کور / هراړخیز / وحید عمر اوس د ملي راډيو تلويزيون د مشر په توګه

وحید عمر اوس د ملي راډيو تلويزيون د مشر په توګه

وحيد عمر برباد شو (وسیم سجاد،کابل)
تاسو به د مضمون تر پایه په لاندو ټکو خبر شی:
۱. وحید عمر، د ولسمشر ویاند: پیژندګلوي
۲.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تاسیس ، جوړښت او رسمیت
۳.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د ریسانو په اړه څو خبری
۴. دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو نوی معاون
۵.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز بودیجه، تمویلونکی او اوسنی تفتیش


دخپریدو نیټه 2011-05-21 م
د جمهوري رياست د مطبوعاتي ادارې يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بينوا ته ويلي چې د ولسمشر وياند وحيد عمر به د ملي راډيو ټلويزيون د مستقلې ادارې د مشر په توګه ژر خپله دنده پيل کړي ،ويل کيږي چې ولسمشر د کلتور وزارت او په ځانګړې توګه د ملي ټلويزيون له چارو ډير رنځ وړي او دا اداره په يوه بې کاره اداره بدله شوې ده د يادولو وړ ده چې ملي ټلويزيون د مطبوعاتو د نوي قانون له مخې مستقل او د رهين په وزارت پورې تړلى نه دى دا چې وحيد عمر به د ولسمشر د ويندويى تر څنګ دا چارې پر مخ بوځي او که به يواځې د ملي راډيو ټلويزيون مشر شي لا معلومه نه ده ، بينوا ويب پاڼې هڅه وکړه چې ددغه خبر په اړه د ولسمشر ددفتر رسمي نظر معلوم کړي خو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

پورتنی خبر می پرون ولوست. یو ځل بیا یی لیکلو ته وهڅولم.




۱.وحید عمر، د ولسمشر ویاند: پیژنګلوي
پیدایښت: کابل
زده کړی:
ښوونځي: کابل-پیښور
پوهنتون: ماسټري په سیاست پوهنه کی له یونیورسټي اف يورک، برطانیه
تیزس یی: پس له جګړی، بیا رغونه او او پرمختیا
ژبی: پښتو،دری، انګریزی، ارو
ویل کیږی چی کله، کله شاعری هم کوي


دندی:
له ۲۰۰۹-۲۰۱۱: دافغان ولسمشر رسمی ویاند
۲۰۰۹: دولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ولسمشر کرزی د ټاکنیز کمپاین د اړیکو ریس
۲۰۰۷-۲۰۰۸: په اداره امور کی معاون
د سویډن په کمیټه او همدا ډول یی په سنایی بنیاد کی هم دندی ترسره کړي. د مهاجرت پرمهال په کابل سنټر د انګریزی ژبی په کورس کی استاد وو.


لاس ته راوړنی: په د ۲۰۰۸ کال کی د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو دمرکز تاسیس او جوړښت
ځانګړنی: تیز، چالاک. په ټولی مانا سره بچه مکروریان. هڅه کوي چی له ځانه پورته سړی چپه کړي. تکړه سړی نه مني. چاپلوسی خوښوونکی او…


د ټولټاکنو پرمهال: د ولسمشریزو ټولټاکنو پرمهال یی له کاندید حامد کرزی کلکه او سخته دفاع وکړه. په بحثونو کی تیز دی. له رسنیو سره یی اړیکی پخی وی. په دواړو ژبو پوره پوهیږي. مخالفو او متفقو ټولو یی په تیزوالی اعتراف کړیدی. د ټولټاکنو پرمهال، کاندید حامد کرزي په ریښتیني مانا داسی یو چاته اړتیا لرله. د وحید عمر څخه مخکی چی کوم کاندیدان وو په تول پوره نه وو ختلي. په خبرو کی پڅ، په دفاع کی کمزوري، په ژبو په ځانګړی توګه په پښتو نه پوهیدنه تر ټولو غټه لانجه او ربړه وه چی په دوی انتقاد کاوه. پښتانه ورته خوشحال وو چی کله به یی د ډبل عبدالله په سنچارکی لفظی حمله کوله.


