کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: د تخار چاودنه ځانمرګى نه وو

ملي امنيت: د تخار چاودنه ځانمرګى نه وو

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي د تخار د وړمي ورځي چاودنه د ريموټ کنټرول په ذريعه سوې، ځانمرګى بريد نه وو.
د ملي امنيت رياست په يوه خبر پاڼه کي ويلي چي د کورنيو چارو وزارت او د دوى ګډ تحقيقات ښيي چي چاودونکي مواد تر غونډي دمخه ځاى پر ځاى سوي وو.

ملي امنيت په داسي حال کي د ځانمرګي حمله ردوي، چي طالبانو هم دغه حمله ځانمرګى بريد بللى وو او د تخار والي عبدالجبار تقوا پرون تائېد کړې وه چي حمله کوونکى د پوليسو په دريشي کي د غونډي تالار ته ننوتلى وو.

په دې حمله کي د شمال د ٣٠٣ پامير زون قومندان جنرال داود او د تخار امنيه قومندان ووژل سوى وو، والي او يو جرمنى جنرال پکښي ټپيان سوي وو.