کور / تازه خبرونه / په ګوانتانامو کي افغان بندي ژوند له لاسه ورکړى

په ګوانتانامو کي افغان بندي ژوند له لاسه ورکړى

د ګوانتانامو زندان چارواکو اعلان کړى چي نن سهار يې د يوه افغان بندي مړى په ځاى کي موندلى خو معلومه نه ده چي ځان يې وژلى او که په طبعي مرګ مړ سوى دئ.
د زندان مشر ويلي د ٣٧ کلن عنايت الله په مړينه هغه وخت وپوهېدل چي د موظف پوځي تر پر له پسې نارو وروسته نوموړى له خوبه راويښ نسو.
د زندان مشر وياند ټامسن رييس وايي د عنايت الله جسد يې د زندان ډاکټر ته يووړ، تر معاينې وروسته ورته وويل سول چي نوموړى مړ دئ.
د امريکا حکومت لا تر اوسه د عنايت الله د مړيني په باب څه نه دي ويلي، خو دا له ٢٠٠٢ کال راهيسي اتلسم بندي دئ چي په ګوانتانامو زندان کي ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې دمخه د دغسي پېښو په باب د امريکا حکومت ويلي چي بنديانو ځان وژنه کړې او يا په طبعي مړينه ځانونه تېر کړي.
خو ډېرى خلګ په دې نظر دي چي بنديان د امريکايي پوځيانو د وهلو او شکنجو له امله ژوند له لاسه ورکوي.