کور / تازه خبرونه / د کابل بانک څخه په سوونو کسانو غير قانوني پور اخيستى وو

د کابل بانک څخه په سوونو کسانو غير قانوني پور اخيستى وو

افغان چارواکي وايي د کابل بانک په باب د تحقيقي راپور نتايج ښيي چي په سوونو لوړ پوړو حکومتي مامورينو له بانک څخه په غير قانوني توګه پورونه اخيستي ول، چي له امله يې بانک ډېوالي سو.
راپور وايي له کابل بانک څخه ايستل سوي شاوخوا ٩٠٠ ميليونه ډالر لا اوس هم بانک ته نه دي سپارل سوي.
د کابل بانک د پوروړو اشخاصو نومان نه دي په ډاګه سوي، خو وايي اکثريت يې د حکومت مامورين او د پارلمان وکيلان دي، راپور وايي پور وړو ژمنه ورسره کړې چي ډېر ژر به د بانک پور بيرته ور وسپاري.