کور / هراړخیز / د نړۍ مشهوره متلونه او ويناوي پنځمه برخه

د نړۍ مشهوره متلونه او ويناوي پنځمه برخه

ددې لړۍ څلرمه برخه له دې ځايه ولولی
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې متلونه او مقولې


پنځمه برخه


غټ غر له هيڅ شي سره هم آواز نه باسي.(دنمارک_لوېديزيوليند)
کله چې په غر کې پرخه کنګل وي نو په باران کې ساړه وي.
کله چې غر محمد(ص) ته نه ورځي،بايدمحمدغرته لاړشي.(انګلستان)
غر يوموږک وزېږاوه.(لاتين)
نوي وخت ته تېرېدل يو سخت غردی .(دنمارک_يوليند)
غرونه اوبانکونه کېدای شي يو شان شمال ولري خو،نه غټ کوناټي.(دنمارک_يوليند)
غرونه يې ګوري دېوالونه يې اوري.(پرتګال)
پاده وان چې کله دغواپرخوشايي راولوېدويې ويل”: په غر کې شيطان ؤ” .(دنمارک_يوليند)
ما دغږې آوازواورېد خو غوا مې نه ده ليدلې.(سوېډن)
نيمه غږه تر سورۍ غږې ښه ده.
غټ ټوکيان (مسخره ګان) غټې غږې لري (هاليند)
ټول ټوکيان غږې نه لري.
کله چې ديېږ(خرس) په باب غږېږې هغه راځي.(اطريش)
يېږ يادکړه ډانګ په لاس کې ونيسه.(افغانستان_دري ژ.)
هرڅوک يېږپېژني خو يېږ هيڅوک نه پېژني.(فنليند)
کله چې يېږ راځي،غوايي ښکروهل هېروي.
دا ښه نه ده چې يېږ په ستنه ووهې.(فيدر لول)
په دې نه ارزي چې يېږ په پروړه ووهې.(سوېډن)
ديېز پوټکی خوړل نه کوي(خوله نه لګوي).(سوېډن)
دوه يېږې په يوه سوري سره نه جوړېږي.(روسيه)
چې يېږ يې نه وي ښکارکړي بايدپوټکی يې ونه پلوري.
پاڼه ژر اوختلی شي.(اووم فيدر)
پاڼه له خولې ايستل.
۲۱
هيڅوک دومره ړانده نه دي، چې ونه غواړي ويې ګوري.(جنوبي آفريقا_ آفريقايي)
يو سترګه تر ړندوالي ښه ده.(جرمنی)
چَپی تر ړوند ښه دی.(فيدر لول)
په ړندوکې چَغر باچادی.(افغانستان-پښتوژ.)
تر ړندو سترګو کږې ښې دي.(سوېډن)
تردې چې دشيطان سترګې ولري،ښه ده  چې سړی ړوند وي.(ايران _کوردي)
کله چې ړوند ړوندته لار ښيي دواړه په کنده کې غورځېږي.(بيبل)
کله چې ړوند شل پر شاوړي دواړه مخکې ځي.(اووم فيدر)
ړوند فکر کوي چې ټولې امساګانې تورې دي.(سوېډن)
لکه دړانده په څېر درنګونو په باب څه مه وايه .
دړوند پېغور کوږوږ تګ دی.(سوېډن)
ړنده چرګه هم دانه موندلی شي.
ړندې چرګې ته هر څه سپين دي.(روسيه)
ړوند هم د آس نعل ښه موندلی شي.(جرمنی)
ړوند يوازې يوکرت امسا ورَ کوي.(هند)
هغه ړوند له تانه مننه نه کوي، چې آيينه دې ورته نيولې ده.(انګلستان)
ړوند پر يودېوال واوښت ،و يې ويل: دادنړۍ پوله ده.(يونان)
که د برېښنا بيه جګه شي ړوندته څه توپير لري.(ارمنستان)
ړوند ځان ته څه غواړي،يوه جوړه سترګې.(عراق)
ړوند له خدايه څه غواړي،دوه سترګې.(افغانستان_پښتو[ژ])
ړوند له خدايه څه غواړي،دوه بينا سترګې.(افغانستان_ دري [ژ])
دړوند فکرونه دچاکو غوندې دي.(چين)
دړندومنځ کې سترګې پټې کړه.(ايتاليا)
که دړندو په بازار راغلې،په يوه سترګه لاس کېده. (افغانستان_پښتو[ژ])
هغه ړنده مېرمن دچاله پاره ځان سينګاروي؟
ړوند آس مخامخ ځي.
ړانده يې په غوږونو ويني.                                                                                                                                
 ۲۲
هر ړوند په خپل باوردی.
دا ړوند هم ليدلې شي.
ړوندهم پوهېږي چې دلده تروه ده. (افغانستان_ دري[ ژ])
ړوند سړې بېچاره دی.
داچې تر اوبو ټينګه نه ده ډېره خرابه وينه ده.(سوېډن)
دټولوخلکووينه يوشان رنګ لري.(دامريکا متحد ايالتونه)
ټولې وينې يو راززړې ولولې لري.(انګلستان)
څومره په وينه هومره ځلا يا امتياز.
ټېپر وينه نه لري.
وينه په وينه نه مينځل کېږي.(روسيه)
وينه څوک په وينو نه مينځي.( افغانستان_پښتو[ژ])
چېرته چې وينه تويېږي،هلته دهېرېدوونه نه شنه کېږي.(برازيل)
وينه هغه مهال په غره کې جاري کېږي،کله چې ګني په واوره کې وده وکړي.(قفقاز_شوروي اتحاد)
دمېوې ګل دمېلمستيا پېسې دي.
ټول ګلان دسبوخوړو له پاره نه کارول کېږي.(اووم فيدر)
زهرجن ګلان تل ښايسته رنګ لري.(دنمارک_يوليند)
مخکې تردې چې مېوه ونيسي،دګلانو ستاينه مه کوئ.(دنمارک_شيليند)
پک په هنداره کې وکتل ويې ويل:څه طلايي ويښتان يې لرل.(سوېډن)
شرم(حيا)ددنمارکي ښځې ډېر ښه پوښاک دی.
خجالتي ناوې له زوم سره کټ ته له دواړو بوټانو سره دانګي.(فيدر لول)
حيا ښه صفت دی ،خوڅوک يې زيات وخت په پام کې نه نيسي.(جرمنی)
حيا په ښځه پودر نه وهي.(لاتين)
شرمندوکی ورور هيڅکله تربل ګران شوې نه دی. (لاتين)
څوک نه شي کولی چې هم اوړه په خوله کې ولري اوهم پوکی وکړي.(فيدر لول)
که  سکاره په احتياط پوکړې نوپه پزه کې به دې ايرې نه ننوزي.
څوک چې ځان ته زيات ارزښت ورکوي ډېر ژر به ځان بې ارزښته کړي.(جاميکا)


