کور / تازه خبرونه / طالبانو د سړک جوړوني شرکت ٧٢ کارکوونکي تښتولي

طالبانو د سړک جوړوني شرکت ٧٢ کارکوونکي تښتولي

طالبانو د پکتيا ولايت د وازي خوا په ولسوالي کي د سړک جوړوني پر يوه شرکت په حمله کي ٧٢ تنه کارکوونکي تښتولي دي.
د سي اين اين تلويزون د پکتيا د امنيه قومندان عبدالله دراني په حواله ويلي چي طالبانو برايي د شپې د ياد سوي شرکت د کارکوونکو پر کمپ حمله کړې او هغوى يې تښتولي دي.
عبدالله دراني ويلي حمله کوونکو د شرکت سامانونو ته اور هم اچولى چي له امله يې ١٢ عرادې موټران چي بلدوزرونه هم پکښي شامل دي له منځه تللي دي.
راپور وايي د طالبانو له خوا تښتول سوي کسان ټول د شرکت مزدوران دي.
بلي خوا ته د وازي خوا ولسوال عبدالزي ځدراڼ ويلي چي په سيمه کي يې عمليات شروع کړي او په دې تور يې ١٠ کسه طالبان نيولي دي.
طالبانو لا تر اوسه د دې حملې په باب څه نه دي ويلي.