کور / تازه خبرونه / پکتيا: د سړک جوړلو د شرکت ٣٥ کارکوونکي وژل سوي

پکتيا: د سړک جوړلو د شرکت ٣٥ کارکوونکي وژل سوي

د پکتيا چارواکي وايي د وازي خوا په ولسوالي کي د طالبانو د يوه بريد له امله د سړک جوړوني د يوه شرکت ٣٥ تنه افغان کارګر وژل سوي دي.
د چارواکو په وينا طالبانو د دې شرکت پر يوه کمپ باندي تېره شپه حمله کړې وه چي له امله يې ٣٥ کارګر مړه او ٢٤ نور ټپيان سوي دي.
تر دې دمخه د پکتيا چارواکو ويلي وو چي طالبانو د شرکت ٧٢ کارکوونکي تښتولي دي، خو اوس وايي د ٣٥ تنو مړي يې موندلي دي.