کور / تازه خبرونه / پاکستانى سفير: په امريکا کي د مرګ ګواښونه راته کېږي

پاکستانى سفير: په امريکا کي د مرګ ګواښونه راته کېږي

په امريکا کي د پاکستان سفير حسين حقاني وايي د اسامه بن لادن تر مړيني وروسته په تلېفونونو کي د مرګ ګواښونه ورته کېږي.
حسين حقاني وايي څو ځله د ده شخصي او د سفارت تليفونونو ته زنګونه راغلي او ايمېلونه ورته رالېږل سوي چي د مرګ ګواښونه يې ورته کړي دي.
حقاني وويل دغه کسان بېله دې چي د تروريزم پر ضد جنګ کي د پاکستانيانو همکارۍ په پام کي ونيسي دغسي ګواښونه کوي.
نوموړي وويل په پاکستان کي د بن لادن مړينه دا معنى نلري چي ګنې هيواد او هيوادوال يې د القاعدې ملګري دي.