کور / هراړخیز / داخــتــصـــاصـی مــــحـکـــمــــی پـــــــايــــــلـــــــې

داخــتــصـــاصـی مــــحـکـــمــــی پـــــــايــــــلـــــــې

 دهیواد اکثریت مطلق ګران لیدونکی اولوستونکی په دی خبره اګاه دی چی دجمهوری ریاست ولایتی شوراګانو اودولسی جرګی په ټولټاکنو کی داسی درغلۍ ، ټګی ، برګۍ ، جعل ، تذویر او دوکی وشوی چی په توله نړۍ کی یی ساری نه دی لیدلی شوی او نه به ولیدل شی له دی امله دولسی جرګی دټاکنو په باب معترضونوماندانو دخپلو حقوقو په باب دخپلواک کمیسون دغړو څخه نیولی بیادحکومتی لوړرتبه چارواکو په ګډون چی په دی درغلیو ، تقلب ، جعل او تذویر کی یی لاس درلودسوله یزی مظاهری وکړی او دولسمشر څخه یی وغوښتل چی ددی ټولټاکنو بطلان اعلان کاندی او له سره بیا رای ګیری وشی اومسول خلک معلوم اوجزاورکړشی . هغه کسانو چی ځانونه بریالی بولی هغوی هم ولسمشر ته ګوت څنډوی وکړ چی موږ دخلکو استاذی یو رای مووړی دی موږ هیڅ ډول خلاف رفتاری نه ده کړی او شوراباید په خپله نیټه رسمآ پرانستل شی داویل راویل وشول ولی ولسمشر کرزی دواړه خواوته بدلې رابدلې خبری وکړی او په نهایت کی یی ددی ستونزی داساسی حل لپاره اختصاصی ځانګړی محکمه تاسیس کړه ترڅو حقایق ولټوی او حق حقدار ته وسپارل شی ددی محکمی په سرکی یوتن مولوی صدیق الله حقیق دریس په توګه او څوتنه نور باتجربه قاضیان یی دغړو په حیث وټاکل شول او سمدستی یی په څیړنه شروع وکړه دولسی جرګی یوشمیر غړو چی ځانونه یی بریالی ګڼل داختصاصی محکمی ټاکنه یی غیر قانونی وبلله اوویی ویل چی موږ ددی محکمی پریکړه نه منو .
محکمی خپل مسولیت قانونی ګاڼه اوددی کار حل او فصل یی دخپلواک په ساحه کی خپل حق ګاڼه او خپل کاریی کاوه دتحقیق او بررسۍ لړۍ شروع کړه په مرکزاو ولایاتوکی یی درایو دصندوقونو بیا شمیرنه شروع کړه اوتر ډیره حده ورته جوته شوه چی په ټولټاکنو کی ښه دمزی درغلی شوی ده او دیوشمیر نوماندو سره خیانت شوی او حقوق یی پایمال شوی دی او په مړه خیټه پیسی په کی لاندی شوی دی . هغه نوماندان چی په جعل ، تذویر ، تقلب اودرغلیو بریالی شوی دی او پارلمان ته یی لارپیداکړی ده داختصاصی محکمی جوړول غیرقانونی بولی اوپریکړی یی دمنلووړنه بولی او طرفین په اساسی قانون اتکا کوی اووایی چی ددی محکمی تاسیس دقانون خلاف یو عمل دی ولی بله خوا معترضین داکار قانونی بولی اوواقعآ قانونی هم دی .
په هرحال جناب کرزی داسی جوړ جاړی وکړ چی دولسی جرګی پرانسته به وکړی او کله چی محکمی خپله پریکړه وکړه متهم نوماندان به داپریکړه منی اوداوریدو له مخی چی ددوی څخه لیکلی سند واخیست شو پارلمان رسمآ پرانستل شوی اودډیر جروبحث څخه وروسته دولسی جرګی ریس اواداری هیئات وټاکل شو چی جریان یی ګرانو لیدونکو اولوستونکو عملآ ولید او دولسی جرګی دغه روش یی وغاند اوانتقاد یی کړ.
