کور / هراړخیز / اسامه له منځه لاړ:ژوند، نظریات، افغان جهاد

اسامه له منځه لاړ:ژوند، نظریات، افغان جهاد

ژباړن: وسیم سجاد، کابل
منبع: ویکیپیډیا،انټرنیټ
خبر دی چی د القاعدی شبکی مشر وژل/شهید شوی. اناالله و انا الیه راجعون.


پیژندګلوي:
اسامه بن محمد بن عوض بن لادن په کال ۱۹۵۷ د مارچ په ۱۰ د سعودی عربستان در یاض په یوه معتبره کورنی کی زیږیدلی دی. ویل کیږي چی اسامه بن لادن د خپل پلار د لسمی ښځی(حمیده العطاس) ځوی وو. پلار یی سوداګر او له سعودی شاهی کورنی سره یی ټینګی اړیکی درلودی. د اسامه له پیدایښت سره سم یی مور طلاقه شوی او مور یی له محمد العطاس سره واده کړیدی. اسامه په نوی کورنی کی له خپلو دریو ناسکه ورونو او یوی ناسکه خور سره اوسیدل خپل کړي وو. په یوه غیر مذهبی ښوونځی التګور ماډل کی یی له نوموتی انتونی کاردوس او اِنوس فینګی سره یی یو ځای زده کړی کړیدي. اسامه اقتصاد او سوداګریز مدیریت کی خپلی زده کړي د سعودی د عبدالعزیز په پوهنتون کی بشپړی کړیدي.
خو داسی راپورونه هم شته چی نوموړی په کال ۱۹۷۹ کی په ساختمانی انجینری کی زده کړی ترسره کړی وي او بیا یی په عامه اداروی مدیریت کی تخصص ترلاسه کړی وي.
بیا ځینی نوره سرچینی وایی چی نوموړي پوهنتون په دریم کال کی پریښودلی دی. د پوهنتون پرمهال یی په مذهبی زده کړو کی زړه راښکون زیات شوی دی، د قران کریم ترجمی ته یی ملاتړلی، په جهادی مسایلو کی یی زده کړی تیزی کړي، او خیری کورنو ته یی ځانګړی مټ ورکړی وو. په شاعری کی هم بد نه دی.
په ۱۹۷۴ کی چی د ۱۷ کلونو وو، لومړی واده یی (له ناجوا غانیم) سره ترسره کړیدی. د سی.این.این ملی امنیت خبریال ډیویډ اینسور وایی چی اسامه څلور ودونه کړی او څه ناڅه ۲۵ تر ۲۶ اولادونه لري.
پلار یی محمد بن لادن په ۱۹۶۷ کی د الوتکی په یوه ټکر کی له منځه تللی دی.



عقاید او نظریات یی:
بن لادن د شریعت احیا غوښتل. ده د لوی عرب، سوشیلیزم، کمونیزم، دیموکراسی او داسی نور شیان رده ول. ده عقیده لرله چی د ملاعمر تر مشری لاندی افغانستان یواځینی اسلامی او شرعی دولت نمونه دی.
ده دا عقیده هم لرله چی امریکا د مسلمانانو په حقوقو خيټه اچولی او دبیرته اخیستلو یواځینی لار یی جهاد دی.
نوموړی د یهودانو سر سخت دښمن هم بلل شوی او په ځلونو یی د یهودانو او اسراییلو خلاف بیانونه او تبصری کړیدي: یهودان دسود ماهران او بی وفا دي. په دی دنیا کی به هیڅ هم درته پری نږدي.
شیعه ګان یی هم داسرایلو او امریکایانو په قطار کی لیست کړیدي.
له موسیقی یی بده منله، له ټکنالوجی سره جوړ وو.


د بن لادن نظامی فعالیتونه:
کله یی چی په ۱۹۷۹ کی کالج پریښود، افغانستان ته ستون شو، د شهید عبدالله عزام په جهادی لیکو کی تنظیم شو او د شوروی خلاف جهاد کی یی برخه واخیسته.
په ۱۹۸۴ کی یی له شهید عزام سره په ګډه مکتب الخدمت تاسیس کړ چی له عربی ملکونو به یی پیسی، وسلی او خلک د افغانستان جهاد ته لیږدول.



