کور / تازه خبرونه / د هند صدراعظم افغان پارلمان ته وينا وکړه

د هند صدراعظم افغان پارلمان ته وينا وکړه

د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ چي پرون د پنجشنبې په ورځ کابل ته راغلى نن د جمعې په ورځ يې افغان پارلمان ته وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کي وويل هيواد يې دې ته اماده دئ چي د بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته له افغانستان سره په امنيتي چارو کي مرسته وکړه.
من موهن سنګ په خپله وينا کي د هندوستان او افغانستان مشکلات يو شى ووبلل او زياته يې کړه چي د دې ستونزو د له منځه وړلو په برخه کي بايد د لويديځ پر ځاى د سيمي هيوادونه خپله هڅي وکړي.
ښاغلي سنګ په تيرو کلونو کي له افغانستان سره د هندوستان د مرستو يادونه وکړه او د بيا رغوني، روغتيا او تعليم په برخه کي يې د ٥٠٠ ميليونه ډالر تازه مرستي ژمنه وکړه.
من موهن سنګ پرون له ولسمشر کرزي سره په ليدنه کي د طالبانو سره د افغان حکومت له مذاکراتو هم ملاتړ وکړ.
د هندوستان صدراعظم افغان پارلمان ته په وينا کي وړانديز وکړ چي د دواړو هيوادونو د پارلماني استازو تر منځ دي د اړيکو د ټينګولو او نظرياتو د تبادلې په خاطر يوه ګډه کمېټه هم جوړه سي.
من موهن سنګ لومړنى خارجي مشر دئ چي افغان پارلمان ته يې وينا وکړه او دا يې افغانستان ته لومړنى سفر دئ.