کور / تازه خبرونه / پاکستان د ويکيليکس ادعا رد کړه

پاکستان د ويکيليکس ادعا رد کړه

د پاکستان يوه پوځي مقام د ويکيليکس هغه ادعا رد کړه چي وايي امريکايي ځواکونو په ٢٠٠٩ کال د پاکستان له پوځ سره يوځاى په قبايلي سيمو کي عمليات کړي دي.
ويکيليکس په يوه تازه خپاره کړي سند کي ويلي وو چي امريکايي ځواکونو په ٢٠٠٩ کال په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د قبايلي طالبانو پر ضد عمليات کړي وو، خو د پاکستان د ډان ورځپاڼي د يوه پوځي چارواکي له خولې ويلي چي پاکستان له امريکا سره د ګډو عملياتو هيڅ تړون نه لري.