زما یی دا خبره ډیره خوښه شوی وه: که مونږ ټاکنی وګټو، نو فساد شوی، درغلي شوی او که تاسو ګټونکی شی نو بیا په انصاف او نیاو برابری دي.


که مونږ ټکنی وګټو، نو مجاهدین له واکه پرځیدلي او که تاسو یی وګټی نو بیا مجاهدین په واک او ځواک کی دي.


د وحیدعمر معاونین: حامد علمی او سیامک هروی. حامدعلمی پخوانی جهادی دی او هروی نوی. خو حامد علمی ژبه نه لري، تیز نه دی نو رسنیو ته یی راښکاریدنه هم کمه دی او دابل بیا دومره نه دی څومره چی باید وای. دواړه معاونین ډیر کم صلاحیتونه او واکونه لري.


۲.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تاسیس ، جوړښت او رسمیت او یا هم:
Government Media and Information Center (GMIC)
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز چی په جی.مای.سی هم مشهور دی د ۲۰۰۸ په اکتوبر کی په فعالیت پیل وکړ. خو ابتدایی کارونه یی له مخکی پیل شوي وو.
د تاسیس موخی:
الف: د حکومت ژبه به وي
ب. د رسنیو سره به اړیکی جوړه وي
ج. د حکومت مالومات به له همدی لاری رسنیو ته وړاندی کیږي
د. په ولایتونو کی به رسنیز او اطلاعاتی مرکزونه جوړه وي
ح. د والیانو، وزیرانو ویاندویانو ته په ژورنالیستیکه ساحه کی زده کړی ورکوي. ازادو رسنیو غړو او نماینده ګانو ته به ښوونیز کورسونه برابره وي.
خ. د حکومت دننه به د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ د مالوماتو هم غږي برابره وي
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نه هم کوم خارجی غیردولتی ارګان دی او نه هم په حکومت کی کوم ځانګړی تشکیل لري. د ولسمشر ددفتر دریاست لاس لاندی باید خپلی چاری باید مخته بوزي. خو دوی یی بیا نه مني. نن سبا چی عبدالکریم خُرم د ولسمشر د دفتر ریس ټاکل شوی نو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز او د ولسمشر ددفتر دریس ترمنځ پوخ ټکر راغلی.


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لاندی شعبی لري:
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دوو برخو ویشل شویدی:
۱.دپروګرام برخه:
مشر یی: غلام صدیق صدیقی
الف: درسنیو سره د اړیکو او همغږی ډیپارټمنټ
ب: د ظرفیتونو دلوړوالی او یا د تعلیم او تربیی ډیپارټمنټ
ج: د خبر څانګه
د. خلکو ته درسیده ګی څانګه
ح. د رسنیو د څارنی څانګه


اوس ددغو ټولو ډیپارټمنټونو پوره جزیات:
الف: د رسنیو سره د اړیکو او همغږی ډیپارټمنټ-
Media Relation and Coordination Department
مشر یی:؟
کارونه یی: له رسنیو سره اړیکی ټینګه ول، د حکومت او رسنیو ترمنځ همغږي همدا ډول هڅه کول ترڅو د حکومت او نړیوالو هممنصبانو سره د مالوماتو همغږي.


