کور / سياسي / د پوځي اډو د جوړولو اړتیا او د هغو موخې (۳)

د پوځي اډو د جوړولو اړتیا او د هغو موخې (۳)



۳ ــ د متحدو ایالتونو پوځي قومندانۍ او د هغو موخې:



د همدې لیکنې په دوهمه برخه کې یادونه وشوه، چې متحدو ایالتونو نړۍ په شپږو سیمه ییزو پوځي زونونو ویشلې ده. د دغه هیواد د ملی امنیت په ستراتیژۍ NSS کې هم په همدې باب راغلی:”د تاریخ په بهیر کې د لومړی ځل لپاره د نړۍ هیڅ یوه برخه، ان په سویلی قطب کې هم نشته، چې د پنتاگون د سیمه ییزې قوماندانۍ تر قومندې لاندې نه وي. همدا واقعیت د دې ښکارندوی دی، چې واشنگټن له سړې جگړې وروسته، ځان د نړۍ د یوازیني پاتی شوی ځواک په توگه گڼي(۱). دا شپږ قوماندانۍ په لاندې ډول دي:


     ــ د اروپا لپاره د متحدو ایالتونو پوځي قومنداني EUCOM ؛


     ــ د امریکا د وچې د شمالی سیمې لپاره د متحدو ایالتونو قومندانې NORTHCOM ؛


     ــ د مکسیکو په شمول د لاتینې امریکا لپاره سویلی هغه SOUTHCOM ؛


     ــ د ارام سمندر لپاره د پنتاگون قومندانې PACOM ؛


     ــ د منځنې اسیا او منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو قومندانې CENTCOM؛


     ــ د افریقا لپاره د متحدو ایالتونو قومندانې AFRICOM (۲).


ــ EUCOM یوه جگړه ییزه پوځي قومندانې ده او هغې ته د ټولې اروپا، د افریقا د زیاتې او د منځني ختیځ د یوې برخې مسؤلیت ور په غاړه دی. یا په بله وینا دغه قومندانی له ۹۰ څخه د زیاتو هیوادونو اوسیمو پوځي چارې پر مخ بیایي او دغه سیمې د ناروی له نورد کپ Nordkap څخه پیل بیا تر شمالي سمندر پورې، د مدیترانې د سمندرگي شأ و خوا سیمې، د منځني ختیځ یوه برخه بیا د سویلی افریقا د هیواد تر کپ Kap سیمې پورې، دي؛


ــ NORTHCOM دغه پوځي زون ته نه یوازې هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونه، بلکې په خپله د متحدو ایالتونو، الاسکا Alaska، کانادا، مکسیکو د سیمو مسؤلیت هم ور په برخه دی؛


ــ د SOUTHCOM د مسؤلیت یې سیمه څه نا څه ۳۰ هیوادونو دي، چې په هغو کې ۱۹ هیوادونه په مرکزي او لاتینې امریکا او پاتې هغه د کارابیک په سیمه کې دي؛


ــ PACOM دغه زون ته د ارام سمندر د شأ و خوا هیوادونو او شلو هغو سیمو او ټاپوگانو، چې د متحدو ایالتونو ترکنترول لاندې دي او همدارنگه د چین، روسیه، هند … او داسي نورو سیمو او هیوادونو مسولیت ور په غاړه دی؛


ــ د CENTCOM قومندانی د ۲۷ هیوادونو، لکه د شمال ــ ختیځې افریقا، سویل لویدیزې او منځنې اسیا او همدارنگه د هند په سمندر کې د زېشیلن Seychellen  ټاپوگانو د قومندې دنده په غاړه لري (۳).


