کور / تازه خبرونه / ویل کیږي چې د تخار والي عبدلجبار تقوا هم د زخمونو له امله ومړ

ویل کیږي چې د تخار والي عبدلجبار تقوا هم د زخمونو له امله ومړ

نن څلور بجې د تخار  د والي په دفتر د ځانمرګي برید له امله چې چې د شمال زون د پولیسو عمومي قومندان جنرال داوود داوود او د تخار امینه قومندان  شاه جهان نوري پکې وژل شوي و، خو والي  عبدلجبار تقوا پکی پکې ژور زخمونه اخیستی  خو اوس اوس  د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه ځينو سرچینو لراوبر ته وویل چې والي هم د خپلو زخمونو له امله په روغتون کی سا ورکړه.


خو دا خبر د کومې باوري سرچینې لخوا نه ده تاید شوې.


پخوانی خبر


جنرال داوود او شاه جهان نوري ووژل شوي، خو د تخار والي ټپي دی


ځانمرګی برید چې د افغانستان په وخت څلور بجې د د تخار ولایت د والي په دفتر شوی په پایله کې یې د۳۰۳  شمال زون د د پولیسو د عمومي قومندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنیه قومندان شاه جهان نوري تر څنګ يې یو شمېر نور چارواکي هم وژلي.


د تخار د والي  عبدالجبار  تقوا په اړه معلومات دادي چې والي ټپي دی خو ساتونکو او نورو نږدې کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ځينو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو شمیر نړیوالو ځواکونه ته هم زیان اوښتی.


ویل کیږي چې بریدکوونکی  د پولیسو په جامه کې د والي دفتر ته ننوتلی او لمړی یې د سپکې وسلې ډزې کړي او ورپسې یې ځانمرګی کړی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی، خو نور جزیات یې لا نه دي ورکړي.


جنرال داوود نن غرمه خبریالانو ته د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل چې شمال کې د امید په نامه عملیات پیل کیدونکي دي.


جنرال داوود داوود مخکې تر دې  د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د ادارې رییس  او همدارنګه د شمال ټلوالې یو پيژندل شوی قومندان و.