کور / هراړخیز / ځوان نسل بايد د هېواد راتلونکې ته پام وکړي

ځوان نسل بايد د هېواد راتلونکې ته پام وکړي

موږ، چې څومره د تاريخ پاڼې ګورو او په دې اړه فکر کوو نو زموږ ګران هېواد افغانستان باندې هر وخت د بل چا له خوا تېرى او زياتى شوى دى، خو تر اوسه پورې موږ په چا باندې ظلم او تېرى نه دى کړى.هر وخت، چې جنګ او جګړه په دې هېواد کې پېښه شوي ده او يا رامنځ ته کيږي دا ټوله  په موږ باندې تپل شوي جګړه ده او تل دښمنانو له دې جګړې څخه ، چې هر وخت يې زموږ هېواد او زموږ خلک برباد کړي او د تباهۍ کندې ته يې رسولي دي ، دوى خپلې شومې ګټې ګوري او تل يې زموږ په وينو باندې خپل ولس او خلکو ته تسکين او ارامي ورکړي ده. ددې سره په څنګ کې اوس دا تور زموږ په خوار زار هېواد او ددې هېواد په بې وزله خلکو لګوي، چې دا جنګيالي دي او تل دوى غواړي، چې پر نورو قومونو او ولسونو باندې خپل نفوذ زيات وساتي او پر دوى باندې حکومت وکړي، خو په حقيقت کې داسې نه ده او نه دا په موږ باندې تپل کېداى شي، ځکه چې تاريخ په خپله ګواه دى او هر څه ټولې نړۍ او د نړۍ ولسونو ته په ډاګه ده، چې د افغانستان په خاوره او ولس باندې جنګ په زور تحميل شوى ، دغه غريب او بې وزله خلک په کې در په در شوي دي او ددوى په سرونو باندې نورو خپلې ګټې کړي دي ، چې تر اوسه پورې يې زموږ هېواد له ډېرو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دى او خلک يې هم نور له جنګ او جګړو نه بې حوصلې شوي دي. دوى نور نه غواړي، چې په هېواد کې يې د جنګ لمن له دې نه نوره هم پراخه شي او دا هېواد له دې نه زيات هم د تباهۍ او بربادۍ کندې ته ولويږي. نو موږ ته په کار ده، چې دا هېواد نور له پرديو له منګولو څخه راوباسو او ددې هېواد بيارغونه، پرمختګ او نور هغه څه، چې يو ملک ورته اړتيا لري ټول افغانان يې په شريکه غم وخورو.
اوس بايد موږ شکر هم ادا کړو، ځکه چې موږ اوس له هغه بد حالت څخه، چې شاوخوا لس کاله وړاندې ورسره مخامخ وو راوتلي يو، موږ اوس په بېلابېلو برخو کې په کار پوه ځوانان لرو او په دې څو کالونو کې دوى د لوړو زده کړو تر څنګ په ډېرو برخو کې ښې تجربې هم تر لاسه کړي دي او زموږ هېواد اوس له ډېرې بدې ورځې نه په راوتو دى.هغه ستونزې، چې نن ورسره مخامخ يو په راتلونکې کې به کرارې، کرارې اوارې شي، خو هلته دا ستونزې ډېرې ژر اوارريږي، چې ځوان نسل د خپل هېواد لپاره د خپل سر په قربانۍ او په پوره مېړانه کار وکړي، د خپل هېواد په پرمختګ کې هېڅ ډول تحديد او ويره احساس نه کړي او په هره مانا بايد دوى خپل هغه کارونه، چې زموږ ولس او هېواد د بهبود په لوري ورسره قدم اخلي پر مخ يوسي، تر څو موږ نور له دې بد برخليک نه په خپله ځان راوباسو. په دې اړه الله ج په خپل کتاب قرآن کريم کې فرمايي: (( هر قوم، چې په خپله خپل حالت بدل نه کړي زه د هغه حالت نه بدلوم)) نو موږ ته په کار ده، چې دا حالت په خپله بدل کړو او نور بايد په دې حالت کې ونه اوسيږو لکه دا اوس، چې ورسره مخامخ يو. موږ ځوانان بايد د هېواد د راتلونکې لپاره يو ښه پر مختللى پلان په لاس کې ولرو او په دې برخه کې بايد شپه او ورځ کار وکړو، ځکه چې بې له زحمته بله هېڅ چاره نه لرو او دا مشکل بايد نور د تل لپاره زموږ له هېواد نه لېرې کړو. په دې برخه کې بايد د غرونو په څېر غټې او قوي حوصلې ولرو او غظم مو هم بايد ډېر لوړ وي، ځکه چې دا زغم دى، چې نړۍ يې نن تر مريح پورې رسولي ده او خلک يې نن سبا د سمندرونو په منځ کې د ښيښو په کورونو او لوړ پوړيزو ودانيو کې خپل هوسا او ارام ژوند تېروي.