ شخصي ملکیت:
ملکیت او د تولید توکي د خلکو خپل مال دی؛ د کپیتلیزم اصولو په اساس خلک حق لري چې خپل توکي په خپله خوښه وکاروي او ګټه یې هم خپلو جیبونو ته واچوي.
شپږمه ځانګړتیاــ نه مساوات:
په کپتیلیزم کې د خلکو مساوات ته حکومت پړ نه دی. په دې نظام کې کېدای شي چې د ټولني لیږ وګړي د ټولني ډېره څه په لاس کې ولري. سره له دې چې د کپيتلیزم غندونکي وایې چې دا نظام عدالت او د خلکو مساوات له پامه غورځوي؛ خو ددې نظام پلویان بیا استدالال وړاندي کوي، وایې چې نه مساوات دې ته لاره پرانیزي چې خلک یو له بل سره سیالي وکړي او د مال د لاسته راوړلو لپاره په وټه ییزو او سوداګریزو چارو کې ډېر ګډون وکړي او په ټولیزه کچه ټولنیز پرمختګ ته لاره هواره کړي. سوسیلیزم بیا ددې نظام په خلاف، مساوات تل په نظر کې نیسې، خو غندونکي وایې چې، کله دولت په لوی لاس مساوات ته کار وکړي، نو خلک به تمبل شي او فعالیت به کم شي او د پرختګ کچه به خپل په خپله کمه شي. دوی وایې چې؛ د مساوات په لوی لاس راوستل له خواري کښو سره بې عدالتي ده.
اوومه ځانګړتیاــ بې روزګاري:
د کپلتیست اقتصادونو لویه ځانګړتیا د بې روزګارۍ شتون دی، په دې اقتصادونو کې د بې روزګارۍ یوه اندزه سلنه تل شتون لري. ددې نظام له لویو ځانګړتیا ؤ څخه د بزنیس سایکل شتون دي، یانې سوداګریزي او وټه ییزي چاري هیڅ وخت ثابتي نه شي پاتي کېدای، کله به اقتصادي رفا موجوده وي، کله به انفلیشن وي او کله ډفلیشن. په دې هر حالت کې بې روزګاري تغیر کوي او پوره سلنه کار روزګار هیڅ وخت نه رامینځته کېږي او نه دولت د خلکو بې روزګاري ته پړ دی. هو، کله چې دبې روزګارۍ کچه له یوې معینې سلني څخه لوړېږي، بیا دولت خپله مداخله کوي او حالات په سم لوري بیایي.
اتمه ځانګړتیاــ د نرخونو ټاکل:
په کپتیلیزم کې نرخونه د ازاد بازار ځواکونو، یانې عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي، دولتونه هیڅ واک نه لري چې نرخونه باندي کنترول ولري او لکه د سوسیلیزم په ډول یې تر خپل واک لاندي په خپله خوښه وټاکي.
راتلونکې ټوټه:
د یوې ټولنې لویې اقتصادي ستونزي او د کپتلیزم حل لاري.
نوربیا……..