له دغې پوځي پراختیا څخه لکه څنگه چې د همدې لیکنې په لومړۍ برخه یادونه وشوه، د متحدو ایالتونو بنسټیزې موخې د طبیعي توکو پر زیرمو کنترول، د سیمه ییزو سیالانو کلابندي (محاصره) او د نوو نړیوالو هغو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي دی. په همدې باب د متحدو ایالتونو د “دفاعي طرحې [په] لارښود” Defence Planning Guidance کې، په روښانه توگه راغلي: “نور ملتونه او احتمالي ټلوالې شته دي، چې کیدای شي، په اوږد مهاله توگه خپل پوځي ځواک ته پراختیا او د ستراتیژیکو موخو په پلي کولو سره، په سیمه ییز او نړیوال ځواک بدل شي. موږ باید خپله ستراتیژې اوس دې ته متمرکزه کړو، چې د دا ډول احتمالي سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړو” (۴). په همدې موخه متحدو ایالتونو او د اروپایي ټولنې سترو اقتصادي ــ پوځي ځواکونو پريکړه وکړه، چې د ختیزې اروپا په تیره د پخواني سیال پوځي سازمان غړي  د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان، ناتو په غړیتوب ومني. همدا لامَل و، چې په کال ۱۹۹۹ کې، د پولند، چک او هنگری هیوادونه د سازمان په غړیتوب ومنل شول. له دغو هیوادو وروسته په کال ۲۰۰۴ کې بلغاریا، بالتیک هیوادونو، رومانیا، د سلواک جمهوریت او سلوانیا او همدارنگه په کال ۲۰۰۹ کې کرویشیا او البانیا د ناتو غړیتوب ترلاسه او ورسره جوخت د غړو شمېر یې ۲۸ هیوادونو ته ورسید. سربیره پر دې د گرجستان او اوکراین دولتونه هم وهڅول شول، چې د ناتو د پوځي سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. په دې توگه ناتو د روسیې د فدراسیون تر پولو پورې خپل اغیز ته پراختیا او د دغه هیواد د محاصرې کړۍ یې د شمال او لویدیځ له لوري بشپړه کړه. اوس باید ناتو په دې  هاند و هڅه  کې شي، چې دغه هیواد د سویل له خوا هم تر خپلې محاصرې لاندې او که شوني شي، ان هغه ټوټي ټوټي کړي. د متحدو ایالتونو دغې بنسټیزې ستراتیژۍ ته په نغوتې سره، د دغه هیواد پخواني ولسمشر مرستیال، دیک چینی Dick Cheney وایي: ” … موفقیت نهایی را واشنگتن زمانی بدست خواهند آورد، که کنترول منابع نفتی روسیه را بدست گیرد. اما اتازونی نظر به دلایل قابل درک سیاسی ــ نظامی، این نظر خویش را به صورت آشکار اظهار نموده نمی تواند، … که  از زمان فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ پارچه پارچه نمودن و یا انهدام و نابودی روسیه و کنترول واقعی منابع نفت و گاز آن، یکی از “اهداف اساسی” ستراتیژی واشنگتن است” (۵‏). د دیک چینی په اند دغه سیاسي ــ پوځي لامَلونه: ” … خرس [قطبی] روسیه هنوز هم دارای پوتنسیال عالی نظامی و دارنده ای دندان اتمی است (۶).


په لنډه توگه ویلي شو، چې واشنگټن پر برلاسۍ سربیره د طبیعي اومه توکو د زیرمو په تیره بیا پر هایدرو کاربني هغو کنترول، چې هغه د خپلې اقتصادي غوړیدا (رونق) لپاره مهم بولي، د ټول وژنو وسلو له پراختیا مخینوي، د ناڅرگند ځواک (ترهگرۍ) په وړاندې مبارزه، د نړیوالېدو پراختیا او په تیره د نوي لیبرالیزم هر اړخیز پلي کول د خپل بهرني ــ پوځي دکترین بنسټیزې ستنې بولي. د شمالي اتلانتیک د بلې غاړې ستر ځواک، اروپایي ټولنې ان نوی لیبرالیزم د ایدیالوژۍ په توگه د خپل اساسی قانون بنسټ او د هغې پلي کول د ټولنې د بهرني سیاست کړنلاره گڼي. له همدې امله د ټولنې غړو هیوادونو ژمنه کړې، خپله پوځي ځواکمنتیا په پر له پسي توگه غښتلې کړي، چې وکولي شي د نړۍ په هره برخه کې پوځي عملیات تر سره کړي شي. دغه پوځي عملیات باید هغه وخت تر سره شي، چې د اروپایي ټولنې امنیتي ستراتیژې له گواښونو سره مخامخ وي. د اروپایي ستراتیژیستانو په اند، دغه ټولنه له نوو بیلابیلو گواښونو سره، چې نه د اټکل وړ او همدارنگه ناڅرگند هم دي، لاس او گریوان ده. دا بنسټیز گواښونه د انرژۍ د سمبالښت په وړاندې د خنډونو ترڅنگ، ترهگري، د اتومي وسلو پراختیا، سیمه ییز کړکیچونه، مفسد او د قانون پر بنسټ نه ولاړ دولتونه او سازمانی جنایي کړه وړه دي(۷). “ له همدې امله موږ باید چمتو اوسو، د کړکیچ او گواښ له رامنځته کیدو مخکې کړه وړه تر سره کړو … کړکیچونو او گواښونو ته باید مخکې له مخکې تسلیم نه شو (۸). اړینه بریښي، چې دا ویرسونه د هغه د رامنځته کیدو په ځای او ان د هغه په زړی کې  له منځه یووړل شي.


