کور / خبرتیا او پيغامونه / دوينډوز او انټرنيټ دزده کړي کتاب چاپ شو

دوينډوز او انټرنيټ دزده کړي کتاب چاپ شو

کمپيوټر چي دنوې تکنالوژۍ له ارو توکو څخه ګڼل کېږي، په افغانستان کي ورځ تر بلي عامېږي، استعمال يې زيات شوى او مرکزونه يې هم ډېر شوي دي.اوس ځينو کمپيوټرپوه ليکوالو هڅه کړې څو دکمپيوټر دزده کړي دکتابونو په ليکلو سره،دکمپيوټر مينه والو ته په خپل کور کي دکمپيوټر دزده کړي زمينه برابره کړي.
له دغو تکړه ځوانانو څخه يو هم انجنيرعبدالباسط ريان دى چي په ډېره روانه او ساده ژبه يې دکمپيوټر دوينډوز په اړه کتاب ليکلى او په لنډ ډول يې دانټرنيټ زده کړه هم ورسره مل کړې ده.دکتاب په وروستۍ برخه کې دمسينجر دتشرېح برسېره دمختلفو وېب پاڼو پتې هم ليکلي شوې دي.
داکتاب چې په کوټه کې دصديقي خپرندويې ټولني له لوري په پاکستاني کاغذ ،له ښکلي مخپوښ سره چاپ شوى دى، په لوى سايز (١٧٦) مخونه لري.
کتاب په هيواد کي دننه ترلاسه کولا‌ى شئ:
١- کندهار: صديقي کتاب پلورنځۍ، ارګ بازار.
٢- کابل :الطارق کتابفروشي، جادۀ ميوند،کوچۀ پخته فروشي،نزد مکتب متوسطه مريم.
٣- کوټه :صديقي کتاب پلورنځۍ،کاسي واټ.
باسط کمپيوټر،منان چوک،عبدالقدوس روډ،پښتون آباد.
بريښناليک پتې:
١- Abdul_bosit22@yahoo.com
٢- Siddiqi_pub@yahoo.com