کور / تازه خبرونه / د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه دايرېږي

د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه دايرېږي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن اعلان وکړ چي راتلونکې اونۍ په کابل د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ درې اړخيزه غونډه په کابل کي کېدونکې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تهمينه جنجو وايي په دې غونډه کي به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو، د سولي پر پروسې او له تروريزم سره د مبارزې پر مسايلو خبري وسي.
په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژني وروسته دا لومړى ځل دئ چي د درو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډه غونډه جوړوي.