له پورتنۍ ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې د شمالي اتلانتیک د دواړو غاړو سترو ځواکونو، متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې د امنیتي ستراتیژیو تر منځ څه نا څه هیڅ توپیر نه تر سترگو کېږي. دغو ځواکونو ځانته گډ چلنچونه، ناڅرگند دښمن او گواښونه رامنځته کړي دي، چې د هغو په پلمه د نړۍ په هره برخه کې د خپلو ستراتیژیکو گټو د ترلاسه کولو په موخه  پوځي لاسوهنه وکړي شي. تجربو ثابته کړې، چې دوی دغه پوځي لاسوهنې تر ډیره ځایه په گډه ترسره کړي، خو که د ملی امنیت د گټو پر سر د دوی ترمنځ د نظر یووالی نه وی، نو ان په یوازې توگه عمل ترسره کوي. په دې اړه د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر، بیل کلینتن په ۱۹۹۴ کال کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې ویلی و: “ که چیرې زموږ د ملی امنیت گټې له گواښ سره مخامخ وي، نو که وکولي شو، له نورو سره به په گډه عمل وکړو، خو که اړ شو، ان په یوازې توگه به هم دا کار تر سره کړو، موږ به له دیموکراسی څخه هم کار واخلو، خو که اړ شو، له زور زیاتي څخه هم(۹). ښايي د  لویدیزې نړۍ په ځانگړې توگه د ناتو د پوځي تړون مهم غړي هیوادونه داسی وښیي، چې د دوی تر منځ د ځینو ارزښتونو، د بیلگې په توگه ولسواکي او گډ کلتور، د بشر د رښتو د ساتنې او داسی نورو …، پربنسټ د نظر یووالي شته ، خو که د ملی گټو او ویاړ پوښتنه رامنځته شي، بیا د ناتو د غړو هیوادونو د نظر په دغه یووالي کې په ښگاره توگه توپیرونه تر سترگو کیږي. په دې باب توبیاس فلوگرTobias Pflüger لیکي: “که په راتلونکې وخت کې پوځي لاسوهنې تر سره کېږي او د متحدو ایالتونو حکومت یا له هغو سره مینه او یا هم د دوی د گټو پر بنسټ نه وي، نو ښایي د اروپايي ټولنې پوځي ځواکونه هغه په یوازې توگه تر سره کړي. دا په خپله د متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې ترمنځ د سیالۍ په مانا ده(۱۰). روښانه ده چې شتمنې او د ویاړ غریزه انسانان سیالۍ ته رابولي، چې پایله یې د دوی تر منځ د ځواک د ترلاسه کولو لپاره د یو ډول پر له پسې مبارزې پیل دی، څو نور په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توگه تر خپل نیواک او ولکې لاندې راولي. د ناتو غړو هیوادونو، په تیره متحدو ایالتونو هم هر چیري چې پوځي لاسوهنې کړې په تر ولکې لاندې هیواد یا سیمه کې یې د ځانگړو موخو لپاره په دغې یا هغې پلمې سترې یا وړې ټینگې پوځي اډې جوړې کړې دي. په تیره “وړې پوځي اډې ډیر لږ پرسونل په واک کې لري. خو که دوی ته اړتیا پیدا شي، دغه یرغلیز ځانگړي ځواکونه د چټکې پراختیا لپاره په پوره اندازه ځواکمنتیا لري. د همدې لامَل پر بنسټ د دا ډول اډو لپاره په تیره بندرونه او هوایي ډگرونه ترټولو مناسب ځای گڼل کېږي (۱۱). سربیره پر دې دغه وړې پوځي اډې ډیره پرمختللې مالوماتي تکنالوژې او ترټولو پرمختللې وسلې په واک کې لري، چې د لویدیزې نړۍ له ستراتیژیکو گټو دفاع او تر هر څه دمخه د نړیوالېدو او نوي لیبرالیزم په وړاندې د نوو رامنځته کیدونکو خنډونو او گواښونو سره مبارزې ته چمتو وي. دا په خپله د دې ښکارندوي دی، چې په تیره د متحدو ایالتونو د پوځونو د ځای په ځای کولو موخه له تیرو هغو څخه زیات توپیر لري. “ د همدې لامَل پر بنسټ د پوځي اډو موخه په بنسټیزه توگه بدلون مومي. د دوی دنده له دې وروسته د کوربه هیواد دفاع او ساتنه نه، بلکې له دغو ځایونو څخه پر درېیم هیواد د پوځي یرغل لپاره د تختې خیز په توگه گټه ترلاسه کول دي(۱۲).  دا چې پوځي اډې د پورتنیو دندو ترڅنگ نورې کومې هغه لري، هغو ته جوزف گرسون Joseph Gerson په لاندې ډول نغوته کړې ده.  