ب: د ظرفیتونو د لوړوالی او یا د تعلیم او تربیی ډیپارټمنټ:
Capacity Building Department
مشر یی: محمد بهروزیان
کارونه یی: دوالیانو د ویاندویانو، د وزارتونو دویاندویانو او همدا ډول د ازادو رسنیو د کار کوونکو لپاره مسلکی زده کړی، ښوونیز کورسونه، علمی سفرونه برابرول.
ج. دخبر څانګه
News Desk Department
مشر یی: ولی ارین
کارونه یی:
د ولایتونو څخه د امنیت په اړه مالومات را ټولول: هر هغه پيښه چی په ولایتونو کی چی امنیت سره مخامخ او یا غیر مخامخ اړیکه ولري باید ولسمشر ته راپور شي.
د. خلکو ته درسیده ګی څانګه:
Public outreach Department:
مشر یی: الیاس حسنی
کارونه یی: د مجلو، اخبارونو، بروشرونو، او اعلاناتو طرحه او چاپول؛ د ځینو ځانګړو ویډیوګانو جوړول؛ ددوی ټوله توجه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د کړنو په اړه د خلکو خبرول دي. بینرونه او سرک سر لوحی یی لیدل کیږي.
ح: درسنیو د څارنی څانګه:
Media Monitor Department
مشر یی: محمود دستګیر
کارونه یی: د محلی، سیمیزو، او نړیوالو رسنیو هفه که هرڅه دي، څارنه او له هغو څخه راپورنه جوړول دي ترڅو ولسمشر ته ولیږل شي او له تازه پیښو خبر شي.
اداری برخه یی:
مشر یی: داود رحیمی
چی دی برخی ته مونږ حمایوی برخه ویلای شو چی پکی:
الف: مالی
ب: تدارکات
ج: منبع بشری
د. اداری
خ. امنیت او ترانسپورت
بره یاد شوی شعبی مهمی بولو کیدای شی نوری هم وی چی ورڅخه تیریږو.
د جی مای سی جوړښت:
عمومی ریس: ډاکټر حکیم عاشر
دوه معاونین: د پروګرام معاون: غلام صدیق صدیقی او اداری معاون یی ښاغلی داود رحیمی
په پروګرام کی لاندی برخی کار کوي:
الف: درسنیو سره د اړیکو او همغږی ډیپارټمنټ


ب: د ظرفیتونو دلوړوالی او یا د تعلیم او تربیی ډیپارټمنټ
ج: د خبر څانګه
د. خلکو ته درسیده ګی څانګه
ح. د رسنیو د څارنی څانګه


اداری برخه یی:
الف: مالی
ب: تدارکات
ج: منبع بشری
د. اداری
خ. امنیت او ترانسپورت


۳.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د ریسانو په اړه څو خبری
عمومی ریس:
حکیم عاشر: ویل کیږي چی د طب ډاکټر دی؛ په انګریزی پوهیږي؛ کله چی ضرار مقبل د کورنیو چارو وزیر وو نو ډاکټر یی د مطبوعاتو عمومی ریس وو. ویل کیږي چی د ولسمشر په لاسلیک په دی پوست لګیدلی خو پوره دقیق نه دی. څه شی په شا کی حتمی پټ دي.
ډاکټر عاشر چی په کوم پوست کار کوي کیدای شي ددیمکراتانو له شایسته سالاری!!!څخه وګڼل شي. ډاکټر د طالب جان او هغه څوک چی ددوی په مقابل کی جنګیږي پوره او بشپړ مالومات نه لري. مسلکی نه دی. په خبرو کی پڅ دی. په پښتو نه پوهیږي او که چیرته کومی مناظری ته راوبلل شي کیدای شي ځان ته هم کنځا وکړي.
لومړی معاون (د پروګرام برخه): غلام صدیق صدیقی:
ادبیات یی لوستلی دي، لیسانسه دی. دلته کی ترجمان وو. په کابل کانفرانس کی یی ښه کار کرده ګی وښودله نو ځکه د مرکز په لومړی معاونیت فایز شو. د مرکز ۵ مهم ډیپارټمنټونه چلوی خو یوه ورځ هم په رسنیو کی ونه لیدل شو. ښه نیکتایی تړي.
کابلی بچه دی.
دویم ریس: داود رحیمی: ده د کلیو او پراختیا وزارت په سیمزه پراختیایی پروژه کی چی په ولایتونو کی د ولسوالیو په کچه کار کوي دنده لرله. له دی ځایه وویستل شو.
دده په اړه ځکه څه نه وایم چی حمایوی او یا هم د سپورټ برخه کی کار کوي.


اوس راځو د پروګرام برخی په اړه غږيږو:
ب: د ظرفیتونو د لوړوالی او یا د تعلیم او تربیی ډیپارټمنټ:
مشر یی: محمد بهروزیان: په انګریزی کی ترجمان، په افغان امریکایی پوهنتون کی په زده کړو بوخت دی. ډیره مهمه دنده پرمخ بیایی خو جناب بیا په خپله کاري رشته کی کومه ځانګړی تجربه نه لري. خوشی راغلی دی.