ښاغلی کرزی ددی ټولو کړواوړو تماشا کوله او کوی یی . دهغه ضرب المثل په استناد چی وایی : – (غل ته وایی ورزه او دکور خاوندته وایی چی بیداراوسه )
جناب کرزی وړونکو نوماندانو ته وایی چی خپل کارونه کوﺉ تاسی مصئونیت ترلاسه کړی دی او معترضینو ته وایی چی دمحکمی پریکړی ته انتظار وباسئ .
کومه خبره چی باید ورباندی څه وویل شی هغه داچی اختصاصی محکمه یو مرحله ئی وی او دامحکمه هم یو مرحله ئی وه ولی کله چی داثابته شو ه چی په نوماندانوکی زیات شمیر دااعتبار له لاسه ورکوی او محکمی غیر اهل بللی دی نوداغږ ورسره پورته شوی چی دامحکمه لومړنۍ ده استناف اوتمیز هم لری اودری مرحله یی ده چی داهم یوډول سازش وچی جناب کرزی وکړ او دمعترضونوماندانو په سترګوکی خاوری اچول وځکه چی ددری محکمو له خوا چی نهایی پریکړی ترسره کیږی دولسی جرګی دوره به پای ته رسیدلی وی .
جناب کرزی صاحب حقوق لوستی دی او دپلوم لری اوهغه هم دهند دهیواد څخه اودده ملګری کاری ګروپ هم اکثریت حقوق دانان دی ایا هغه اشخاص چی په جنایت تورن وی او محکمه یی په نسبتی اتهام غور کوی داسی اشخاص اوافراد داحق لری چی دخلکو داستاذی په صفت په پارلمان کی کینی ؟ ایا دوی ددی واک لری چی دولت یا حکومت دکړنو برسی او نظارت وکړی قوانین اوقراردادونه تصویب کړی او داسی نور ؟
باورلرم چی دا روش به څوک قانونی ونه بولی اوصریحآ دقانون سره خصومت او سرغړونه ده بالاخره محکمی پریکړه وکړه اودولسمشر حضورته یی تقدیم کړه خو دجمهور ی ریاست دفتر یا ویاند اعلان وکړ چی دمحکمی دپریکړی تطبیق دحالاتو سره په ټکرکی دی او په تطبیق سره یی اوضاع او حالاتت خرابیږی . معترض نوماندان ددی خبر په اوریدو سره راوپاریدل اودمحکمی دپریکړو رسمآ اعلانول غواړی ښاغلی کرزی په دوه وکی دی یوی خواته چی ګوری پاڼ دی اوبلی خواته پړانګ . حیران دی چی څه وکړی او بهرنی ملګری یی هم ورته ګوت څنډی کوی چی حالات به نه خرابوی ولی معترض نوماندان هم ارام نه کینی اوخپل حقوق غواړی اودحالاتو پروانه کوی .
دبصیرت خاوندان دی د جناب کرزی اودده مشاورینو په دی ډول کړنو قضاوت وکړی چی داډول کړنی سربیره په دی چی هیڅ ډول قانونی صبغه نه لری په هیواد کی دلانوری ګډوډۍ زمینه برابرول نه دی ؟
یاددی کارمسئول څوک بولی ګاونډی هیوادونه او که خپل ځان ؟
کرزی صاحب له یوی خوا دامنیت ساتنه خپلوامنیتی ځواکونو ته سپارل یو ضرورت ګڼی له بلی خو ا دسولی دعالی شورا تاسیس په هیوادکی دامنیت دتامین لپاره دطبیب حاذق نسخه ګڼی خو ددی ټولوسره سره هغه اټومی سپر غیو ته دتازه کولو په غرض لمن وهی چی داټولی هیلی دخاوروسره خاوری کوی ایادا طرحی دده دارادو محصول دی که بهرنیان یی ورباندی تحمیلوی ؟ ددی خبری توضیح ضروری ده او کرزی باید ملت ته ددی خبری ځواب ورکړی او خپل ځان په دی خبری مکلف وګڼی اودادملت حق ومنی .