دالقاعدی منځ ته راتګ:
په ۱۹۸۸ کی له مکتب الخدمت بیل شو، عزام دافغان مجاهدینو په حمایت کی لګیاوو خو ده د نظامی فعالیتونو پراختیا غوښتله. د بیلتون یو دلیل هم دا وو چی عرب مجاهدین دی یو ځانګړی ګروپ او ډله جوړه کړي، نه داچی د نورو مجاهدینو په ډلو کی تنظیم شي. یو یاداښت دا ښیی چی د ۱۹۸۸ د اګست په ۲۰ اسامه یوه ناسته وکړه، چی همدا غونډه بیا د القاعدی لپاره یوه ابتدایی کړکی وه چی پرانیستل شوه. د الله اکبر ناره اوچته شوه، د اسلام د کامیابولو او سرلوړولو دوعاګانی او هیلی وښودل شوی. دغی ډلی ته دغړیتوب نقاط وښودل او مالوم شول: ښه اخلاق، غوږ نیول، تابعداری او له امیره اطاعت.
د رایټ په وینا تردی مهاله د ډلی نوم رسماً نه وو اعلان شوی، ځکه چی خبره باید پټه ساتل شوی وای، د رایټ پلټنی دا ښیی چی القاعده د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۱ د الجهاد تنظیم د مخورو مشرانو او نورو عربانو د یوی پټی ناستی پرمهال منځ ته راغله.
کله چی شوروی د ۱۹۸۹ کال په فروری کی رسماُ مات شو نو اسامه عربو ته لاړ(۱۹۹۰). هوری نوموړی یو قهرمان او اتل په څیر و ځلید ځکه چی له شوروی سره جنګیدلی وو او شوروی ځواک یی په کونه کینولی وو.
کله چی صدام حسین د ۱۹۹۰ د اګست په دویمه پر کویټ وروخوت، نو د سعودی حاکمه کورنی په ډار کی شوه. اسامه له پاچا فهد او له وزیر سلطان سره ولیدل او تری ویی غوښتل چی د عربو ملاتړ لپاره باید امریکا څخه مرسته ونه غوښتل شی، دیی د خپلو مجاهدینو په مټ عراقی قواوو ته ماته ورکولی شي. اسامه دلته رد شو. د امریکی پیشنهاد داچی عراق به له کویټه وباسي، ونه منل شو. اسامه ته دغه کار زور ورکړ، ځکه چی ددغه پیشنهاد په نه منلو سره به امریکایان په سعودی کی ځای پر ځای کیږي، او ده داخبره نشوای زغملی. ځکه امریکایان نجس وو، او پاکه ځمکه یی پلیتوله. ده اعتراضات وکړل. او سعودی مجبور شو چی نوموړی چوپ کړي.
دلته وو چی د القاعدی او اسامه ترمنځ خبره خړه شوه. دواړو دیوبل خلاف په تحریکاتو پیل وکړ. امریکی له نیوجرسی شروع کړه، د القاعدی یو عملیاتی غړی علی محمد، او بل همکار السید نوصیر یی ونیول، هغه اسناد چی له دوی سره نیول شوي وو، ښیی چی چی القاعدی په نیویارک د حملی پلان درلود. اسامه د سعودی خلاف په نره خبری او پروپاګنډا پیل کړه. وروسته دیوی معاملی په پایله کی سوډان ته تبعید شو.


