کور / تازه خبرونه / کراچي: د سمندري پوځ په اډه کي جنګ روان دئ

کراچي: د سمندري پوځ په اډه کي جنګ روان دئ

د پاکستان د سند ايالت په کراچي ښار کي وسله والو د سمندري پوځ پر يوه اډه حمله کړې چي لا اوس هم دوام لري.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک رسنيو ته ويلي چي وسله والو برايي د شپې پر دې مرکز حمله کړې چي اوس د پوځيانو له خوا محاصره دي.
راپورونه وايي پر ياد سوې اډه باندي تر ١٠ ساعتو وروسته اوس هم جنګ روان دئ او په هوا کي څرخکي په بريدکوونکو پسي ګرځي.
د پاکستان پوځي سرچينو په حمله کي د پنځو پوځيانو مړينه تائېد کړې او وايي د لسو په شاوخوا کي بريدکوونکو پر دې مرکز حمله کړې ده.
د حکومت رسمي سرچينې وايي حمله کوونکو دوې څرخکي هم له منځه وړي دي.
بلي خوا ته د قبايلي طالبانو وياند احسان الله احسان رويټرز آژانس ته ويلي چي دغه حمله يې د اسامه بن لادن دغچ اخيستني په خاطر کړې ده.