کور / تازه خبرونه / کابل: په روغتون کي ځانمرګې حمله سوې ده

کابل: په روغتون کي ځانمرګې حمله سوې ده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د سردارمحمد داود خان په نوم نظامي روغتون کي ځانمرګې حمله سوې چي له امله يې شپږ تنه مړه او ٢٤ ټپيان دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظمي وايي ځانمرګي د روغتون په عاجل واټ کي ځان چاودلى چي له امله يې شاوخوا ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روغتون چارواکي وايي يو بل ځانمرګى تر اوسه په روغتون کي موجود دئ چي لا يې ځان نه دئ چاودلى.

جنرال اعظمي وايي د دې پېښي په باب يې پلټني شروع کړي دي.