کور / هراړخیز / آیا له خپل هېواده خبر یاست ؟!

آیا له خپل هېواده خبر یاست ؟!


افغانستان د لومړی ځل لپاره پر 1342 کال پر 29 ولایتونو وويشل شو.
پر 1343 افغانستان پر 234 اداري واحدونو ویشل شوی وخو په 1370 کال بیا پر 32 ولایتونو وویشل شو.
د افغانستان د نوي معارف بنسټګر امیر شیر علی خان و.
د کابل د طب پوهنځی پر 1311 کال جوړ شو.
پر 1314 کال ابتدایه زده کړې اجباری شولې.
پر 1326 کال افغانستان د یو نسکو غړی شو.
د افغانستان ړومبنی مسلکی ښوونځی د کابل د صنایعو ښوونځی و چې پر 1302 کال جوړ شو.
پر 1341 کال راډیو کابل په راډیو افغانستان بدله شوه.
د افغانستان ړومبنی سینما په ارګ کې وه. چې هغه مهال مجیک لالتین نومیده.
پر 1370 کال په افغانستان کې 40 سینما ګانې وې.
پر 1342 کال د ښکلو هنرونو پوهنځی جوړ شو.
کجکی بنډ پر 1954 کال پشپړ شو.
د ننګرهار انکشافي پروژه پر 1343 کال بشپړه شوه. او 41 ملیون متره مکعبه ظرفیت لري.
د پروان د اوبو پروژه د چین په مرسته پر 1971 کال بشپړه شوه.
د افغانستان په 89 سیمو کې 24 ډوله کانی مواد دي.
د افغانستان د تییږو سکاره 200 ملیون ټنه اټکل کیږي.
دره صوف 60 ملیون ټنه د ډبرو سکاره لري.
کرکر 15 ملیون کرخ 905 میلیونه او اشپشته 5 لکه ټنه د ډبرو سکاره لري.
د افغانستان د ګازو ذخیري 120 ملیارده متر مکعبه تثبیت شوې دي.
پخوانی شوروی اتحاد ته د ګازو 97.5 کیلومتره نل لیکه غزول شوي چې 32 انچه قطر لري.
د مزارشریف د کوډو فابریکې 105 زره ټنه کلنی تولید درلوده.
د مزارشریف د بریښنا فابریکه 36 زره کیلو واټه ساعته ظرفیت لري.
په افغانستان کې 108 ملیارده اوسپنه تثبیت شویده.
د کندهار خاکریز 8.32 ملیون ټنه د پغمان 1.83 د جبل السراج 8.7 ملیونه او د بدخشان شغنان 3 ملیونه ټنه او سپنه لري.
د لوګر د عینکو مس څلور میلیونه ټنه اټکل شویدي.
د بدخشان د سرنګ لاجورد 1300 ټنه اټکل شوي.
د تخار د مالګو کان 130 ملیون ټنه ذخیري لري.
د جبل السرج بريښنا کوټ پر 1293 کال د برتانویانو په مرسته پر کارپیل و کړ او ټولیز ظرفیت یې 1500 کیلو واټه و.
د وردګو د چک بریښنا کوټ د المانیانو په مرسته پر 1319 کال بشپړ شو او 336 کیلو واټه ظرفیت لري.
د پلخمري برېښنا بند پر 1320 ل کال پر کارپیل وکړ.
د سروبي برېښنا کوټ پر 1336 ل کال پښړ شو او 22000 کیلو واټه ظرفیت لري.
د نغلو بند پر 1346 ل کال بشپړ شو چې 76 زره کیلو واټه ظرفیت یې درلود.
ماشبنې ضایعو د لومړي ځل لپاره پر 1887 ز کال د امیر شیر علي خان پر مهال یر کارپیل وکړ.
د کابل ماشین خانه امیر عبدالرحمن خان جوړه کړه.
ړومبنی بانک پر 1312 ل کال جوړ شو.
پر 1320 ل کال د پلخمري د نساجي فابریکه جوړه شوه.
پر 1317 کال تصاد وزارت رامنځته شو.
پر 1317 ل کال د جبل السراج نساجي فابریکې کار پیل کړ.
پر 1345 ل کال افغانستان 68 ملیونه متره رخت تولید کړ.
د بګرامیو د نساجي فابریکه پر 1349 ل کال جوړه شوه او دې فابریکې هر کال 22 ملیونه متره ټوکر تولیدولای شوای.
د بلخ د نساجی فابریکه پر 1349 ل کال جوړه شوه چې هر کال یې 20 ملیونه متره ټوکران برابرول.
د امید نساجی فابریکې پر 1338 ل کال په تولید پیل وکړ.
د بوټانو ړومبنی فابریکې آهو او عقاب وې چې پر 1342 کال یې پر کار پیل وکړ او هر کال یې تر 80 زرو جوړو بوټان جوړول.
د جنګلک فابریکه پر 1320 ل کال جوړه شوه. چې په وروستیو کې تنظیمي اړو دوړو چور کړه.
د بغلان د خوږو فابریکه پر 1318 ل کال جوړه شوه.
د شمال لویه لارپر 1344 کال د روسانو د نخنو اکسپورت په مرسته جوړه شوه.
د سالنګ غاښی په 2676 مترو اوږدوالي جوړ شو د غاښی پلنوالي 6 او لوړ والی یې 7 مترو ته رسي.
د پلخمری مزار او شبرغان 360 کیلو متري سړک هم په همدي کلونو کې جوړ شو.
د کابل کندهار سړک پر 1345 ل کال بشپړ شو او په 483 کیلو مترو اوږدویې کابل له کندهار سره ونښلاوه.
د کندهار او تور غونډی سړک چې 6741 طول او 7 متره سورلري په همدي کالو کې جوړ شو.
د افغانستان مساحت 652225 کیلومتره مربع دی.
سپین غر ( فیروز غر ) 40 کیلو متره طول لری.
چګایی غر 150 کیلو متره اوږد دی او لوړه څو که یې نوریاد ده.
د امو سیند ټول اوږ دوالی 2500 کیلو متره دی.
د مرغاب سیند 800 کیلو متره اوږد دی چې 450 کیلو متره په افغانستان کې بهیږی.
د هریرو د سیند 850 کیلو متره اوږدوالی لری.
د کابل سیند اوږدوالی له اونی څخه تر اټکه 700 کیلو متره ښودل شوی.
د هلمند سیند ټول 1400 کیلومتره اوږدوالی لری.
خاشرود 300 کیلومتره اوږد بهیږی.
فراه رود تر 56 کیلو متر وپورې غځیږی.
ادرسکن 1400 او د غزنی سیند 190 کیلومتره اوږدوالی لری.
پوزک هامون 24 کیلومتره اوږدوالی او 19 کیلومتره سور لری.
صابری هامون 583 کیلومتره پراختیا لری.
زرکول 10 او څقمقتین 17 او 7/1 کیلومتره اوږدوالی سور لری.
پر 1333 ل کال د اریانا افغان هوایی شرکت بنسټ کیښودل شو.
آریانا افغان هوایی شرکت خپله لومړنی بوینګ 721 ډوله الوتکه پر 1968 کال وپیرله.
دو همه الوتکه یې پر 1971 او دریمه بوینګ 720 یې پر 1971 کال وپیرله خو پر 1980 ل کال یې تر ټولو ستره 10 ټی سی ډوله الرتکه چې 295 سوارلی وړلی شي واخستله پر 1366 ل کال شرکت 12 الوټکی درلودلی.