کور / تازه خبرونه / فلسطينيان د الفتح او حماس په نوي تړون خوشحال دي

فلسطينيان د الفتح او حماس په نوي تړون خوشحال دي

په زرونو فلسطينيان وروسته له هغه سړکانو په خوشحالۍ راووتل چي په مصر کي د الفتح د واکمن ګوند مشر محمود عباس او د حماس اسلامي غورځنګ مشر خالد مشعل د سولي او همکارۍ پرېکړه وکړه.
د الفتح او حماس تر لاس لاندي سيمو کي د خوشحالۍ جشنونه نيول سوي او د فلسطين بيرغ په لاس په زرونو کسان سړکونو ته راوتلي دي.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي د دې وخت رارسېدلى چي اسرائيل د فلسطينيانو غوښتنو ته غاړه کښېږدي.
د حماس مشر خالد مشعل ويلي دوى د فلسطين د يوه خپلواک هيواد جوړېدل غواړي چي پلازمېنه به يې بيت المقدس وي.
بلي خوا ته د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتن ياهو اندېښنه څرګنده کړې او وايي د حماس او الفتح ترمنځ جوړه د تروريزم دبري په معنى دئ.