افغان ولس جاهل نه دی ولی یولړ مجبوریتونو دی خبری ته اړ ایستی دی چی تجاهل عارفانه وکړی ولی دصبر کاسه یی نوره لبریزه شوی ده اوددی خبری زغم ورته مشکل دی چی نوری داناخوالی وزغمی اوبهرنی خصومت ته هم وده ورکوی . یو متهم چی داسنادو شواهد په استناد یی مسولیت ثابت شی اودواکمنی محکمی له خواورباندی حکم صادرشی دتطبیق وړدی په دی شر ط چی تنفیذیی په حکم کی ذکر شوی وی او پریکړه همداسی ده دمتهمو نوماندانو او یادولسی جرګی دیوشمیر غړو له خوا داختصاصی محکمی غیرقانونیت ددوی شخصی خبره ده په قانون کی داخبره نشته دی او داچی هرڅوک داساسی قانون داحکامو څخه په خپله نفعه تعبیر کوی داعاقلانه کارنه دی . دا څنګه کیدی شی چی دهمدغه جرګی یو شمیر غړی چی بریالی دی او کوم اعتراض هم ورباند نشته دی ددی محکمی تاسیس یو ضرورت او قانونی عمل بولي .
دولسی جر ګۍ غړی باید په دی خبره وپوهیږی چی ددوی مصئو نیت په هغه حالت کی دی چی پارلمان کی داسی څرګندونی وکړی چی دژبی او قلم دآزادۍ دتعریف دلاندی راشی .
که له پارلمان څخه بهر دی کوم جرمی عمل کوی دجرم دو صف په تشخیص دی دپوښتنی اوعدلی تعقیب څخه مصئونیت نه لری او که جرم مشهود او جنایت وی بی له زنډه دتوقیق لاندی هم نیول کیدی شی .
پارلمان یو تقنینی ارګان دی اودهر چا دمخه دوی بایدد قانوو په ځان تطبیق کړی او غړی یی باید حقوقی فهم ولری . دبده مرغه چی داسی نه ده په ولسی جرګه کی اکثریت داسی غړی دی چی قانونی اوحقوقی فهم یی یاکم دی او یایی نه لری اویو کم شمیر یی واقعآ بافهم حقوق دانان شته دی خو په قضاوت کی اګاهانه کاږه قدمونه ږدی اودامعقول کارنه دی هغه ددری ژبی یو متل دی چی وایی ؛- ( کج بیشی راست بګو ) دبده مرغه چی دوی کاږه هم کینی او ریښتیا هم نه وایی اودخپلو منافعو لپاره خپل علمی موقف هم جریحه دارکوی چی داروش باالکل واضح دی او ښه کار نه دی .


دافغانستان خلک دملت اراوته دزړه له کومی درناوی لری هغه چاته چی واقعآ ملت رایی ورکړی وی موږ ته سر په سترګو قبول دی اودرناوی یی کوو او هغه څوک چی په درغلیو، ټګیو ، تقلب ، رشوت اوداسی نورو کړنو په اساس ولسی جرګی ته ننوتلی دی دملت داستاذو په حیث نه شو پیژاندلی بلکه ډاکوان یی ګڼو دخلکو اووهیواد دښمنان دی داخو ځکه څوک چی په رشوت دخلکو ضمیرونه اخلی اویا په جعل اوتذویر دی مقام ته ځان رسوی داد خلکو خدمتګار نه دی بلکه سیاسی سوداګردی .
جناب کرزی باید نورددی چالونو څخه لاس واخلی اوملت ته ددی خبری ثبوت ورکړی چی دی په هیوادکی قانونیت غواړی دحق اوعدالت طرفداردی دغلو اولاروهونکو ملګری نه دی اوخپلی کړنی ترمیم او تصحیح کاندی .
که محاکم اوعدلی ارګانونه دخپلو پریکړو دتطبیق قدرت نه لری نوباید دغه چوکۍ هغه چاته پریږدی چی ددی کار وس او طاقت ولری .
معترض نوماندان حق لری چی داخبره دکرزی له خولی واوری چی دمحکمی حکم څه ډول دی او ولی نه تطبیق کیږی ؟
که دی داکار نه کوی نوباید وپوهیږی چی په ملک کی به داسی بدبختی رامنځ ته شی چی بیا به یی جبران مشکل وی او مسولیت به یی دکرزی پرغاړه وی او داخبره باوری ده چی داسی به کیږی .