۴ ــ د پوځي اډو دندې:


د جوزف گرسون په اند، پوځي اډې د ستراتیژیکو گټو د ترلاسه کولو په موخه جوړې او ترټولو مهمې دندې یې په لاندې ډول دي:


۱ ــ د اوسني وضعیت تضمین: پوځي اډې باید د گواښ او وېرولو له لارې ترلاسه شوی اوسنی وضعیت تضمین کړي. د بیلگې په توگه په سویلی کوریا کې د متحدو ایالتونو د پوځي اډو دنده گواښول دي.  په داسي حال کې چې په منځني ختیځ کې د دغه هیواد د پوځي اډو د جوړولو موخه وېره ول او په دې توگه د سیمې د تیلو پر طبیعي زیرمو د کنترول تضمین او د هغو د راایستلو امتیاز ترلاسه کول دي؛


۲ ــ د سیال او دښمن هیواد (و) محاصره کول: د سړې جگړې په ترڅ کې د پنتاگون د پوځي اډو بنسټیزه موخه د شوروی اتحاد او د چین د ولسي جمهوریت محاصره کول و. د پوځي اډو دغه دنده د چین په اړه لا تراوسه هم دوام لري. دغه رول او دنده په سویلي کوریا، جاپان، فلېپین، استرالیا، پاکستان، د دېگوگارسیا په ټاپو Diego Garcia او په منځنې اسیا کې د شوروی اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو کې د متحدو ایالتونو پوځي اډو ته ور په غاړه دی؛


۳ ــ  د هوایي او سمندري جگړه ییزو بیړیو ملاتړ او د هغو غښتلتیا: دغه دندې په تیره د جاپان په اوکېناواOkinawa او توکیو ته څیرمه په یوکوسوکاYokosuka  کې جوړې شوې اډې تر سره کوي. سربیره پر دې په فلېپین، تایلند، سینگاپور او نورو ډیرو هیوادونو کې هم دا ډول اډې د همدې موخې لپاره جوړې شوې، چې د متحدو ایالتونو د سمندري پوځ د بیړیو، د جگړه ییزو الوتکو لیږدونکې، په اتومي وسلو سمبال اوبتلونه … او داسي نورو پوځي بیړیو ملاتړ وکړي.


۴ ــ د متحدو ایالتونو د پوځي ځواک د پرسونل روزنه او تمرین: د پوځیانو پر روزنې او تمرین سربیره له دغو اډو څخه پر نورو هیوادونو د تیري او یرغل لپاره هم گټه اخیستل کېږي. دا ډول اډې د جاپان په اوکېناوا Okinawa ، فلېپین، سویلي کوریا، اسپانیې، ایتالیا، هوندوراس  Honduras ، المان، د ختیزې اروپا نوې جوړې شوې هغه او کویت کې دي. ښایي په عراق کې هم د همدې موخې لپاره پوځي اډې جوړې شوې وي.