سوډان او افغانستان ته بیا ستنیدل:
د سوډان په خرطوم کی یی د مجاهدینو د چوپړ لپاره بله اډه جوړه کړه. بن لادن خپلو لفظی حملو ته ادامه ورکړه، سعودی مجبور شو چی سوډان ته یو قاصد ولیږی او دده د پاسپورټ غوښتنه یی وکړه ترڅو ددی لاری څخه په اسامه بن لادن باندی یو ډول تاثیر وغورځوي او تابعیت یی مسترد کړي، بله خوا یی د بن لادن کورنی دی ته وهڅوله ترڅو اسامه ته خپل میاشتنی استحقاق بند کړي.
اسامه په ټینګه او په پوره همکاری د مصر له ا سلامی جهاد ډلی سره یو ځای شو چی دامهال د القاعدی اساس تشکیلوي. اسلامی جهاد په ۱۹۹۵ کی یوه ناکامه هڅه کړیوه ترڅو حسنی مبارک د هغه مهال ولسمشر له منځه یوسي. وروسته سوډان هم دی نتیجی ته ورسید چی باید اسامه له ملکه وباسي.
د سپتمبر د یولسمی په اړه چی کوم کمیسون ټاکل شوی وو، په خپل کاری راپور کی لیکي چی: د ۱۹۹۶ په فروری کی سوډانی مامورینو او نړیوالو دولتی مامورینو یو بل سره لیدل او کتل پیل کړ.سوډان له سعودی غوښتل چی اسامه ومنی او ویی بخښي.
امریکایان له دی پټو خبرو خبر شول په ځانګړی توګه په مارچ کی، خو سعودی د اسامه تبعید غوښتل. سعودیانو له اسامه دده تابعیت اخیستی وو. سعودیان په هیڅ ډول تیار نه وو چی د اسامه په اړه کوم جوړ جاړی ومني. نور نو اسامه ځان راحت نه احساساوه، په ده هوری یوه حمله هم وشوه چی دده په فکر دا د مصر او سعودی استخباراتو کار وو.
دا چی په سوډان د امریکی،سعودی، او مصر فشار زیات شو، نو دیی مجبور شو، چی پښی سپکی کړي. د افغانستان جلال اباد ته یی په یوه چارټر پرواز کی ځان ورساوه. له ملاعمر سره یی اړیکی ټینګی او کره کړی. دده د ټولو هڅو او مدیریت سره، سره په سوډان کی القاعده وځپل شوه. دلته په افغانستان کی نو اسامه له خپلو مخکینیو ډونرانو سره یوځل بیا اړیکی ټینګی کړی ترڅو د پاکستان داستخباراتی چینل له لاری یو ځل بیا د پیسو کانالونو ته لار ومومی چی بیا تربیوی مراکز د مجاهدینو لپاره زیات کړي.


د سپټمبر د یولسمی حمله:
مونږ نه غوښتل چی په غبرګونو تعمیراتو حمله وکړو(نړیوال سوداګریز مرکز) خو داچی ظلم، بی عدالتی نوره اوج ته ورسیده، امریکی دیکتاتوری ته نیغه ملا وتړله، او د امریکی او اسراییلو اړیکی له پخوا نوره هم پیاوړی او ټینګی شوی، په لبنان او فلسطین کی زمونږ په خلکو ظلم او زیاتی زیات شو، نو واقعاً یی ماته یو تشویش را پیښ کړ، زه د ۱۹۸۲ له پیښو، او په لبنان د اسراییلو له حملی په مستقیم ډول متاثره شوی یم، کله می چی په لبنان کی وران او ویجاړی ودانی ولیدی، نو ماهم په زړه کی دا ریبل چی امریکا باید هغسی جزا ومومی څنګه یی چی مونږ ته راکړی، ودانی یی ورانی او خلک یی مړه کړو ترڅو زمونږ دماشومانو او ښځو دوژلو مخ ونیسي. اسامه بن لادن، ۲۰۰۴


