کور / تازه خبرونه / جنرال داوود او شاه جهان نوري ووژل شوي، خو د تخار والي ټپي دی

جنرال داوود او شاه جهان نوري ووژل شوي، خو د تخار والي ټپي دی

ځانمرګی برید چې د افغانستان په وخت څلور بجې د د تخار ولایت د والي په دفتر شوی په پایله کې یې د۳۰۳  شمال زون د د پولیسو د عمومي قومندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنیه قومندان شاه جهان نوري تر څنګ يې یو شمېر نور چارواکي هم وژلي.


د تخار د والي  عبدالجبار  تقوا په اړه معلومات دادي چې والي ټپي دی خو ساتونکو او نورو نږدې کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ځينو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو شمیر نړیوالو ځواکونه ته هم زیان اوښتی.


ویل کیږي چې بریدکوونکی  د پولیسو په جامه کې د والي دفتر ته ننوتلی او لمړی یې د سپکې وسلې ډزې کړي او ورپسې یې ځانمرګی کړی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی، خو نور جزیات یې لا نه دي ورکړي.


جنرال داوود نن غرمه خبریالانو ته د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل چې شمال کې د امید په نامه عملیات پیل کیدونکي دي.


.


جنرال داوود داوود مخکې تر دې  د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د ادارې رییس  او همدارنګه د شمال ټلوالې یو پيژندل شوی قومندان و.