ج. دخبر څانګه
News Desk Department
مشر یی: ولی ارین
نوموړی د وحید عمر د توړی ځوی دی، مخکی یی په مرکز کی د منابع بشري په برخه کی منیجر وو. کله چی دخبر څانګه په مرکز کی پرانیستل شوه نو ښاغلی له منابع بشری دلته راغی. حقوق یی لوستي دي.
د. خلکو ته درسیده ګی څانګه:
Public outreach Department:
مشر یی: الیاس حسنی
ویل کیږي چی پخپل کار کی فعال کس دی. خو څومره چی توقع او هیله باید تری وشي څه یی نه دي کړي. کیدای شي کار نه کول یو سنت ګرځیدلی وي.
ح: درسنیو د څارنی څانګه:
Media Monitor Department
مشر یی: محمود دستګیر
نوموړی د وحید عمر له ټینګو ملګرو څخه دی. په انګریزی کی بلا دی. په کابل سنټر انګریزی کورس کی چی پیښور کی وو له وحید عمر سره یو ځای استاد وو. د کوم ډیپارټمنټ مشري چی مخکی بیا یی په اړه یی هیڅ کاری تجربه نه لري. خو ښه مدیریت لري. ورسره کاري ټیم یی له تجربو ډک دی.


تاسو معرفی ولیده چی وحیدعمر داسی څوک نه دی راوستلي چی لیاقت ولري او یا هم ځانګړی ځانګړنی ولري. دا ټول ددی لپاره چی وحید نه غواړي څوک دده خولی ته وورځي او یا یی د کومی خبری مخالفت وکړي. په دی طریقی سره ده غوښتل چی په مرکز باندی خپل راج وچلوي.



۴. دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو نوی معاون:
نوی معاون صفت الله صفت نومیږي. نوموړی د کونړ دی، له شریعاتو فارغ دی له ډاکټر فاروق وردګ سره یی اړیکی پخی دي. ډاکټر، خرم ته ورپیژندلی او هغه بیا له ولسمشره ورته لاسلیک اخیستی چی د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز معاون وټاکل شي. دده په راتګ سره پخواني معاونین دواړه ښاغلي صدیقی او بل رحیمی له کاره ګوښه کړل.


کله چی صفت د ولسمشر له لاسلیک سره جی مای سی ته ورځي نو تر دوو اونیو پوری پخوانیو جنابانو خپل پوستونه نه پریښودل. صفت خبره جدی واخیسته، ویل یی چی د ولسمشر لاسلیک چی د ارګ په ۲۵ متری کی نه چلیږي نو په ولایتونو کی څه ګیله! غواړم چی خبره رسنیو ته وباسم. پدی ترتیب نو بیا دواړه معاونین کار پریږدي. صفت بیا نو د مرکز ګارډانو ته وایی چی دا دوه نفره نور له کاره ګوښه شوي باید را پری نه ښودل شي. صفت وکولای شول چی دواړه معاونین عوض کړي-هم اداری او بل د پروګرام.


د سیاسی بحثونو پرمهال سړی بد نه ښکاري. په دواړو ژبو پوهیږي-پښتو او دری. ګورو به چی نور څه کیږي او څه پیښیږي.


