کور / تازه خبرونه / کندهار: امريکايانو د والي وياند ټپي کړ

کندهار: امريکايانو د والي وياند ټپي کړ

امريکايي ځواکونو نن سهار د کندهار د والي پر وياند زلمي ايوبي ټکان کړي او نوموړى يې په پښه کي زخمي کړى دئ.
زلمي ايوبي پژواک آژانس ته ويلي، له امريکايي ساتونکو سره يې پر دې شخړه وکړه چي هغوى ولايت ته د ننوتو پر مهال د تلاښۍ د ورکولو غوښتنه ځني وکړه، خو ده اجازه نه ورکوله.
ايوبي ويلي د کندهار تر وروستيو بدامنيو وروسته امريکايي ځواکونه د ولايت مقام ساتنه کوي، خو پرېکړه داسي سوې وه، چي امريکايي پوځيان به د ولايت مقام په مامورينو کي تلاښي نه کوي.