کور / تازه خبرونه / اوباما: په پاکستان کي بيا عمليات کوو

اوباما: په پاکستان کي بيا عمليات کوو

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي که يې اړتيا پيدا سي يو ځل بيا به د پاکستان تر حاکميت لاندي سيمو کي د ځانګړو ځواکونو عمليات وکړي.
نوموړي له بي بي سي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي چي که امريکايي ځواکونو ته د امريکا يا طالبانو د لوړ پوړو چارواکو ځاى معلوم سي، بېله دې چي د پاکستان څخه اجازه واخلي هلته به عمليات وکړي.
اوباما وويل هيواد يې د پاکستان ملي حاکميت ته احترام لري، خو دا نسي زغملاى چي د امريکايانو او د دوى د ملګرو هيوادونو د اوسېدونکو قاتلان دي په پاکستان کي آرام اوسېږي.