اسامه هر وار په امریکی حمله رد کړیدی خو بلاخره یی په ۲۰۰۴ کی ددی پیښی د کیدو او اجرا کیدو مسولیت ومانه.
ددغی حملی پایله:
د څلورو سوداګریزو الوتکو تښتول او ویجاړول
د ۲۹۷،۴ کسانو وژل، او ۱۹ تښتونکو له منځه تګ
د نړیوال سوداګریز مرکز ویجاړتیا
پنټاګون او ارلینګټون ته پراخ زیانونه
امریکی د انتقام ارداه وکړه او په نتیجه کی یی:
په افغانستان حمله وکړه،
د طالب حکومت یی چپه کړ،
د ترهګری ضد نړیواله جګړه پیل شوه،
د سی.ای.ای د ځانګړو فعالیتونو شعبی ته فوق العاده اجازه ورکړل شوه چی اسامه وپلټی، ومومی او له منځه یی یوسي. لاس ته راغلی مالومات نور نو کافی وو. انګریزان او امریکایان نور د اسامه په ملامتولو کی نور څه ته اړتیا نه درلوده.
خو اوس ویل کیږي چی د اسامه دنیولو، موندلو، او تعقیب لپاره لاس ته راغلي شواهد کافی نه دي.
ځکه چی په ځلونو اسامه داخبره رد کړیوه. کوم ویدیویی پیغام چی د الجزیری لخوا په کال ۲۰۰۱، سپټمبر ۱۶ خپور شوی وو نو خبره بل ډول وه او دغه بربادي (په امریکی حمله) اسامه نه منله.
بیا وروسته په جلال اباد کی امریکایانو یوه ویډیو وموندله. په دغه ویډیو کی اسامه او خالد الحربی ښودل کیږي چی دپیښی په اړه خبری کوی او د پیښی مسولیت په غاړه اخلی. خو شوی ترجمه بیا متنازع وبلل شوه، خلکو رد کړه. ډاکټر عبدل ایل محمد حسینی دا ترجمه له متن او اصلی غږیز پیغام سره په ټکر کی وبلله.



د اسامه خلاف ډول، ډول کیسونه:
مارچ۱۹۹۸،۱۶: لیبیا د بن لادن او ددریو نورو کسانو معامله نړیوالو پولیسو او انټرپول ته په ۱۹۹۴ کال د مارچ په ۱۰ د ددوو جرمنانو د وژلو په تور ولیږله. لیبیا لا تراوسه دی ته لیواله وه چی اسامه یی لاس ته ورشي.
امریکی هم د اسامه خلاف ورته قضیه لرله. په ۱۹۹۵ د نومبر په ۱۴ د ریاض په یوه تعلیمی مرکز کی ۵ امریکایان او ۲ هندوان
د یو موټر بم په چاودنه کی له منځه لاړل او په اړه یی اسامه ګرم وبلل شو.
په ده دا تور هم وو چی د یو ترهګر سازمان مشري کوي. او د زیاتو جهادی ډلو لپاره مالی حمایت هم ترسره کوي. د سپټمبر پیښه اول اسامه رد کړیوه، خو اجرات یی هڅولی او تشویق کړي وو.
د ۱۹۹۸ کی په تانزانیا او کینیا کی د امریکی په سفارتونو حملی وشوی او پړه یی پر اسامه واچول شوه.
او په اخر کی تر ټولو ډیره جدی مسله د یولسم سپټمبر پیښه وه چی امریکا یی ډیره سخته په غصه کړه.



د اسامه دنیولو مختلفی هلی ځلی:
د کلنټن اداره:
د اسامه نیول د امریکی لپاره د کلنټن له اداری پیل شول، او دده له اداری وروسته تل په اولویتونو کی دغه کار راته. د سپټمبر له یولسمی پیښی وروسته دا خبره ښکاره شوه چی کلنټن په رسمی توګه خپل استخبارت په دی ګمارلي وو چی اسامه په ټانزانیا او کینیا کی د امریکی په سفارتونو د حملی په تړاو ونیسی، امریکی ته یی راکاږي او د محکمی میز ته یی راکش کړي. که په ژوند ونه نیول شو، نو مړی یی هم کافی دی. د ۱۹۹۸ د اګست په ۲۰ امریکی له عرب بحیری په اسامه چی دامهال په افغانستان کی وو ۶۰ کروز میزاییل وتوغول، خوست وویشتل شو، او اسامه هسی خدای(ج) بال، بال بچ!!! کړ. کله چی دغه کار ناکام شو، نو امریکی له پاکستان سره په ګډه همکاری د ۶۰ پاکستانیو یوځواک جوړ کړ، ترڅو افغانستان ته ننوځي، اسامه مړ او یا هم ژوندی ونیسي. خو دا کار ځکه ناکام شو چی په پاکستان کی نظامی کودتا وشوه (۱۹۹۹). د سی.ای.ای استخباراتو بیا په ۲۰۰۰ کال کی یو ځل بیا د اسامه په کاروان حمله وکړه خو بل موټر په نښه شو. اسامه بیا بچ شو. د اسامه نیول د کلنټن لپاره په یوه ننګونه بدل شول هماغه وو چی دوخت حکومت وخت پروخت د انتقاد لاندی راغی.