۵.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز بودیجه، تمویلونکی او اوسنی تفتیش
د رسنیو مرکز اصلی تمویلونکي: د امریکی او برطانیی سفارتونه دي.
کله، کله له کاناډا هم فنډ اخلي. دوی سره د فنډ په برخه کی دوو بهرنیانو هر یو ټام نی بلاک چی امریکایی او الن پرسیول چی انګریز دی په پراخه کچه مرستی کړیدي. دغو دوو نفرو وکولای شول چی د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته زختی زیاتی مرستی راټولی کړي. داچی ددوی رول څه شی دی او په کوم منصب فایز دي، څوک نه پوهیږي خو امکان لري چی د ریمنډ ډیوس په کټګوري کی یوه ورځ راشي.
نن سبا د ولسمشر د دفتر او مرکز ترمنځ پراخ درز را برسیره شویدی. له مرکز څخه پوښتل شوي چی څه بلا دی او په چا پوری تړاو لري نه غیر دولتی ارګان دی او نه هم مستقل نو بیا څه شی دی؟
دوی تراوسه پوری ملیونونو ډالره فنډ اخیستی او ورک مصرف شویدی. یواځی کابل کانفرانس یو ملیون ډالره فنډ خوړلی دی. ددی لپاره خرم یو ځانګړی تفتیش لیږلی ترڅو خپل کاري راپور یی په اړه ترتیب کړي. د امهال تفتیش یو ځانګړی خونه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کی نیولی دی او هوری کاري ټیم ځای پر ځای شویدی.
داچی کاري نتایج به څه وي او څه به پیښیږي نو یاالله، یا نصیب!
خو یوه خبره په یاد ولری چی د خرم تقرر په وحید یو جدی ګزار دی. وحید موده وړاندی استعفی هم ورکړی وه او دلیل یی شخصی مشکلات ښودلي وو خو خبره بل ډول دی. افغان چارواکی هغه مهال استعفا ورکوي چی پدی پوی شي چی بل ښه پوست ته ځان کاندیولی شي او یا هم رسیږي. ده هڅه کوله چی د جاوید لودین ځای ونیسی او د باندنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال وټاکل شي. خو ونشو.
په مرکز کی د وحید عمر خاص راج وو چی له لاسه به یی ورکړي. ده لپاره مرکز میله ځای وو چی نور به نه وي،
د وحید په لری کیدو به خفه شم خو قحط رجال نه دی کیدای شي بل ښه څوک پیدا شي. افغان مشرانو هڅه کړی چی ملت په اغفال کی وساتي او ددوی له لری کیدو سره ملت ته ووایی چی که مونږ نه وو نو بیا به هیڅ هم نه وي. وحید جان له برطانوي ډګری سره بیا هم نشي کولای چی دقدوری ملا، طالبانو کوم ویاند سره مناظره وکړي. طالب که څومره بی عقل وو د نن په حساب، بلا تیز خلک وو.
زمونږ حکومت تر اوسه په ولایتونو کی داسی مرکز یا پرس کلب نه لري چی مخالف او موافق دهغه له ټربیونه له رسنیو سره خبری وکړای شي. په کندهار کی جی مای سی یو شی جوړ کړی او په ننګرهار کی لا تراوسه کار پری روان دی(۶-۷ میاشتی کیږي) خو مالوم نه دی چی څه وخت به جوړیږي. له ننګرهاره وروسته پلان وو چی هرات کی به داسی یو مرکز جوړیږي خو کیدای شي چی ونه شي.


نتیجه: ملیونونه ډالر مصرف شول، نه کدر وروزل شو او نه هم ښه نوم و عمر ته پاتی شو. په نوی پوست چی د رادیو ټلویزون مستقله اداره دی دده ټاکل کیدل هم سنجیده اقدام نه دی ځکه چی وحید په دی اړه هیڅ مسلکی تجربه نه لري. پښتانه دی هم نه وي ورته خوشحاله ځکه دا کسان د پښتون په نامه کریډټ اخلي خو دهیڅ هم نه دي. پښتو ددوی له نورو ډیره بده راځي. په ټول درناوي سره چی د جی مای سی کاري ټیم ته یی لرم ځکه چی دوی له خپلو مدیرانو ډیر پوهیږي او هیڅکله دوی ونه شو کولای چی پرمختګ وکړي ځکه مخه یی دا نورو ور بلاک کړی وه. وحید عمر یو لایق شخص او ورڅخه هیله کوو چی هغه څه یی چی تراوسه کړي که بدل کړي نو نوم او عزت به یی لا په ټولنه کی زیات شي. زه دا نه وایم چی سړی دی خپلوانو ته کار نه کوي خو خبره په دی کی دی که هزاره که هم لایق وي، نو فرصت دی ورکړل شي ترڅول خپل ځان وځلوي.