کور / هراړخیز / د نړۍ مشهوره متلونه او ويناوي څلرمه برخه

د نړۍ مشهوره متلونه او ويناوي څلرمه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی  دريمه برخه


 دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې متلونه او مقولې


څلورمه برخه


تر نوروښه ډېر ښه نه وي.


کله چې ډېرښه سړي ته په لاس نه ورځي نو ښه يا ښه ته نږدې اخلي.


هغه خپل کوښښ وکړ ،ځکه ماشوم ځان په زانګو کې کړ.


په دنيا کې ښه ،مرګ او شيطان دی چې پېسې نه غواړي.(جرمنی)


ښه بوې دډوډۍ بوې دی،ښه مزه دمالګې ده او ښه مينه دماشوم ده.(انګلستان)


تورګريس اوقير دکشتيوان وياړ دی.


هغه تورې ګوتې لري.


په لاس دې پام کوه چې تور(ککړ) نه شي .


څوک چې قيرلړي ،ګوتې يې تورېږي.


څه چې کښته  قير خواته تو کړي غبرګ درته راګرځي.


هيڅ فوق العاده استعداد (نبوغ ) له لېونتوبه پرته نه وي.(لاتين_ پخوانی يونان)


يوپياز دښخولو له پاره له ځان سره واخلئ.(سوېډن)


استادځان په تنګسه(محدوديت)کې ښکاره کوي.(جرمنی)


پيل دټول نيم دی.(يونان)


ټول پېل کول سخت دي،ښه ده چې کال په کال پېل شي.


که پېل کول ټول ډېر سخت وي،نوپه منځ کې يې پېل کړه يا دسرته رسېدو په لور.(سوېډن)


دهرکار پېل سخت دی ،غل وايي ما لومړی ځل فلزي تخته غلا کړې وه.(جرمنی)


ښه پېل نيم سرته رسول دي.


ښه پېل ښه دی اوښه سرته رسول ترهغه هم ښه.


ديو شي پېل ته مه ګوره مګر پاي ته ګوره .


ترهغې چې هيڅکله يې سرته ونه رسوې غوره داده چې هيڅ يې پېل نه کړې.(انګلستان)


څوک چې په زياتو پېل کوي ډېر کم سرته رسوي.
۱۶


داوبدلو دپېل کولو له پاره خدای تار را لېږلی.(لاتين)


نجلۍدښکلولوپه بابوويل : ”داډېر ښه پېل ؤ”.


داښه ده څه چې غواړې ترلاسه يې نه کړې ،ترهغې چې نه يېغواړې او درپېښ شي.


غوښتل هيڅ پوله نه لري.(هند _تيلوګو)


چې ټولغواړې،تول له لاسه ورکوې.(انګلستان)


وږسترګي(حرث) يې له جيب نه زياته ده.(فرانسه)


غټه غوښتنه نه تمامېدونکی فقر دی.(هند_تاميل)


پرېږده چې هر څوک خپل ولري ، نو ته به خپل ولرې.


کله چې هر څوک خپل وساتي ،شيطان هيڅ نه شي موندلی.


دساتلوهنر، دګټلو ترهغه کم نه دی.


ګټل نېکمرغي ده، ساتل فضيلت دی.


هغه ورته دومره اړين نه دې لکه يوواګون پنځم ګاړي ته.


څوک دې ته اړه نه لري چې اړ وي.(سوېډن)


نجلۍ دعطرو په باب وايي:چې پېدا کېږي داښه ده،مګر خواشينوونکې داده چې ورته ضرورت وي.(سوېډن)


پېژندګلوي دتوافق پر لورلومړی ګام دی.


پرانيستې اشنايي په روح کې ننوځي.(انګلستان)


اشنا دعوه نيمه نيمه بخښل شوې وي.(سوېډن)


خپل اشنا نيم بخښل شوی.


اشنا موضوع دومره ښه ده لکه لاسوند(سند).


اندېښنه (تشويش) ترجګ چت لاندې اوسي.(سوېډن)


څوک چې هيڅ اندېښنه نه لري،څه شی په لاس وروړي.


هغوۍ چې داندېښنو په لټون کې دي پوره يې ترلاسه کوي.


کله چې اندېښنې بيدې دي بايد را ويښې يې نه مړئ.


که په ستونزه دې بری موندلی شې نوولې اندېښنه کوی،او که حل کېدونکې نه وي نوولې اندېښنه کوې؟(هسپانيا)


۱۷


هغه اوږده پښه مخکې ايښې ده.(غټ ګام يې ايښی)


پر يوه پښه سړی ډېروخت نه شي درېدای.(سوېډن)


په يوه جوړه پښو په دوو ودونو کې نڅانه شي کېداې.(يديشي[ زړه يهودي])


په خپلو پښو ښه ودرېداې شی.(ناروې)تر اوږدې پښې بخت ښه دی.(ايسليند)


لڅې پښې ترهغې ښې دي چې هيڅ پښې ونه لری.(انګلستان)


هغه يې په پښو احساسوي چې جرابې يې سورۍ وي.


څوک چې ښې ورځې غواړي بايد قوي پښې ولري.(فيدر لول)


دابيچار پښې دي چې ولاړې به وي او ګوري چې کله پربدن برېږي.(کانادا_انګرېزي)


ښه دادچې پښه ماته شي نه ورمېږ.(جر منی)


پښې موهلته بيايي چې چېرته سرخپله وروستۍ آرامي موندلې وي .(يديشي[ زړه يهودي (ژ)])


څوک پښی تر غالۍ اوږدې نه غځوي.(سوېډن)


داښه ده چې په پزه کې هډوکی ولرې.


