کور / هراړخیز / د امیرمحمدلوګري له امریکایي اولسه ګيله

د امیرمحمدلوګري له امریکایي اولسه ګيله

زوړ خبر !
له نن ځخه نژدې څوکاله وړاندې دامریکاپه سان فرانسسکوایالت کې رسنیویوخبرخپورکړچې ټوله امریکائې ټولنه یې ولړزوله ، غم او ویریې وزېږاوه  زوریدلي دردیدلي اوخشمیدلي امریکایان لارو او واټوته  راووتلل سترستر لاریونونه یې ترسره کړل  دظلم دمخنیوي دعدل اوانصاف غوښتنه یې وکړه له مقتول سره خواخوږي اوغمرازي اظهارشوه دقاتل دسمدستي په دارځړولوجدي غوښتنه وشوه .
پېښه داسي وه چې یوامر یکایې ځوان چې (بیل )نومیده له خپل سپي (ټم) سره یې دکورپه انګړکې دکرکټ لوبه کوله ځوان به توپ واهه او ټم (سپي) به په ډېره چټکتیادتوپ ترشاه منډه وهله بیرته به یې په خوله کې توپ راوړ چې بیابه ځوان شاټ واهه اوټم (سپي ) به توپ ورته رارساوه لوبه روانه وه چې یودم ټم (سپي ) په څه خبره ناراضه شواونوریې له لوبې کولواوپه خوله کې له توپ راوړلوځخه ډډه وکړه ، دکورپه انګړکې یې یوه کونج ته ځان ورساوه اودخپلې خوابدتیا اوخفګان څرګندونه يې په انګولاو پیل کړه ، ځوان چې هرڅومره دټم (سپي ) دپخلاینې کوښښ وکړخوبریالي نشوچې ټم (سپی ) لوبې ته اماده کړي اوټول زیاریې بې نتیجې شو،  په همدې مهال کې دځوان اته کلن زوي  جم له دباندې نه کورته رادننه شواود دریم ګړي په حیث یې  دپلار او ټم (سپي) دجوړجاړي لپاره هڅې پیل کړي دټم ( سپي )په لورې ورغلی اوپرشاه یې ورور ورو لاس ورتېراوه اوهم یې دهغه په غوږکې  دڅه خبرې کولوکوښښ کاوه ، خوداچې ټم  (سپی )له وړاندې لا په غوصه و نودجم دپلار واریې دهغه له زوی نه واخست خپل تېره غاښونه یې دماشوم په بارخوکې ورشخ کړل اوکلک یې وداړه دماشوم هم  له درده یوه سوې چیغه ترخوله ووته ، چې دپلار پدرانه مینې  دهغه آه اوچیغه برداشت نه کړای شوه اودخپل ورسره بیډ په مټ یې دټم (سپي) پرسریودروند ګوزار وکړدټم  (سپي ) هم بس همدغه وارشو پرځمکه راپریوت څوځله یې تېزه تېزه ساه واخسته اوله دنیاځخه رخصت شو. دځوان ګاونډي چې دخپل کورله کړکۍ ځخه هرڅه  له نږدې څارل دپېښې له سره ترپایه عیني شاهدو اوټول څه یې په خپلوګناه ګارو ولیدل ، چوپ پاته کیدل ورته سترظلم اوبې انصافي ښکاریده نوسمدلاسه یې پولیسوته تلیفون وکړاودپېښې له جزیاتویې خبر کړل  . پولیس هم دسترګوپه رپ کې راورسیدل قاتل ونیول شو دقتل  آله په لاس ورغله دمقتول معاینه یې وکړه دکور انځورونه  واخستل شول   مجرم یې له ځان سره بوت ماشوم یې روغتون ته  واستاوه ، پولیسوچې کله دخپلې کامیابه چاپې  اوبریاليوعملیاتوخبرتر رسنیوورساوه نوپه ټوله امریکاکې یوه زلزله محسوسه شوه خلګوپه احتجاج لاس پوري کړ امریکا یې اولس اودحیوانانودحقوقولپاره دجوړشوي تنظیمونوکارکونکوانجیوګانواوټولنوستر لاریونونه ترسره کړل تلویزوني شبکوخپل دمعمول نشرات  وځنډول اوټوله ورځ یې همدغې موضوع ته ځانګړي کړه ورځپاڼوسرمقالې ورباندې ولیکلی ، لیکوالانو، سیاسیانو، ډاکټرانوشنونکو، ښونکو ، روزونکو اونږدي له هرې ټولنې مسلک اوپېشي سره تړلو کسانوځان داحتجاج یوه برخه وګرزاوه . او ټولوپه یوه خوله اویوه اواز دقاتل دعبرتناکې سزا غوښتنه کوله اودهغه دسمدستي په دارځړولوجدي امرته ته انتظارو،
دځوان بیل  اوسپي (ټم ) دوسیه دومره مهمه شوه چې دامریکاټول انتظامي اوقضایي ارګانونه یې په څیړلو بوخت شول اونورې ټولې ورځنۍ چاری یې ورته وځنډولي ، خبره ترقضا اوقاضي ورسیده دبیل اوټم مدافع وکیلانو یودبل په حق اومخالفت کې پریمانه دلایل وړاندې کړل  دقاتل رواني معائنه وشوه درواني ډاکټرانونظرونه واخستل شول ،چې بالآخره دبیل درواني ناروغي تصدیق وکړل شو چې ګواکي نوموړي له ډیرې مودې راهیسی عصبي تکلیف لري اوداکاریې هم په نارمل حالت کې نه ده کړي نوقاضي هم په دې شرط چې راتلونکي ټول عمربه دسپودخدمت لپاره وقف کوي بیل ته بخښنه وکړه . دیادونې وړده چې په هماغوورځوکې چې کله دبیل اوټم موضوع خوراګرمه وه تاوده بحثونه ورباندې کیدل دنظرله خاوندانونظرونه اخستل کیدل دکلیفورنیا یوې ورځپاڼې ټول پوښتنه ترسره کړه چې څلورلکه کسانوپه کې ګډون وکړ ددوي له جملي ځخه ۳ لکه ۱۶ زره او۱۳ کسانوویل چې له کله نه  چې دوي له دې پیښي خبر شوي ده نو خوب یې تښتېدلی دي اوچې کله هم دخوب لپاره سترګي پټي کړي نویودم یې دخیال پر پرده  ټم  (سپی )راشي او دهغه له مظلومیت او ناامیدي نه ډکي سترګي له دوي ځخه سوال کوي چې زما جرم خودومره سترهم نه و، زه ولې ووژل شوم ؟ ولې له ماسره ظلم وشو؟ ایاپه ټوله امریکاکې یوکس هم نشته چې دسپوله حقوقونه ساتنه وکړي ؟



