کور / هراړخیز / د بنګله دېش بې ستري پرله پسې ۲۹مه برخه

د بنګله دېش بې ستري پرله پسې ۲۹مه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه لوستلای سی http://larawbar.org/details.php?id=26410


 کوزپر ځمکه ټولې  سترګې هغې خوا ته اوښتې وې کوم چې هره شيبه د شيخ مجيب الرحمن د رارسيدو هيله کيدله. مگر د بنګال پلار! چې په ډيره مينه ورته خلکوخطاب کاوه، ځنډنى شو. شيخ مجيب د اجرائيوې جرګې سره په بله عاجله غونډه بوخت و. دا غونډه د تېرې ورځې په ماښام د ده کور ته راغوښتل شوې وه تر څو پريزيډنت يحيى خان د نوې نيټې په هکله چې د انتخاباتو لپاره يې ټاکلې وه غور او کتنه وکړي. عوامي ليګيان همپدې فکرکې تللي وو چې د ازادۍ د اعلان په هکله چې د اولسونو هيله وه څه پريکړه وکړي. دا پريکړه اسان کار نه و. له يوې خوا زده کوونکو او د هغوى مشرانو په عوامي ليګ زور اچولى و چې ژر تر ژره دې له پاکستان سره د ماتې اعلام وکړي. د کليو او کوڅوګڼ اولس هم د زده کوونکيو ملاتړ و. له بلې خوا دا احتمال و چې د ازادۍ په اعلام سره به د پاکستاني پوځ د کسات (انتقام) اور چې اوس د بيرحم جنرال ټيکه خان تر ادارې لاندې و، لا پسې په لمبو شي. بيګناه خلک به پکې وسوځي او ممکن چې د ډاکې او چتکانګ ډېر ځايونه له خاورو سره برابر شي. شيخ مجيب وينې تويول نه غوښتل. له بلې خوا  يې نوې ژبې ته چې د مارچ پينځه ويشتمه نيټه يې د اسامبلې د غونډې لپاره ټاکلې وه، دى شکمن کړى و. دوى ته داسې څرګنديده چې يحيى خان هغه پړاو ته رسيدلى و کوم چې دوه کاله پخوا مارشال ايوب خان تير کړ. پريزيډنت يحيى خان دا حقيقت درک کړى و چې داسې چالچلن په هغه چا باندې چې طبعاً سوله غوښتونکي وو اوغوښتل يې چې په انتخاباتو کې د برياليتوب ميوه وڅکي، پوره اغيز ولري.


 د دوى غونډې ټوله شپه اود راتلونکې ورځې لويه برخه ونيوه.مگر عوامي ليګ لا کومې پريکړې ته نه ورسيدلى. عمومي نظر خو يې طبعاً دا و چې پدې هکله تلوار ونکړي ځکه چې يو غلط ګام به ډيرې خطرناکې نتيجې منځ ته راوړي. مجيب الرحمن په پاى کې فيصله وکړه چې له يحيى خان څخه به څلور غوښتنې وکړي او د دې لپاره چې د بنګالي اولس عزم وښيي نو عمومي اعتصاب به اوږد او د دې غوښتنو ملاتړ به وکاندي.


 څلور غوښتنې په دا لاندې ډول وې:


 ١:- د مارشلا سمدلاسه لرې کول.


 ٢:- د پوځي پرسونل سمدلاسه خپلودريځونو ته ګرځول.


 ٣:- د مړينې او ژوبلې په هکله تحقيق اوپوښتنه.


 ٤:- د مارچ له پينځه ويشتمې نيټې يانې د اسامبلې له ټاکلې نيټې څخه د مخه ټاکل شويو اولسي نمايندګانو ته د قدرت سپارل.


 دې غوښتنو سولييزه بڼه درلوده. اصلي غوښتنې: يانې قدرت خلکو ته سپارل او د پوځ لرې کول،او نور ټکي هلته پکې دي. مگر ميتود يې عدم تشدد (د زور څخه کار نه اخستل) وو.


 پر اولسونو باندې باور او د عمومي اعتصاب د برياليتوب په اړه د شيخ  مجيب له عقيدې څخه داسې څرګندېږي چې نوموړي د اولسونو قدرت ښه درک کړى و او دويم ورته څرګنده وه چې دا پياوړې وسله د ده په لاس کې ده. مگر د ده يواځنۍ غلطي دا وه چې د پريزيډنټ د اصلي مقصد غلطه محاسبه يې کړې وه او نه يې وکولاى شول چې د دې پياوړې وسلې څخه ګټه واخلي. د عوامي ليګ اجرائيوي کميټې هم بيله درنګه د مجيب الرحمن پلان لاسليک کړ. رښتيا خبره دا ده چې هغوى پدې هکله چې يوه منځنۍ لار يې موندلې وه، خوښ وو. مگر د محصلينو مشران چې د باندې يې انتظار يوست د دې خبرې په اوريدو سره خواشيني وو. مخکې له دې چې شيخ مجيب ساډيوم ته لاړ شي، هڅه يې وکړه چې هغوى دلاسا کاندي، مگر دا دلاساينه بې اغېزې وه.


 شيخ مجيب الرحمن پياوړى نطاق و.1 کله چې يې هغه ورځ په ستاډيوم کې خبرې کولې نو هر څه چې يې په وس کې وو تمام يې کړل. سيخې خبرې يې وکړې. له ټوکو-ټکالو څخه يې هم ګټه واخستله، او د تندر او تالندې په شان هم بدل شو. مگر هغه څه چې خلکو يې د اوريدو هيله رله، ونه ويل.  که څه هم په اول وار به يې لاسونه پړکول او څه ناڅه خوښي يې څرګندوله، مګر  حقيقت خو دا و چې د خلکو زړونو ته يې لار ونه موندله. داسې ځواب او هرکلى د وخت له تقاضا سره برابر نه و.  کله چې يې تياره کړې بيانيه پاى ته ورسوله، يوه شيبه پټه خوله ودريد، هرې خوا ته يې نظر واچاوه او د اولس په څيرو کې نااميدي او خواشيني په څرګنده احساس کړه. ناڅاپه د “بنګال پلار”  اوچت شو. موټي (سوکونه) يې جګ کړل او څومره چې يې مريو (ستوني) کار کاوه، نارې يې کړې: “دا ځل زموږ مبارزه د ازادۍ مبارزه ده!!”  ژوندى دې وي بنګال!! (Joi BANGLA!!) . د ستاديوم فضا په جنون بدله شوه. اولسونو دا غوښتل. شيخ مجيب د ازادۍ او استقلال ناره پورته کړه. پدې روحيه ټول هر لور ته خپاره شول ترڅو د عوامي ليګ د اعتصاب پروګرام نمونه ښکاره کاندي.