کور / تازه خبرونه / امريکا له طالبانو سره مخامخ خبري شروع کړي دي

امريکا له طالبانو سره مخامخ خبري شروع کړي دي

د غربي مطبوعاتو راپورونه وايي د امريکا حکومت مخامخ له وسله والو طالبانو سره د جنګ د خاتمې دپاره خبري شروع کړي دي.
د رويټرز آژانس د يوه افغان چارواکي په حواله چي نوم يې پټ ساتل سوى دئ ويلي چي دغه راز خبري په تيرو دوو مياشتو کي څو ځله په جرمني او قطر کي سوي دي.
سرچينې رويټرز ته ويلي چي د امريکايي استازي او طالبانو د يوه استازي چي ملامحمدعمر ته نيژدې کس ګڼل کېږي تر منځ لس ورځي دمخه په قطر کي خبري سوي دي، چي طالبانو په يوه دريم هيواد کي د خپل سياسي دفتر د جوړېدو وړانديز هم کړى دئ.
رويټرز آژانس د امريکا دحکومت په حواله وايي چي په دغو خبرو کي د ملامحمدعمر په مشرۍ د کوټي شورا شامله ده، خو د حقاني ډله چي پاکستان ته ډېره نيژدې ده په دغو خبرو کي نه ده شامله.
راپور وايي ښايي په نيژدې وختونو کي طالبانو ته د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو اجازه ورکړل سي چي غالباً په قطر کي به يې خلاص کړي.
د رويټرز آژانس ويلي د کوټي له شورا سره د امريکا له خبرو د پاکستان حکومت بې خبره ساتل سوى، خو د افغانستان حکومت له ټول جريان څخه خبر دئ.
د رويټرز د دې راپور په باب لا تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه هغوى هر وخت دغسي راپورونه درواغ بللي او وايي د مذاکراتو دپاره د دوى لومړنى شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو پوځيانو وتل دي.