د بش اداره:
د واشنګټن پوست مطابق، د امریکی اداره دا مني چی اسامه د توری بوړی په جګړه کی حاضر وو (۲۰۰۱). ملکی او نظامی متخصیصین او ددوی مالومات داښیی چی اسامه ته وخت ورکړل شوی چی وتښتی ځکه چی کافی اندازه ځواک د توری بوړی په جګړه کی نه وو کارول شوی. د توری بوری په جګړه کی اسامه بیا د پاکستان سرحداتو او قبایلو ته واوښت. په درجنو د القاعدی او طالبانو مشران ووژل شول، خو بیا هم درک ونه لګید. اسامه بیا هم ورک وو. دده موندونکی ته یی ۲۵ ملیونه ډالر ټاکلی ول. د ۲۰۰۷ په ۱۳ جولای کی دغه رقم دوه چنده شو(۵۰ ملیون ډالره).


د اوباما اداره:
د امریکی دفاع وزیر رابرټ ګیټس د ۲۰۰۹ په ډیسمبر کی وویل چی د بن لادن په اړه هیڅ ډول مالومات شتون نلري. بیا یوه اونی وروسته په افغانستان کی د امریکی قواوو عمومی پخوانی قوماندان جنرال مک کرسټل وویل چی ترڅو د القاعدی مشر اسامه بن لادن له منځه لاړ نشي، نو دغه جګړه نه کامیابیږي، اسامه اوس په یو نمونه وی رهبر بدل شویدی، مک کرسټل وړاندی ځی او وایی چی د اوباما د ۳۰،۰۰۰ عسکرو لیږل افغانستان ته به بیا کومه ځانګړی کامیابی را نه وړي ترڅو چی اسامه بن لادن له منځه لاړ نشي.


د اسامه د مرګ او ژوند په اړه متضاد راپورونه:
په نړیوال سوداګریز مرکز د برید وروسته، بش ویل چی د اسامه مړی او یا ژوندي لیدل غواړي. دده د مرګ او ژوند په اړه موافق او متضاد راپورونه خپره شول. د دلته او هلته لیدو په اړه یی خبری کیدلی. خو دده د ژوندي پاتی کیدو ثبوت یو هم هغه ویډیو ګانی وی چی وخت او ناوخت د مختلفو تلویزیونونو او کانالونو څخه خپریدلی. او اخری او تازه یی د ۲۰۰۷ د اګست هغه وه.



د اسامه ځای ځایګی:
لاندی ځایونو ته تل د شک په سترګه کتل شویدي:
وزیرستان، پاکستان
پاړا چنار، پاکستان
کالام، پاکستان
چترال، پاکستان


مرګ:
می۲۰۱۱،۰۱
اسامه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کی وویشتل شو. ډ.این.ای معاینه ښیی چی سړی په خپله دی.


عکس العملونه:
کرزی: د تروریزم جنګ باید د افغانستان له سرحدونو د باندی وشي.
ملاعمر: اسامه ژوندی دی.
زرداري: د اسامه وژل د پاکستان او امریکی لپاره غټه بریا دی.
حمید ګل: په سلګونو نور به پیدا شي، القاعده به خپل انتقام اخلی.