تازه خبر !
دتېري جمعې په ورځ رسنیوخبرخپورکړچې بهرنیویرغلګرودلوګرولایت دڅرخ ولسوالي دشیخي کلي د اوسیدونکی ۶۵ کلن امیرمحمدمړې په داسي حال کې کورنۍ ته سپارلي چې لاسونه ترې غوڅ شوي اونس یې څيرل شوی و. دلوګردولایتي شورا رئیس ډاکټرعبدلولي وکیل  خبریالانوته ویلي دي چې نوموړي تردې شپږ ورځي وړاندې بهرنیویرغلګروله طالبانوسره دتړاوپه تور  باګرام ته وړي و، چې نن یې دایساف له لوري مړي دوي ته وسپارل شو.دنوموړي په ویناچې امیرمحمدله هیڅ یوي ډلې سره تړاونه درلود اوډیرسپین ږیري اوضعیفه کس و.
که څه هم تازه خبر دزاړه خبر په نسبت ډیردردونکي له ظلم ،وحشت  اوبربریت ځخه ډک خبر دي . خوبیاهم هیچاورباندې غوږ ونه ګراوه نه يې دچاخوب ناارامه کړ نه یې په حق کې کوم لاریون ترسره شونه له مقتول سره دغمرازي څرګندونه وشوه نه دقاتل دپهانسي غوښتنه وشوه اونه هم دامریکا په ۵۲ ایالتونوکې دامیرمحمد لوګري پرڅیرلی نس اوغوڅ شوو لاسونوکومې ورځپاڼې تلویزوني شبکې اونورو رسنیوکومه مقاله ولیکله اونه هم دانساني او بشري  حقوقودساتنې په نوم جوړو شو زرګونوټولنوموسساتواوانجیوګانوچنداني خبره وبلله . دامیرمحمد لوګري  له مظلومیت  ناوسۍ او نا هیلۍ نه ډکي سترګي دهغه بي لاسو اوبې نسه بدن  له امریکایی اولس ځخه سوال کوي چې زماګناه څه وه ؟ ولې له ماسره دومره ظلم وشو؟  زه خویوغریب سپین ژیري کلیوال وم  ماخوله  هیڅ یوې ډلې سره تړاو نه درلود.  سره له دې چې ستاسي عسکروزمونږ پرهیواد یرغل کړي وخوبیامي  هم دوي ته هیڅ زیان نه دې ور اړولی اونه مي هم کومه څه په توان کې راتلل زه خودومره بې وسه اوناتوانه وم چې له کوره ترجوماته تګ  مي هم ستر غنیمت ګاڼه .
زه ولې دومره په وحشت اوظلم ووژل شوم  ؟ ولې زما نس څیري کړل شو؟  ولې زمالاسونه غوڅ کړل شو؟  اوولې  تاسي چوپ پاتې یاست ؟  ولې زما پرمظلومیت اوازنه اوچتوي؟  ایاپه ټوله امریکاکې یو کس هم داسي  نشته  چې له خپلوعسکروځخه زماد وژلوتپوس وکړي . زه خوترټم (سپي ) زیات مظلوم یم .  ایاهمدغه توپیر زما جرم دې چې تاسي یې له احتجاج ځخه راګزولي یاست چې  زه یو انسان مسلمان اوافغان یم . او( ټم ) یو امریکایې  سپی و مسلمان او انسان نه و.