کور / تازه خبرونه / کرزي د ترکمنستان سفر نيمګړى پرېښود

کرزي د ترکمنستان سفر نيمګړى پرېښود

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي پرون ترکمنستان ته په يوه څلور ورځني سفر تللى وو، نن بيرته خپل هيواد ته راستون سو.
ټاکل سوې وه چي ولسمشر کرزى په دې سفر کي د ګازو د پايپ لاين، د برېښنيا او ځينو نورو پرمختيايي پروژو اسناد له ترکمن چارواکو سره لاسليک کړي، خو د تخار د وروستۍ حملې له امله يې سفر رالنډ کړ.
د جمهوري رياست وياند وحيدعمر خبريالانو ته وويل چي ولسمشر کرزي کابل ته تر راتګ وروسته بېړنۍ امنيتي غونډه راوغوښته او د پرونۍ پېښي د څېړني امر يې وکړ.
د تخار په پرونۍځانمرګې حمله کي د شمال زون د پوليسو قومندان، د تخار امنيه قومندان او څو نور کسان ووژل سول، د جرمني ځواکونو قومندان او د تخار والي پکښي ټپيان سول.
طالبانو د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى وو.