څوک چې په مغز پسې هډوکی ماتوي هغه په نجلۍ پسې ديوال ړنګوي.


په کچالوکې هيڅ خطرناک هډوکی نه شته.(سوېډن)


ساسيچ (۱)ښه کب دی چې هيڅ هډوکی نه لري.(سوېډن)


حساب کول تېرايستل نه دي.


شهرت يوازې دقبر پرډبره کيندنه ده .(انګلستان)


شهرت يودجام غټوالی دی.(انګلستان)


شهرت ګټل کېدای شي ،خدپت بايد له لاسه ورنه کړی.


ته زما ستاينه وکړه زه به ستا نو دواړه به مشهور شوو.


هغه څوک چې په خپله خپل ځان ستايي يو احمق دی.(سوېډن)


هغه څوک چې ځان ستايي،بل نه ستايي.(پخوانی لاتيني)


هغه غريب شهرت دی چېڅوک يې له پلار او مور نه اخلي.


ستايل ښه لا ښه کوي.


ــــــــــــــــــــــــ


۱-ساسيچ: په کولمه کې اچول شوي يوډول  خواړه دي چې له غوښې جوړېږي.[ ژ]


۱۸


ډېرو ته ستايل يوپېټی دی.


په بدخوي،خوږ او بدخونده پام کوه.


قناعت يو فضيلت دی چې، زيات يوازې راځي.(جرمنی)


خدايه ماله خپله ځانه وساتې.(هسپانيا)


تصميم ښه دی،عملي کول ډېرښه.(ايتاليا)


پوردې ورکړه اوپطلون دې پېوند.(سوېډن)


هغه څوک چې خپل پور پرې کوي(خلاصوي) خپل کورجوړوي.


په عېن سکه ورکول.(سوېډن)


حساب کول ښه ورکول دي.


داجورې کار ورو تر سره کېږي.(سوېډن)


خرابې(کمې) پېسې ورکوونکی ښه اخيستونکی دی.


پور په اوښکو نه خلاصېږي. (يديشي[ زړه يهودي])


ديو راز په باب ووايه،نه ددوو ،نړۍ پوهېږي چې دريم څه شی دی.( Håvamål [دوايکنکګانو دمهال  شعري ټوټه(ژ)] )


هغه راز چې له دوښمن نه يې پټوې دوست ته يې مه وايه.(عربي)


هغه څوک چې ډېر زيات ښييړهيڅ نه ښيي.(لاتين)


کتابونه وګوره.


هغه دچيچلو او سوځولو له پاره څه نه لري.


هغه دټولو شرمونو سرچيچلی.


دومره غټه مړۍ مه کوه چې نه يې شې ژوولی.


هغه لاس چې خواړه ورکوي بايد ويې چيچئ.


هغه بايدپر دغه تروه منه خوله ولګوي.(انګلستان)


که د ځان دفاع نه شې کولای نوپرېږده چې غاښونه وښيي.(فرانسه)


داس دسختې خولې له پاره سخته قېضه.


دشهدو مچۍ که نېش لري نوشهد هم لري.


بې نېشه مچۍ شهد نه شي ورکولای.(سوېډن) 


۱۹


مچۍ خپل نېش هغه وخت له لاسه ورکوي چې چيچل وکړي.


داګرځنده (سرګردانه) مچۍ ده چې شهد راټولوي.(دامريکامتحدايالتونه)


يوه مچۍ زيات شات نه شي راټولولی.(روسيه)


مچۍ ان له زهرجنوځايونو څخه هم شهد راټولولی شي.(سهيلي شيليند )


مړې مچۍ شات نه ورکوي.(انګلستان)


چېرته چې مچۍ دي هلته شات دي.(انګلستان)


مچۍ دمړاوي ګل خواته نه خوځېزي.


مچۍ کوچني ګلان نه ځبېښي.(اندونيزيا_سوندايني)


مچۍ ښه حشره ده خودفاع يې سخته ده.(اووم فيدر)


هغه چې مچۍ نه لري، ښايي په خپله کډه وکړي.


ستاينه دغتو ارواګانونښه ده ،اوهڅه اوهيله دکوچنيو.(انګلستان)


دخلکو ستاينه تش پوکی دی.(انګلستان)


موټر دغريبۍ بالاپوښ دی.


دخپلې مور په سترګو ګونګټه هم هوسۍ ده.


ارزان شيان ښه نه دي، ښه شيان ارزان نه دي.(چين)


که غواړې ارزان يې واخلې،له تش لاسي ساده نه يې واخله.(هسپانيا)


انګېرل کېږي هيڅ شی په پور ګران نه دی.(چک)


کله چې اسقف رستوران لري .جمهور رئيس شراب څښلی شي.(سوېډن)


چې اسقف يې ماماوي دکشيش لور سره واده کولې شي.(سوېډن)


زما ماشومه ،که په غوسه ښکارېدې،نودنمارکی درنه تښتي.(سوېډن)


ترغرختلو، غرويل آ سان دي.


جګ دغرونو پر سرونو آرامي ده.


غرونه ستايه ،خواوسېږه پرهواره ځمکه.(سکوني[دسوېدن د جنوب يوه سيمه ده(ژ)] )


غراو اورښت يوځای وي.


که غرته ونه خېژې داورښت منظره نه شې ليدلی.


دغرشاته هم خلک شته.(سوېډن)


۲۰