۲۳
هرڅوک څه ارزښت لري.
هوا او باد وګوره.
بهر په دا شنه کې.(په دې شنه آسمان کې)(جرمنی)
دخپل حالت دپاسه ژوند وکړه،دحال سره سم کالي واغونده اودحالت لاندې يې وڅښه .
خپل ژوند غوره دې تردې چې هيڅکله ونه ګورې چې ټلۍ(زنګ) وهې مېړه په کوردی.( هومل [دوايکنګانو دمهال شعري ټوټه(ژ)] )
تر دې چې له خرابې ښځې سره واوسې دا ښه ده چې له زمري او ښامار سره واوسې.
کور جوړ کړه او اتيا بدبختۍ دې له سره کمې کړه.(هند)
داوبو پوکڼۍ تولې چوي.(پوليند)
کله چې داوبو پوکڼۍ غټه شي چاودېدوته نږدې وي.
دشتمن په ګناه کې غريب سزاويني.(ايتاليا)
دابيڅې(الفبا)توري نه شرمېږي.
توري په مرګ وهل کوي ،خوټپي ژوندی وي.(بيبل)
هغه دشهدو له پاره نېش نه وهي.
بزګر
بزګربزګر دی که څه هم ترغرمې بيده شي.
بزګرکه بيده هم وي واښه شنه کېږي.
تر ټولو بې عقله بزګران غت کچالان لري.
بزګر خپل بادار دی،يوازې خدای اوباچا ورته سردردي ده.
يوبزګر په پښو غوره دی تردې چې يو ځمکه وال په ګونډو وي.
نه يوه تېره توره پېدا کوي شي ترهغې چې بزګر شتمن شي. 30
دبزګر بېل دبادار له تورې ښه دی.
که بزګر دی پر شاوټپوه (ودې هڅوه) نووهي دی،که دې وواهه غوړوي دی.(فيدر لول)
کله چې بزګر پېسې لري،ټول پېسې لري.
هغه چې شکايت نه کوي سم بزګر نه دی.
دبزګرسپارښتنه (توصيه) دکتاب له پوهې نه ښه ده.(ايسليند)


۲۴
بزګر دځمکې داسې وږسترګی دی لکه شيطان د اروا.(سوېډن)
دبزګر اشتها هيڅ وخت نه خرابېږي.(روسيه)
بزګر دبادرنګ په مالګه څه پوهېږي.
دبزګر سترګې مړې ښکاري.(فيدر لول)
دخسيس بزګر آس خوار وي.
بزګر اوشيطان په استراحت عادت نه دي.(فنليند)
بزګر غاز نه دی ځکه ايرن رنګه دی.(فيدر لول)
 هوښيار بزګر دځان ښه ساتنه کولی شي.
مېزاوڅوکۍ
ښه داده چې پښې ترخپل مېزلاندې وي.
دمېزترڅنګ اوپه کټ(بستر) کې بايدڅوک ونه شرمېږي.(سوېډن)
دګرد مېزچاپير هيڅ ځای رسمي نه دی.(ايتاليا)
ددووڅوکيو ترمنځ کونه پر ځمکه لوېږي.(فيدرلول)
اوږدمېز لنډژوند.
مېزپاک وساتئ.
سړی بايد پام وساتي چې دمېزدود په پام کې ونيسي،نه چې دسپي دودولري.
دمېزناوړه دو(ادب)دادی چې سړی دډوډۍ له امله ځان مات کړي نه دمېلمستيا له امله.
ورک شوي
داسې ورک شو لکه سوېډنی دپولتاوا(دسيمې نوم دی [پښتوژ.])ترڅنګ.(روسيه)
ورک شوي ژرشوي.
اور
زاړه اورونه ژر تازه کېږي.
خپل اورداسې مړکړه لکه تاچې سېځي.(اووم فيدر)
 اورته په خپله لرګي واچوه دوه کرته دې تودوي.(انګلستان)
څوک چې پراورپخلی کوي بايد ايره يې تازه کړي. (اووم فيدر)
دګڼ (ببر)ځنګل اور په سيند وژل کېږي.(افريقا_ناندي)
۲۵