 ۵ ــ د پوځي څارگریو لپاره د شونتیاوو برابرول: د دغو پوځي اډو دندې قومنده، کنترول، د اړیکو ټینگول، په څارگري چارو او اتومي جگړه کې د مهمو دندو تر سره کول او همدارنگه له فضایي څارگرۍ څخه گټه اخیستل او د جگړې لارښونه ده، چې ښې بیلگې یې د افغانستان او عراق جگړې دي. دغه دندې د متحدو ایالتونو اډې په اوکېناوا Okinawa ، قطر او استرالیا کې تر سره کوي.


۶ ــ د حکومتونو کنترول: متحده ایالتونه د خپلو پوځي اډو له لارې د پوځي اډو منونکي (کوربه) هیوادونه کنترولوي. د تر کنترول لاندې حکومتونو په لیست کې تر ټولو دمخه جاپان، کوریا، المان، سعودي عربستان، عراق او افغانستان شامل دي (۱۳).


له پورتنۍ ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې متحدو ایالتونو د سړې جگړې په پړاو کې پوځي اډې د شوروی اتحاد د اغیز د مخنیوي په موخه جوړې کړې وي، خو اوسمهال واشنگټن هغه د خپلو جیوستراتیژیکو، جیواکونومیکو موخو او همدارنگه د ترلاسه شوې برترۍ د ساتنې لپاره جوړوي. نو ځکه پر هر هیواد له پوځي یرغل څخه وروسته، پنتاگون سمدلاسه هلته د پوځي اډو د جوړولو په لټه کې شي. ښې بیلگې یې د نورو تر څنگ د عراق او افغانستان دولتونه دي. واشنگټن پر افغانستان له پوځي یرغل څخه وروسته د سلگونو ملیونونو ډالرو په لگښت په سويل، شمال او لويديځ کې سترې هوايي اډې جوړې کړي دي. بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې متحده ایالتونه په سیمه کې د کومو موخو لپاره پوځي اډې جوړوي؟ ایا په ریښتیا هم د هغو دندې په افغانستان کې د امنیت ټینگښت او د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو مخنیوی دی؟ او که نورې هغه دي؟









      نور بیا 


اخځایونه:


1- Wagner, Jürgen: Das US-amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung, S. 41, sehen in: C. Haydt / T. Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003


2- Schmid, Fred/ Schreer: Nato, Rüstung, Krieg, Grafik-Report isw, Nr. 12, München, 2009, S. 22


3- Vgl.: Richter, Hans-Peter: Weltweites Netz von Militärstützpunkten garantiert ständigen Krieg, sehen in: http://www.deutscher-friedensrat.de/pdf/MBweltweit.pdf


4- Wagner, Jürgen: Das US-amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung, S. 40, in: C. Haydt / T. Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003


۵ ــ شریف بهاند: عدم مهارت در جنگ بی‌فرجام، خپریدو ته چمتو


۶ ــ هماغه اثر


7- Alexander Skiba: Die Nationale Sicherheitsstrategie der USA und die Europäische Sicherheitsstrategie im Vergleich, sehen in:


http://www.sicherheitspolitik.de/uploads/media/wus_03_2004_WuS_sonderband_3_skiba.pdf


8- Wagner, Jürgen: Neoliberale Geopolitik Transatlantische Konzepte einer militärischen Absicherung der Globalisierung, sehen in:http://www.ippnw.de/commonFiles/pdfs/Frieden/Juergen_Wagner.pdf


۹ ــ شریف بهاند:  دریمه زرېزه: د امریکا متحده ایالتونه، ناتو  او نړیوال نظم ، وگورئ په


10- Pflüger, Tobias: Die Europäische Union als Akteur der globalen Kriegspolitik, S. 75, sehen in: C. Haydt / T. Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003


11- Wagner, Jürgen: Neoliberale Geopolitik Transatlantische Konzepte einer militärischen Absicherung der Globalisierung, sehen in:


http://www.ippnw.de/commonFiles/pdfs/Frieden/Juergen_Wagner.pdf


12- Ebenda


13- Richter, Hans-Peter:  Von deutschem Boden geht jeden Tag Krieg aus. Die Funktion der ausländischen Militärstützpunkte, sehen in: 


 http://www.deutscher-friedensrat.de/pdf/FremdeBaseniD(2).pdf